Categories

اعلان

Loading…

د امپراتورۍ وروستی جنگ» / نجیب الله زیارمل

د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر مياشتي په وروستيو ورځو کي، په افغانستان کي د شوروي اتحاد د سره لښکر د يرغل په اړه د څېړني پرمهال په روسي ژبه پر داسي ليکنو او مستندو راپورونو پيښ سوم چي لوستل او ليدل ئې زما له پاره نوي ول. نو مي وغوښتل چي له خپلو خورو ورو افغانانو سره ئې هم شريک کړم. فکر کوم تر يوځايه به له تاريخ ليکونکو او څېړونکو سره مرسته وکړي.

د روسيې يو تکړه ژوزناليست گينريخ اويريانوويچ بوروويک، افغانستان ته د شوروي لښکرو د لېږلو د پريکړي په اړه د «امپراتورۍ وروستی جنگ» په نوم په خپل مستند ۴۵ دقيقه يي فلم کي دې نتيجې ته رسيږي چي گويا د هغه وخت شوروي اتحاد مشرتابه د ځواک د لېږلو په اړه په پټو سترگو پريکړه کړې وه.

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سره لښکر د لېږلو په اړه تر اوسه پوري نظرونه توپير لري. خو د بوروويک په فلم کي خبره تر ډېره ځايه روښانه سوې ده.

دی وايي، تر اوسه پوري هم د هغي پريکړي په اړه د نظر اختلاف موجود دئ چي په ۱۹۸۰م کال کي د وخت شوروي اتحاد د چارواکو له خوا وسوه. دغه مخفي او په لاس ليکل سوې پرېکړه چي په يوه خاصه دوسيه کي بې له کومي کاپۍ پرته وه. نوم يې ډېر رمزي وو «وضعيت په «A» کي.

په افغانستان کي تر اوسه پوري داسي انگېرل کيږي چي د ۱۹۷۸م کال په اپريل مياشت کي د افغانستان د خلق ديموکراتیک گوند له خوا انقلاب، د شوروي اتحاد په ملاتړ وسو، خو د شوروي اتحاد د هغه وخت چارواکي وايي چي مسکو په خبر لا نه وو.

د شوروي اتحاد د هغه وخت د بهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال گريگوري مارکوويچ کورنينکو، وايي چي په کابل کي د انقلاب په اړه د مسکو چارواکي په لومړي وار د رسنيو له خوا خبر سول: «د بهرنيو چارو وزير اندري اندريويچ گروميکو او دغه راز پوځي چارواکي په اول وار د انگلستان خبري آژانس «رويترز» له لاري خبر سول.»

د شوروي اتحاد چارواکي هغه مهال په دې پوهيدل چي د افغانستان انقلاب کېدای سي دوی ته د سر درد وگرځي او تر ډېره ځايه ئې ځان ځني پېچه.

په ۱۹۷۸م کال کي د شوروي اتحاد پوځ د اصلي تعرضي عملياتو مشر ډگروال ولاديمير الکسيويچ بگدانوف، وايي چي د هغه وخت د لوی درستيز هغه خبري ئې ډېري ښه په ياد چي دغه انقلاب به دوی ته د سر درد سي: « د ۱۹۷۸م کال د اپريل مياشتي پر۲۶ نېټه زما د لوی درستيز خبري ښه په ياد دي چي راته ويې ويل، که چيري انقلاب ناکامه سو نو چپيان به نه يوازي په افغانستان، بلکي په نژدې سيمه کي وځپل سي. خو که بريالی سي نو شوروي اتحاد ته به د سر درد پيدا سي.»

خو په لومړي سرکي مسکو د سردرد هيڅ نه احساساوه. خلګو په کابل کي د انقلاب هرکلی وکړ او د هيواد نوي رهبرۍ کرار کرار محبوبيت پيدا کاوه.

آيا تره کي له کي گې بې سره اړیکي لرلې؟

Tarakaiپه دغه وخت کي د افغانستان د نوي مشر نور محمد تره کي په اړه داسي ويل کېدل چي هغه د شوروي له استخباراتي ادارې (کي گي بې) سره ټينگي اړيکي لري. خو د کي گي بې چارواکي وايي چي دوی د هغه په اړه ملاحظه لرله.

د افغانستان له پاره د «کي گي بې» د مسئول مرستيال مروزوف وايي چي له دوی سره د تره کي اړيکي وې خو داسي نه لکه څرنگه چي بايد وای، ده وويل: «که خبره د جاسوسۍ په اړه وي، په هغه برخه کي تره کي موږ سره اړیکي نه لرلې.»

سړی ويلای سي چي د شوروي اتحاد ارګانونو، نه تره کي او نه هم د هغه گوند ته په جدی سترگه کتله. هيچا د دې تمه نه لرله چي په افغانستان کي دي انقلاب وسي.

دا يوازي شوري اتحاد نه، بلکي امريکا هم په ورته حالت کي وو چي د افغانستان له انقلابه ډېر خبر نه وو. د امریکا سفير هغه مهال (۱۹۷۸م کال د می مياشتي ۶مه) واشنگټن ته په يوه شفري تلگرام کي ليکي، چي د افغانستان له نوي مشر سره ئې «ډېر مخفي» ملاقات لرله. په تلگرام کي داسي معلومات ورکړل سوي دي: «تره کي ۶۱ کلن دئ خو تر خپل عمر زوړ ښکاري. بڼه ئې يوه پروفيسر ته ورته ده او ډېر ويښتان يې سپين سوي دي. زموږ خبري ډيري په زړه پوري وې. ما ورته وويل چي که د افغانستان کورنی سياست د شوروي اتحاد له سياست سره توپير ونه لري موږ به د خطر احساس وکو.»

مسکو ته د تره کي سفر

1کله چي کرملین د امريکا له دغه اقدامه خبريږي، پريکړه کوي چي له تره کي سره شخصي وپيژني؛ خو دغه کار بيا لږ ناوخته په دسمبر مياشت کي کيږي، چي د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند او انقلابي شورا رئيس نور محمد تره کي، د شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې په رسمي بلنه مسکو ته سفر کوي.

په دغه سفر کي تره کي له مسکو څخه د مرستي غوښتنه کوي چي په لنډ وخت کي افغانستان هم يو سوسياليستي هيواد وگرځي. دغه خبره د شوروي اتحاد رهبري د خوشحالۍ سبب کيږي. خو په دې اړه چي نه يوازي له کپيتاليستي، بلکي له فيوډالي نظام څخه سړی سوسياليستي نظام ته خېز وهلای سي، شکونه موجود ول.

مسکو ته د تره کي په ورتگ سره، د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کمېټې مشر ليونيد اليچ بريژنيف، تره کي ته د ملگرتيا او انقلابي پيوستون وعده ورکړه او ويې ويل: «اوس موږ نه يوازي ښه گاونډيتوب لرو، بلکي ژوره، رښتينې او پياوړې دوستي مو ده، چي په ملگرتيا او انقلابي پيوستون پوري تړلې ده.»

په افغانستان کي د شوري اتحاد ديلچسپيو ته په کتو سره په دغه وخت کي د امریکا د بهرنيو چارو وزير په کابل کي د امريکا سفير ته شفري تلگرام لیږي، او وايي چي «په افغانستان کي زموږ د فعاليت کمښت د شوروي اتحاد تر ټولو ستر هدف دئ. زموږ په فکر کي داسي څه نسته چي مسکو ته دي دغه شان تارتوک (ډالۍ) ورکو.»

د نوي رهبرۍ سوسياليستي اصلاحات

د افغانستان نوي حکومت هم لکه شوروي اتحاد ډېر ژر په سوسياليستي اصلاحاتو پيل وکړ. نوي حکومت له زميندارانو څخه مځکي واخيستې او نورو خلکو ته ئې ور ووېشلې. د افغانستان له پاره د «کي گي بې» د مسئول مرستيال مروزوف وايي چي «نوي افغان حکومت له شتمنو څخه مځکي داسي واخيستلې، چي شمتن به ئې د مځکي د نوي خاوند و مخ ته وواژه.»

په کابل کي د خلکو احساساتو ته په کتو سره د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند مشرانو په خاصه بيا تره کي، داسي فکر کاوه چي نه يوازي په خپل هيواد، بلکي په سيمه کي هرڅه کولای سي. هغه فکر کاوه چي په ايران، پاکستان او حتی هند کي به د انقلابونو سرمشق وي. خو په افغانستان کي حالت هغه شان نه وو.

له مسکوه، د تره کي د پوځي ملاتړ غوښتنه

د ۱۹۷۹م کال په مارچ مياشت کي د افغانستان په يوه ستر ښار هرات کي د انقلاب پرضد بغاوت پيل سو او تره کي، په لومړي وار له مسکو څخه د انقلاب ساتلو له پاره د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. دغه غوښته هغه د شوروي اتحاد د حکومتي استازي السکي نيکولايويچ کاسيگن، سره د مارچ مياشتي پر ۱۸ نېټه په تليفوني خبرو کي وکړه. د «امپراتورۍ وروستی جنگ» په نوم مستند فلم کي د دغو تليفوني خبرو يادونه دغه شان سوې ده:

تره کي وايي: وضعيت ډېر خراب دئ او نور هم خرابيږي. په ښار کي جنگ روان دئ.

کاسيگين په جواب کي ورته وايي: د کارگرانو او ساتونکو ترڅنگ نور څوک سته چي ستاسو ملاتړ وکړي؟

تره کي: د ښار د اوسېدونکو له خوا مو فعال ملاتړ نه کيږي، هغوی په ټوليزه توگه د شعيه گانو د تبليغاتو تر اغېزې لاندي دي، زه هيله کوم چي تاسي مرسته راسره وکړئ.

کاسيگين: موږ بايد په دې اړه مشوره وکړو.

تره کي: تر هغه وخته چي تاسو سلا مشورې کوی هرات مو له لاسه وځي، بيا به نو هم ستاسو (شوروي اتحاد) او هم افغانستان له پاره ستونزي ډيري سي. زه وړانديز کوم چي تاسي پر خپلو الوتکو او زغروالو ټانکونو باندي افغاني نښانونه ووهي، هيڅوک به په پوه نه سي. ستاسي لښکر کولای سي چي د کوشک او کابل له لاري راسي.

کاسيگين: زه نه غواړم چي تاسي خوابدی کړم. نو دا خبره موږ تاسو پټولای نه سو، دوه ساعته وروسته به ټوله نړۍ خبره وي او ږغ به يې پورته سي چي شوروي په افغانستان کي پوځي مداخله کړې ده. ملگرې تره کي! تاسي راته وویاست، که موږ په الوتکو کي تاسو ته کابل ته وسلې در ورسوو چي ټانکونه هم پکښې وي نو تاسي هلته داسي کسان پيدا کولای سئ چي ټانک وچلوي؟

تره کي: موږ ته تاجيکان، ترکمنان او ازبکان راولېږئ چي ټانک چلولای سي. دغسي خلک په افغانستان کي سته، يوازي دي افغاني کالي او افغاني يونيفورم واغوندي رادي سي، هيڅوک نه پوهيږي. دا زموږ په فکر ډېر اسانه کار دئ.

په خلق ديموکراتيک گوند کي اختلافات

په لومړي سر کي د شوروي اتحاد هر ارگان په افغانستان کي د فعاليت پرمهال مسکو ته د کابل د وضعيت په اړه بېل بېل انځور ورکاوه. مسکو پر دې فکر نه کاوه، چي آيا يوه بزګره اسلامي ټولنه به وکولای سي چي په داسي يوې سوسياليستي ټولني بدله سي چي مذهب ته پکښې ډېر پام نه کيږي؟

له ښۍ خوا: کارمل، امین او تره کی

له ښۍ خوا: کارمل، امین او تره کی

په افغانستان کي د نوي زېږېدلي انقلاب لا کال نه وو تېر سوی چي په دغه هيواد کي وضعيت نور هم کړکېچن سو او په خلق ديموکراتيک ګوند کي دننه پټ اختلافات پيدا سول.

مسکو تازه له تره کي سره د همکارۍ او انقلاب ساتلو تارونه غځول چي د ۱۹۷۹م کال په دوبي کي خبر ور ورسېد، چي زاړه تره کي ته ځوان سيال (صدراعظم حفيظ الله امين) پيدا سوی دئ. امين په دغه وخت کي د بهرنيو چارو وزير هم وو. تره کي امين خپل راسته لاس باله او په ګوند کي ئې ډېر اعتبار هم لاره.

د دې خبر په اورېدلو سره مسکو ډېر ژر د افغانستان یوه حالت ته پام سو چي هغه له واشنګټن سره د امين احتمالي اړيکي وې. امين، لکه تره کي په مسکو کي نه، بلکي د نيويارک د کلمبيا په پوهنتون کي زده کړي کړي وې.

مسکو ته داسي راپورونه ورکړل سوي ول چي امين له امريکايانو سره اړيکي لري او داسي نور… خو داسي شواهيد چي وښيي امين له واشنگټن سره مخامخ اړيکی لري موجود نه ول. مسکو تره کي ته وويل چي پر امين بايد پوره باور ونه سي.

خو د شوروي اتحاد پخواني چارواکي وايي چي د امين او تره کي تر منځ اختلاف د دوی د مشاورينو بې اغېزې نه وو. په ۱۹۷۹م کال کي په افغانستان کي د افغان لښکر د سياسي چارو مشاور زاپلاتين، وايي چي د تره کي او امين تر منځ د اختلاف سبب د دوی استخباراتي مشاورين ول: «هغوی فکر کاوه چي دوی تر نور ښه د افغانستان وضعيت درک کړی دئ، او هره پريکړه چي کوي پر ځای ده.»

د ۱۹۷۹م کال په دوبي کي په کابل کي د امريکا سفير واشنگټن ته احوال ورکوي چي «د شوروي اتحاد هدف د اپوزيسيون پر وړاندي د افغان چاروکو نظامي نه، بلکي سياسي ملاتړ دئ. خو سياسي پريکړه بيا په رهبرۍ کي بدلون ته اړتيا لري، چي دا د امين د وژني معنا لري.»

په ۱۹۷۹ کال کي په افغانستان کي د «کي گي بې» استازی ماروزف وايي چي داسي فکرونه ول چي امين دي له صحنې څخه وايستل سي: «حتی ما [ماروزف] هم دغه شان نظر لاره. خو هغه مهال ماته د جنرال يوانوف له خوا وويل سول چي دغه شان يوه پوښتنه اوس مطرح نه ده.»

بوروويک په خپل مستند فلم کي دې نتيجې ته رسيږي چي د مسکو چارواکو د افغانستان راتلونکې په پام کي نه نيوله او تلاښ يې کاوه، څو تره کي په دې پوه کړي چي امين يې دښمن دئ. خو تره کي له مسکو سره دا خبره نه منله. هغه ويل چي امين يې ورور او د اولاد په شان دئ.

د تره کي خپل دام د مرگ سبب سو

دغو فشارونو دوام لاره او بالاخره تره کي داسي څه وکړل چي هيچا ئې تمه هم نه لرله. هغه بې له دې چي خپلو شوروي همکارانو ته خبر ورکړي، د امين د وژني پلان ئې جوړ کړ. خو بخت ياري ورسره ونه کړه، نه يوازي دا چي امين ژوندی پاته سو، بلکي هغه ډېر ژر د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند پلينوم راوباله او د تره کي د پلان په اړه ئې معلومات ورکړل. پلينوم پريکړه وکړه چي تره کي، له واکه ليري او په کور کي نظر بند سي. امين د هيواد مشر سو.

۱کله چي تره کي د امين په امر ونيول سو، ورته وويل سول چي ناروغه دی او بايد يو څو ورځي استراحت وکړي. امين په کابل کي د شوروي اتحاد سفارت ته ډاډ ورکاوه چي له ملگري تره کي سره هرڅه سم دي.

په هغه وخت کي په افغانستان کي د «کي گي بې» استازی ماروزف، وايي چي امين په کابل کي د شوروي اتحاد له سفير سره په يوه ملاقات کي ويلي ول چي که غواړي له ترکي سره وويني په هره دقيقه کي کولای سي: «خو سفير له دغه شان ملاقات څخه ډډه وکړه.» ماروزف وايي چي که چيري د شوروي اتحاد سفير د تره کي، ليدني ته ورغلی وای، امکان ئې لاره چي تره کي ژوندی پاته سوی وای. خو د امین په امر د تره کي پر خوله ډېر ژر بالښت ور کښېښول سو او ووژل سو.

مسکو د تره کي تر وژني وروسته په ښور کي راغلی او له ځانه ئې پوښتل چي دا څرنگه امکان لري چي د دوی په موجوديت کي يو جمهور رئيس ووژل سي.

په ۱۹۷۹م کال کي په افغانستان کي د شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې د نړيوالو اړيکو مرستيال زامياتين، وايي چي د تره کي، تر وژني وروسته اول بريژنيف په دې نه پوهېدی چي د شوروي اتحاد په موجوديت کي تره کي، څرنگه ووژل سو؟ دا څرنگه امکان لري چي د هيواد جمهور رئيس دي په خفه ووژل سي: «زموږ استازو هلته څه څارل؟»

رښتيا هم د شوروي اتحاد استازو هلته څه څارل؟ د ۱۹۷۸م کال انقلاب وسو دوی په خبر نه ول، په کابل کي د شوري اتحاد د سفير په مخکي تره کي ووژل سو دوی په خبر نه سول؟ داسي ايسېدل لکه د مسکو چارواکو چي د افغانستان تر موضوع نور ډېر مهم کارونه لرل چي هغه ته ئې بايد پام کړی وای.

روسی ژورناليست بوروويک وايي، چي د ۱۹۷۹ م کال په وروستيو مياشتو کي په مسکو کي افغانستان ته د لښکر لېږلو په اړه ډېر تاوده بحثونه روان ول، خو ډېر مخفي. په دغه وخت کي د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير گروميکو مرکزي کمېټې ته يو مخفي ليک ولېږه، چي پکښې د تره کي تر وژني وروسته د يوه ډېر خراب وضعيت انځور وړاندي سوی وو. په دغه لیک کښي راغلي ول: «امریکا اوس داسي انگېري چي په افغانستان کي حالت د واشنگټن په گټه دئ… زموږ [شوروي اتحاد] څخه د امين پر شا شا کېدل د هغه دوه مخي ښيي. امين ته بايد داسي احساس ورنه کړل سي، چي باور نه په لرو. که چيري امين زموږ پرضد هڅي پيل کړې هغه وخت بايد زموږ له خوا اضافي ترتيبات ونيول سي.» د دغه افضافي ترتيباتو معني نو دا ده چي امين بايد له صحنې څخه وايستل سي.

له مسکوه، د امين د پوځي ملاتړ غوښتنه

خو تر هغه دمخه چي د شوروي اتحاد چارواکي د نورو لارو چارو په اړه فکر وکړي، امين له مسکوه څخه غوښته وکړه چي افغانستان ته لښکر ورولېږي. په دې سره نو امين يا غوښتل چي کريملن په دې ډاډه کړي چي د دوی پلوی دئ، يا د امريکا هغه دام ايږدي چي غواړي شوروي اتحاد پکښې راگير کړي.

په ۱۹۷۹م کال کي د شوروي اتحاد د اصلي عملياتو مشر ډگرجنرال والينتين ايوانويچ واريننيکوف، د «امپراتورۍ وروستی جنگ» مستند فلم په يوه برخه کي وايي چي که سړی په ۱۹۷۹م کال کي د افغانستان وضعيت ته وگوري نو دا له امکانه ليري نه وه چي امين دي خپلي خاوري ته امريکايي ځواکونه راغوښتي نه وای: «په مسکو کي داسي انگېرل کېده چي که امين خپلي خاوري ته امريکايي ځواک راوغواړي او د دغه هيواد په شمال کي خپل څار ځايونه جوړ کړي، نو ټول هغه کارونه او پوځي تمرينات به وڅاري چي زموږ په خاوره کي کېدل.»

افغانستان ته د سره لښکر د لېږلو پريکړه

په مسکو کي چارواکي بالاخره دې پريکړي ته رسيږي چي د ۱۹۷۹م کال په دوبي کي يو درې کسيزه کمېسيون جوړ کړي او د «A» هيواد غوښتني چمتو او وڅېړي. دغه درې کسان د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير اندري اندريويچ گروميکو، د «کي گي بې» استازی يوري ولاديميرويچ اندروپوف او د دفاع وزير ديميتري فيودرويچ اوستينوف، ول.

1افغانستان ته د سره لښکر د لېږلو په اړه تر اوسه پوري د نظر اختلاف سته، خو په ۱۹۷۹م کال کي د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال گيورگي مارکوويچ، ويلي دي چي د دغي پريکړي پلوي لومړی اندروپوف وکړه: «د کي گي بې غړو له کابله مسکو ته داسي راپورونه ورکول چي گويا امين د امريکا جاسوس دی او هغه خپل هيواد د امريکايانو خواته کشوي.» نو که سړی د «کي گي بې» دغو کارونو ته وگوري داسي ښکاري چي د دغي پريکړه لومړی پلوی به اندروپوف وو، او وروسته به بيا د دفاع وزير اوستينوف دغه پريکړه تائيد کړې وي چي په دې سره به نو دواړو په خپل نظر سر پر گروميکو باندي فشار ډېر کړی وي.

د «امپراتورۍ وروستی جنگ» په نوم مستند فلم کي ښکاري چي د «A» هيواد د وضعيت په اړه پريکړه پر يوه ډېر ساده کاغذ باندي په لاس ليکل سوې ده. که دغه کاغذ د يوه داسي سړي لاس ته ورسي چي له دغي مسئلې څخه ناخبره وي نو په هيڅ به ئې سر خلاص نه سي.

پر دغه کاغذ باندي ليکل سوي دي: «د اندروپوف، اوستينوف او گراميکو له خوا وړاندي سوې طرحه تائيد ده او دوی ته دي اجازه ورکړل سي چي د فعاليتنو پرمهال انعطاف پذيره وي. او نور همدا سي…» دغه پريکړه وه چي افغانستان ته د سره لښکر د لېږلو ماشين ئې چالانه کړ.

په دې پريکړي سره شوروي اتحاد هم د امریکا هغه غلطۍ پل پر پل تکرار کړې چي خپل ځواکونه ئې ويټنام ته ولېږل. امریکايانو هم داسي فکر کاوه چي د جنوبي ويټنام سترو ښارونو ته د دوی د لښکر په ورتگ او ځای پر ځای کېدو سره به هرڅه سم وي او د جنوبي ويټنام مشرتابه به خپل ځان په بشپړ خونديتوب کي احساس کړي.

د شوروي اتحاد د سياسي بيرو مشر ليوندي ايليچ بريژنيف، ډاډه وو چي له هغي دقيقې څخه چي لښکر ئې په افغانستان کي ځای پر ځای سي، په دغه هيواد کي به هرڅه آرام او انقلاب به خوندي سي.

امريکايانو هم نه غوښتل چي په جگړه کي ښکېل سي، خو راگير سول. د شوروي اتحاد لښکر هم نه غوښتل چي د جنگ دروند بار د دوی پر اوږو ولوېږي، خو ولوېد. که سړی لنډ ووايي د امریکا او شوروي اتحاد د جنگ طرحه نادرسته وه.

افغانستان ته د سره لښکر لېږل د شوروي اتحاد د دهغه وخت د دفاع وزير ته ډېر ساده ايسېدل. خو خبره په دې کي وه چي د دفاع وزير اوستينوف نه پوهېدی چي څه بايد وسي. د هغه وخت د سره لښکر د اصلي تعرضي عملياتو مشر ډگروال ولاديمير الکسيويچ بگدانوف، وايي چي داسي احساس کېدی، چي هغه چا چي لوی درستيز ته دنده سپارلې ده، هغه پخپله نه پوهيدی چي نور څه په کار دي: «پوښتنه کول د هغه له پاره د ځان کمزوري وه. هغه خو پوځي وو هغه مارشال وو. ځکه نو پوښتنه کول د هغه له پاره شرم وو.»

د شوروي اتحاد د هغه وخت د لوړپوړو چارواکو په خبره اوستينوف د دفاع وزارت تر مخه د پوځي تجهيزاتو د صنعت په برخه کي کار کاوه او فکر ئې تخنيکي وو.

په ۱۹۷۹م کال کي د شوروي اتحاد د مرکزي کمېټې د بهرنيو معلوماتو مشر ليونيد ميتروفانوويچ زامياتين، وايي چي د اوستينوف د دفاع وزارت پرمهال په مسکو کي پريکړي څرنگه کېدلې: «يو وخت کله چي په اروپا کي د توغنديو د ځای پرځای کولو په اړه پوښتنه رامنځ ته سوه. د دفاع وزير، بريژنيف ته وويل „نور هم په کار دي چي په اروپا کي شل- دېرش توغندي نصب کړو“. خو بريژنيف وپوښتل د څه له پاره؟ اوستينوف، ورته وويل نو څه دي لږ وي که ډير دا خو مزاحمت نه کوي، چي سړی ئې نصبولای سي راځئ چي نصب ئې کړو. بريژنيف ورته وويل خو سړی بايد فکر باندي وکړي. وروسته بريژنيف هم ورته وايي، ځه کوه ئې!»

له دې څخه معلوميږي چي افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو په اړه پريکړه هم دغه شان سوې ده. دوی د درو مياشتو له پاره عسکر ولېږل خو لس کاله وجنگېدل.

افغانستان ته د سره لښکر د لېږلو پريکړي له مخي د ۱۹۷۹م کال د دسمبر مياشتي پر۲۶ نېټه ناوخته ماسخوتن د کابل په هوايي ډکر کي پوځي الوتکو په کښېناستلو پيل وکړ. له دې سره سم د شمال له خوا افغانستان ته د شوروي اتحاد د سره لښکر د زغروالو ټانکونو ننوتل هم پيل سول.

د کي گي بې له خوا د امين وژنه

خو تر دې څو ساعته دمخه په تاج بېگ ماڼۍ کي د حفيظ الله امین او له هغه سره د ټولو کسانو د مسمومولو عمليات ترسره سول.

په ۱۹۷۹م کال کي په افغانستان کي د پوځي روغتون د جراحانو مشر الکسيوف، د «امپراتورۍ ورستی جنگ» په مستند فلم کي وايي چي د دغه کال د ډسمبر مياشتي پر ۲۷ نېټه سهار وختي د کابل پر فضا باندي د الوتکو نا آشنا ږغونه اورېدل کېدل او داسي بل شان ته احساس کېدی.

د جراح الکسيوف احساس بې ځايه نه وو. په دغه ورځ په کابل کي د شوروي اتحاد سفارت، جراح الکسيوف او د ساري ناروغيو يو بل ډاکټر ور وغوښتل او له هغه ځايه ئې سمدلاسه د امين ماڼۍ ته ولېږل.

1الکسيوف وايي: «کله چي د امين ماڼۍ ته ورننوتلو څو انسانان په جلا جلا ډول پراته دي، يو پر کوچ داسي پروت دی چي لاسونه ئې لاندي راځړيږي، دوهم پر مځکه پروت وو او يوه پښه ئې پر کوچ وه او يوه ئې پرمځکه. ټوله په غيري عادي حالت کي پراته ول، موږ پوه سو چي دلته ټول مسموم سوي دي.

دغه ډاکټر وايي کله چي له لومړي پوړه دوهم ته په زينو کي پورته کېدل په لاره کي امين بې سده پروت وو او هغه ئې يوې خوني ته بوت او پر هوښ ئې راوست. خو دغه ډاکټران ئې د دې له پاره نه ول ورلېږلي چي دوی دي امين پر سد راولي. دوی په اشاره پوه سوي نه ول.

جراح ډاکټر الکسيوف وايي: «کله چي امين سترگي خلاصي کړې او موږ ته ئې وکتل سمدلاسه ئې تليفون ته لاس کړ خو تليفون قطع وو.»

د شوروي اتحاد د پوځي کارپوهانو په اند، که دغو ډاکټرانو امين پر هوښ راوستی نه وای، کېدای سوای چي پر ماڼۍ باندي يرغل نه وای سوی. يا په اصطلاح د «۳۳۳» نومي يرغل مخه به نيوله سوې وای.

د «۳۳۳» نومي يرغل موخه دا وه چي د امين (تاج بيگ) ماڼۍ ساتونکي له مخه ليري کړي، نور نو په ماڼۍ کي دننه عمليات «کي گي بې» کول.

دغه روسي ډاکټران چي د تاج بيگ ماڼۍ ته لېږل سوي ول په دې نه پوهېدل چي څه وکړي. په دغه پيښه کي ژوندی پاته سوی روسی ډاکټر الکسيوف وايي چي فکر ئې کاوه د امين د ژغورلو له پاره ورغلي دي:

«هغه وخت چي موږ [زه او زما بل ملگری] د امين په ماڼۍ کي د دېواله شاته پټ وو تر ماتي کړکۍ مي روسي ښکنځل واورېدل. زه پو سوم چي دا زموږ خلک دي او له دښمن څخه د امين د ژغورلو له پاره راغلي دي…»

خو ځانگړي ځواک بله دنده ترسره کوله. هغوی ته چي په تاج بيگ ماڼۍ کي هر څوک په مخه ورتلل وژل ئې. په دې ترڅ کي دوی د ساري ناروغيو روسی ډاکټر او امين هم ووژل.

دغه ژوندی پاته سوی روسی ډاکټر الکسيوف وايي: «بېخي يو سربداله حالت وو. موږ د امين ژوند وژغوره، خو بيرته ئې وواژه. ما ونه ليد چي هغه ئې څرنگه وويشت، خو سهار د کابل راډيو له خوا په روسي ژبه يوه اوږده بيانيه خپره سوه چي ويل ئې د افغانستان د خلکو دښمن حفيظ الله امين ووژل سو. په دغه بيانيه کي وويل سول چي ستري محکمې د امين، د اشد مجازات حکم صادر کړ.»

د امين تر وژلو وروسته او د ببرک کارمل په راتگ سره د بريژنيف له خوا داسي پوښتنه راپورته سوه چي نور نو په افغانستان کي وضعيت ارام دی او ځواکونه بايد بيرته را وايستل سي. خو په دغه وخت کي د شوروي اتحاد د دفاع وزير اوستينوف، د بهرنيو چارو وزير گروميکوف او د «کي گي بې» استازی اندريپوف بريژنيف ته وليکل چي ځواکونه بايد نه راوباسي.

په افغانستان کي د سره لښکر پر پاته کېدو ټينگار

دغه کسان بريژنيف ته لیکي چي «موږ به ټولي نړۍ ته لېونيان معرفي سو او ټول خلک به داسي فکر کوي چي زموږ سره معماله ډېره ستونزمنه ده او له دوستانو سره مرسته کولای نه سو.» بريژنيف ته له نظر ورکولو کسانو سره داسي فکر وو، چي تر هغه وخته پوري چي افغان حکومت پر خپلو پښو درېدلي نه وي ځواکونه به نه راباسي.

د شوروي چارواکو دغه کړه وړه، بيا هم په ويټنام کي د امريکايانو هغې ته ورته ول. امريکايانو هم له ويټنامه ځکه ځواکونه نه را ايستل چي په نړۍ کي ئې د خپل پرستيژ د کمښت په اړه ويره لرله.

له دې څخه څرنګديږي چي د «A» هيواد (افغانستان) په اړه پريکړي پرمهال د شوروي اتحاد رهبرۍ په ويټنام کي د امریکا پر ښکېلتيا فکر نه دی کړی. که ئې کړی وای نو دوی به د امريکايانو هغه غلطۍ چي په ويټنام کي ئې وکړې نه تکرارولای.

په ويټنام کي د امريکايانو جنگ، چي تر لسو کالو ئې زيات دوام وکړ د ۵۴ زرو امريکايي عسکرو او افسرانو د سر په بيه تمام سو. داچي څو سوه زره ويټناميان ووژل سول تر اوسه پوري ئې څوک اټکل هم کولای نه سي.

د شوروي اتحاد يرغل هم په افغانستان کي تقريباً لس کاله دوام وکړ او د روسيې د رسمي شمېرو له مخي د ۱۵ زرو عسکرو د سر په بيه تمام سو؛ او دا چي څو سوه زره افغانان ووژل سول تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

کيدای سي شوروي اتحاد په ويټنام کي د امريکا د جنگ په اړه فکر کړی وو، خو له يوه اړخه. هغه دا چي ولي امريکايان له خپل سرحده په زرونو کيلومتره ليري د خپلو دلچسپيو د دفاع اجازه لري او شوروي اتحاد په خپل سرحد کي د دې کار اجازه ونه لري؟

د جنوبي ويټنام جمهور رئيس هم له واشنگټن څخه د لښکر د ور ورلېږلو غوښتنه کړې وه چي په اصطلاح په جنوبي ويټنام کي د ديموکراسۍ ساتنه وکړي. امريکايانو هلته خپل ځواک ولېږی، خو کله چي دغه جمهور رئيس نور د واشنگټن خوښ نه وو هغه ئې له صحنې وايست. نو ولي دغسي کار امريکايانو ته اجازه وي او شوروي اتحاد ته نه؟

آيا رشتيا هم د ۲۱ پيړۍ په پيلېدو سره لا هغه خلک چي ځانونه سياستمداران بولي په دې نه پوهيږي چي په نړۍ کي ستونزي د انسانانو په وژلو سره له منځه نه سي تللای؟ فکر نه کوم!

210 total views, 5 views today

8 comments

  1. hassan Reply

    ډیر په زړه پوری معلومات مو راټول کړی دی خو هیله ده چی د کارمل او دهغو د ملګرو په باب چی دوی هم برژنف ته ممکن سره او شنه ګلان ښکاره کړی وی او د هغوی د واکمنی د اشتباهاتو او جنایاتو په باب په راتلونکی کی مستند معلومات ولیکل شی نور به هم د افغانستان د مظلومو خلکو تاریخ روښانه شی.

  2. بلال واثق Reply

    نجیب جا نه اوږد مضمون دې لیکلی دی چې زما وارو زړو ته ددغه مضمون مطالعه اوڅیړنه څه ګرانه ده.اوتخلص دې مې خاص نه شو خوښ ! په هرصورت ستا سې په لیکنه کې شخص ته ډیر سوالونه پیداکیږې چې دهغو لیکل اوڅیړل ډیره حوصله غواړې. خوزه به دونده ووایم چې: کوم وخت چې دتش په نامه دمجاهیدینو حکومت ووپه کابل کې یو کاریکا تور لیکل شوی وو په دغه کاریکاتور کښې تره کی ناست دی موادغا یطه (غول) کوې دامین رول مې اوس په ذهن کښې نسته چې څه رول یې لوبولی وو خو کارمل دتره کې غول غوړل اونجیب الله یوم (بیلچه)په لاس کې دغه دتره کې غول تر خاورې لاندې کوې!!!!!!! خو تش په نامه دمجاهدینو مشران دغه دتره غول را اخلې یو مشر هغه بل په ولې هغه بل بل په ولې.زما په اند عینا ددغه کا ریکاتور هدف ډیر صحیح اوپر ځا ی دی. نور بیا

  3. بلال واثق Reply

    ما دګران هیواد تاریخ په مکتب کښې دیفتالیانو ،کوشانیانو اوزردشتیانو چې داسلام دمبا رک دین تر راتګ دمخه وه بیا دپاچا (ظاهرشاه) تر حکومت پورې ما ویلی دی.ما په ګران هیواد کې دهیڅ افغان تر رهبرۍ لاندې داسې ظالم رژیم ما نه دی لیدلی لکه دبې دینه اومزدور تره کې او ده هغه دقاتل بې رحمه بانډ. زه وایم چې الله دې ګلبدین ، ربا نې او سیاف ددوزخ اورلوړنې کې چې خپل په منځ کې یې جنګونه سره شروع کړه اودغه جنا یت کاران فاتلان (خلقیان اوپرچمیان) روغ رمټ دګران هیوادڅخه ووتل.چې یووار دزړه دکومې چاهورا ویلې وې با ید محاکمه اووژل شویوای. دګران هیواد دبربادی لومړی درجه مسول کمونیستان او دویمه درجه مسول اخوا نیان دې الله دواړه ډلې تباه کړې.نوربیا

  4. بلال واثق Reply

    زما په اند بې دینه امین دامریکا جاسوس نه بلکې یو سر سخت کمونیست وو.ځکه تقریبا ټوله کودوتا امین کړیوه اود امین تر رهبرۍ لاندې سویوه.
    په تاند کښې مې یوه ورځ دعبدالرشید ارین دڅه هلو ځلو په باره کې مې په تاند کې یو مضمون ولوست خندا راته راغله چې افغانان دونده نا پوه نه دې چې دویم ځل دې دوطنفروشانو کمونیستانو حکومت ومنې!!!. کله کله مې دګلبدین ماما داخبره لیکلې مې تر سترګو شې چې انتخابات دې وشې! زه حیران شم چې ایا افغانان به دونده نا پوه وې چې ګلبدین اودده په مثال وطنفروشانو ته به رایه ورکوې؟؟؟؟؟

  5. بلال وثق Reply

    موږ افغانانو دهرچا (شورویان، ګاونډیانو، امریکایانو) بد مزه خوند وڅکی.اودغه رنګه دخپلو په اصطلاح په نامه مشرانو لکه تره کې ، امین ،کارمل ،نجیب ، مجددې ، ربانې ، اومر ، کرزی اوغنې چې تقریبا هرې ډلې بیشماره جنایتونه وکړه او تقریبا ټوله دبیګانه و په زور پر اولس مسلط شویوه.اوس باید افغانان دنړۍ اوګاونډیانو څخه زده کړه وکړواو دتیرو۳۶ کلونو پر بدو کارونو وخدای ته توبه او داولس څخه بخښنه وغواړې.او یو اوبل په غیږکښې سره ونیسې دورور په شان که هغه خلقې وې که مجاهد وې که طالب وې که اوسنی وې. ومن الله توفیق

  6. Sharif Reply

    ډیره په زړه پورې لیکنه او خورا مهم او ترزیاتې کچې پکې داسې معلومات هم وو چې تراوسه زما سره د پوښتنې په توګه لا ځوابه پاته وو. اوس راته څرګند شول. دا يوه په ډانګ پیلې خبره ده چې تل استعمارګر او تیري کوونکي همداسې کړه وړه لري او تل هغوی د خپلو موخو لپاره د خپل خیال ساتي او نه هم دپردي. له همدې باید افغانان پند او عبرت واخلي اود پردیو په اشاره د خپل افغان ورور وینه تویې نکړي.

  7. اټل Reply

    سلامونه ګرانه
    ډېر ښه او د معلوماتو ډک لیک دي کړی دی . او ځانګړي توګه بیا د شورویانو د یرغل پرېکړه دي ښه په کي څېړلې ده . خو زه دا وایم چي بیا هم یو څه سوالونه راپورته کېږي .
    که امین له شورویانو څخه د مرستې غوښنته کړې وي او ملګری یې وو بیا نو دی شهید ولې کړل شو؟
    په دې باب د پاکستاني سفیر حسین حقاني د کتاب هغه خبره را په یاد سوه چي وایي امین نه ده پاکستان ملګری وو او نه د شوروي نه د امریکا بلکې دی یو سرکش افعان ملت پال وو.
    په کومنټو کي مي ولیدل واثق صاحب ډې ر په غیر اخلاقي توګه چیغې وهي . افغانان نا پوهان بولي ؟ صاحبه ځان ته فکر وکړه چي دا وخت هم د تدبدب ښکار یې تر اوسه لا نه یې پوه چي څوک ښه ول څوک بد ول؟

  8. اټل Reply

    زیارمل صاحب د دې ژورنالست د انګلیسي نوم لا د دې فلم کوم ویب سائت که دي راته په ګوته کو نه منندوی به دي یم .

Leave a Reply to بلال واثق Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *