Categories

اعلان

Loading…

د موبایل ټېلفون خورا حیرانوونکی نوی ورژن

تاند- د الیکترونیکي وسایلو یوې جوړوونکې فرانسوۍ کمپنۍ داسي نلفون یا موبایل ټېلفون جوړ کړي چې سکرین یې مادي وجود نه لري خو د موبایل او کمپیوټر استفاده ورڅخه په لمسي ډول کېدای شي.

له لمسي نه منظور سمارټ دی. سمارټ یعني د ګوتې د لمس کولو په وسیله کارکوونکی، لکه په دغه ویدیو کې چې وینئ.

دا ټېلفون یوه کوچنۍ کره ده چې په لاس کېږي خو سکرین یا صفحه یې ستاسو پر مټ ښکاري.

دغه ټېلفون سیکرېټ برېسلیټ نومېږي یعني پټه کره یا دستبند.

دا ملفون په اندرویډ سیستم کار کوي، وای فای او بلوتیوت هم لري.

122 total views, 3 views today

4 comments

  1. ګنډېری Reply

    ریښتیا چې حیرانوونکی دی. د «پټه کره» پرځای که «پټ بنګړی» یا «پټه کړۍ» وکارول شي ښه به وي ځکه چې په انګلیسي کې بریسلیټ د پښتو بنګړي ته وایي. بل په اخره کرښه کې ملفون لیکل شوی چې ښایي هدف ترې ټیلیفون وي.

    1. تاند Reply

      کره د فارسي د دستبند معادل دی. بنګړي ته په دري کې (چوري) ته وايي چې ځیني پښتانه یې څولي بولي. او ملفون د موبایل فون لپاره نوی جوړ شوی معادل دی. یعنی هر ځای چې ّځئ درسره مل دی

    2. نصرت الله Reply

      مهربانی وکړی د اندروید سیستم نه څه مطلب دی که روښانه شی دا به ښه وی

  2. ګنډېری Reply

    بېخي پوه شوم. مونږ هم «کره» کاروو، ما ناسم فکر کړی وو، «کره» مې د ک په پېښ لوستې وه، د ک په زور مونږ هم کره لرو. او د ملفون ټکی مې هم خوښ شو، کور مو ودان.

Leave a Reply to ګنډېری Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *