Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزارت وايي، نور پر ملاعمر او نورو طالبانو برید نه کوي

تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې له روان ۲۰۱۴ کال وروسته به د ملا عمر او د طالبانو د نورو مشرانو د نیولو یا وژلو هڅه ونه کړي مګر دا چې دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته مستقیم خطر پېښ کړي.

پینتاګون وايي چې که څوک طالب وي نو معنا یې دا نه ده چې امریکا به یې په نښه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي طالبان په دوو برخو ووېشل، جنګي او غیرجنګي ډلې. ده وویل، هغوی چې پر موږ برید کوي، موږ به یې هم نه پرېږدو، خو هغوی چې جنګ نه کوي، موږ هم ورسره کار نه لرو.

تر دې مخکې نورو امریکايي چارواکو هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان به پر هغو وسله والو طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي چې پر افغان امنیتي ځواکونو حملې کوي.

په تېرو دیارلس کلونو کې له ملا دادالله پرته، د طالبانو هیڅ مهم مشر د افغانستان په خاوره کې نه دی ویشتل شوی. د طالبانو اکثره مشران په پاکستان کې وروسته له دې وژل شوي یا نیول شوي چې پر هغو د افغانستان له حکومت سره د اړیکو شک شوی دی.

امریکا غواړي چې په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ پوځیان پرېږدي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکړي.

460 total views, 2 views today

8 comments

  1. حکمت الله روحانی Reply

    اوس یی نو خوند ته ګوری یارانو – یهودیان او نصرانیان هیڅ کله د مسلمانانو دوستان نشی کیدای هیڅ کله هم نه

  2. Khan Reply

    خو د محمد عمر تر مشرۍ لاندې یې تر دې دمه ټول مشران دوستان دي.

  3. عبدالبصیر صافی Reply

    زما په نظر دامریکایانو مطلب پوره شوه اوس که افغانان مری او که پاته کیګی ددی پری څه
    کرزی صاحب هم داچغی وهلی چه قراداد به امضا کړی خوبیا به په خپلو هډو کی ننوزی او افغانان به هر ورځ په وینو کی لمبیږی

  4. اسدالله Reply

    یاران به تول سره یاران وی پکشی به گیر وی دا رامبیل چامبیل گلونه

  5. Hekmat Reply

    It shows a change in policy of the United States of America, we don’t have permenant foes or friends in the world.

  6. ظریف Reply

    تاند تل داسي پوچو او بې معنا خبرو ته هوا ورکوي خو دنړۍ انسانان ټول پو هیږي امریکا چي دامیر المؤ منین په اړه په څومره اندازه دښمني لري که امریکا دچل فریب او شیطانت نیت نه لري نو دي دده پر سر ایښودل شوی انعام لغو کړي !!

  7. Toorabaz Khan Babazai Reply

    ظریف خان د پیل په غوږ کی ویده دی
    د امریکا دفاع وزارت د دفاع وزیر ویاند وایی چی په ملا عمر حمله نه کوی او تا ته دا خبره پوچه ښکاری
    که دې دا ویلی وای چی امریکا مخکی هم ورسره غرض نه لرلو بیا به دې خبرې لږ څه وزن پیدا کړی و.
    د پخوانی ولسمشر خبرې به دې نه وي لوستی
    ایمیل فیضی بي بي سي ته څه ویلي
    د دې خبر له لوستلو سره مې فوراً د پخواني ولسمشر، حامد کرزي وروستی رسمي سفر امریکا ته په یاد شو او کوم مذاکرات او حقایق چې هلته د طالبانو په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څرګند شول.
    له نوموړي سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ‪ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی
    پخواني ولسمشر، کرزي فوراً ورته وویل ‪ چې داسې ده امریکا ولې د هغه د نیولو اقدام نه کوي؟ امریکا د هغه پر سرپه میلیونونه ډالر نقدي انعام ایښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږي او د طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو او د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچۍ کې دی؟!‪
    جان کيري جمهور رییس کرزي ته قانع کوونکی ځواب نه درلود، خو دا یې وویل چې جنرال کیاني وایي چې ملا عمر زموږ ترنظارت لاندې دی.

  8. خاورین Reply

    د تاند نه مننه چي د ټولو نه مخکې مو ه تازه پیښو خروي.
    دا خبر نن نورو رسنیو خپور کړی خو تاند د دوی نهوړاندي نشر ته سپارلی دی
    لا هم بریالی اوسې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2