Categories

اعلان

Loading…

د عبدالباري جهاني غزل

پټ مي رویبار وویل سیلونه به له غرونو وي

پورته یکه زار به د ایلبند له ګودرونو وي

تور به وي له ښاره د جانان به یې شړلی وي

لار د محتسب به تر قیامته پر اورونو وي

هغه ورځ به شیخه ترزاو ته ویني وژاړې

ږغ چي د انصاف سي او میدان د حسابونو وي

ستا به هر عمل ته د ریا پړی په غاړه وي

زموږ به له ګریوان څخه تصویر د ښکلیو زړونو وي

ستا به پر تسپو د جنتونو حساب کښلی وي

زموږ او د جانان به بیرنګي د غزلونو وي

څو به د خیام په خوله کیسې د زمانې کوو

موږ ته دي په نغده کي خپل ویش د قسمتونو وي

ما ته مي استاد په وړوکوالي کي ښودلي وه

تور د زلیخا ته به تعبیر د زندانونو وي

ګوره جهاني چي تر جانانه مزل ورک نه کې

لار به د سکروټو وي حساب به د ګلونو وي.

576 total views, no views today

3 comments

  1. Rafiq Salih Reply

    سلام جهاني صاحب
    ډیره مننه ستاسی د ښه شعر څخه ، یو ځل مي پخوا هم ويلي وو چي شعر مو په ویلو ارځي
    په درنښت

  2. ajiz Reply

    ډیر ښکلی غزل دي ماشالله

  3. Amirmohammad Reply

    جهانی صاحب دیره مننه غزل مو دیر شکلی وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸