Categories

اعلان

Loading…

د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره څه په کار دي؟

احمد مدثر-

ملګروملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په تیرو یوولسو میاشتو کې د جګړې د تېزولو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۴۲۹ ټپي شوي دي او په دې ډول دا کال د عامو افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د تیر کال په نسبت سږ کال ملکي مرګ ژوبله ۱۹ سلنه لوړه شوې ده. او د دې مرګ ژوبلې ۷۵ سلنه د طالبانو پر غاړه اچول شوې او پاتې سلنه بې برخلیکه بلل شوې ده. ملګري ملتونه چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی نړیوال سازمان دی او له موخو څخه یې یوه دا ده چې په خپلو چارو کې به بې پرې وي نو دا راپور ته په کتو سره لازمه دا وه چې په دې راپور کې ټولې برخې څرګندې شوې وی هڅه شوې وی چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې مهمې او ممکنې حل لارې وړاندې کړې وی. راپورونو ته په کتو سره لیدل کیږي چې ملکي مرګ ژوبله ورځ تر بلې لوړیږي او د تیرو کلونو په شان د موسم تاثیرات چې مرګ ژوبله به پکې لږ کیدله هغه هم خپل ځای له لاسه ورکړی دی. دا خو جوته وه چې د بهرني پوځي ائتلاف په پای ته رسیدو سره به افغان امنیتي ځواکونه ډیره قرباني ورکړي ځکه چې د جګړې لومړۍ کرښې خپلوي خو تمه نه کیدله چې د امنیتي ځواکونو په مسوولیت اخیستو سره د ملکي افغانانو مرګ ژوبله لوړه شي. ‎ځکه چې د وسلوالو مخالفینو یو همدا لوی شرط و چې د بهرني ځواکونو په وتلو سره به موږ سوله کوو او له جکړې څخه به لاس اخلو. خو اوس ددې لويې ملکي مرګ ژوبلې ستره برخه د طالبانو پر غاړه ور اچول شوې ده او طالبانو دا راپور رد کړی دی او هغه یې یو اړخیز بللی دی. نو دا ډول راپور چې تر ډیره پر حقایقو نه وي ولاړ او هڅه شوې وي چې د یو بل لوري پر غاړه مسوولیت ور اچول کیږي نو دا د ملګرو ملتونو پر نړیوال حیثیت او بې پريتوب لوی منفي اغیز اچوي. او سولې راوستلو ته خنډ او ځنډ ایجادوی شي.

نوي افغان حکومت په تیرو لمړیو ورځو کې وویل چې له امنیتي مسوولینو څخه یې د داسې یو طرز العمل د تیارولو غوښتنه کړې ده چې له مخې به یې ملکي مرګ ژوبله ډیره ټيټه شي. ددې طرزالعمل د ترتیب کولو کار نیږدې یوه نیمه میاشت وخت ونیو خو داسې ښکاري چې هغه یو سپین او مستند تبیلغات و چې د هیواد د یوې لوړې مرجع او لمړي شخص له آدرس څخه وویل شول. هیله کیږي چې جدي اقدامات وشي.

په یاده مرګ ژوبله کې ۲۵ سلنه داسې څرګندیږي چې دا سلنه افغان امنیتي ځواکونو او بهرني ځواکونو ته اړوند کیږي. راپور چې د بشري حقونو اړوند څانګې تیار کړی دی نو په دې بې پرې نه ښکاري چې د دوی له ایډیالوژۍ او ستراتیژۍ سره بیا په ټکر کې راځي ځکه چې بهرني ځواکونه او افغان امنیتي ځواکونه هغه حقوقي شخصیتونه دي چې بشري حقونو میثاقونه او تړونونه یې منلي دي نو که د ملکي مرګ ژوبلې ریښتینې شمیره څرګنده شي ممکن چې ژموږ ملي او نړیوالې بشرپالې ژمنې تر پوښتنې لاندې راشي. د بهرنیو ځواکونو محاربوي ماموریت په ناکامۍ سره پای ته ورسید او تر شا یې ګرمه جګړه پریښوده، د ترهګرۍ اصلي جرړې یې په بله جغرافیه کې وې خو دوی خپله انرژي په ملکي افغانانو ضایع کړه. د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړیږي او د بهرني ائتلاف ماموریت ملکي کیږي او غواړي چې وروسته له دې له افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې، ملاتړ او مشورې ورکولو په برخه کې همکاري وکړي. افغان حکومت ته په کار ده چې له فرصتونه څخه لویه استفاده وکړي په ملکي برخو کې او نړیوالو چې کومې ژمنې کړې دي له هغه څخه د یو میکانیزم په چوکاټ کې کار واخیستل شي. او هڅه د وکړي چې د ملکي مرګ ژوبلې د را ټیټولو لپاره د جدي ګامونه پورته کړي دا جدي ګامونه باید دا وي چې تر هرڅه د مخه باید د امنیتي ځواکونو عملیاتو ته یو طرزالعمل تهیه شي چې په هغه کې د نافذه قوانینو او بشري میثاقونو رعایت برخلیک ټاکونکی اصل وي، افغاني عنعناتو د لا پوهاوي په خاطر د امنیتي ځواکونو روزنه لازمه ده ځکه ډیری وخت افغانانو ته خپل لباس د جرمي شک او تور سبب شوی دی نو ښه دا ده چې ځواکونه داسې وروزل شي چې له مخې یې افغان امنیتي ځواکونه په غوره مسلکي ځواکونو بدل شي او د مجرم په پیژندنه کې لازم مهارتونه خپل کړي او هم په کار ده چې بهرني ځواکونو ته په عامه لارو د تګ را تګ اجازه ور نه کړل شي بلکې ښه دا ده چې بهرني ځواکونه په خپلو اډو کې له ښار او کلي څخه لرې ځای پر ځای پاتې شي څو وسله والو مخالفینو ته د بریدونو توجیه له منځه لاړه شي. که په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه شي نو دا د مرګ ژوبلې لوی مسوولیت تر ډیره د افغان حکومت پر غاړه اچول کیږي ځکه د ولس او خاورې اصلي ساتونکي دوی دي.

ملګري ملتونه د له افغان حکومت سره د وسله والو مخالفینو د پخلاینې هڅې ګړندی کړي او په خپله بې پریتوب سره د داسې لارې چارې وکاروي چې په پایله کې یې افغان سوله ټینګه شي ځکه چې د افغانستان بې ثباتي د سیمې او نړۍ امنیت ته یو لوی خطر دی نو ملګري ملتونه باید په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي او په پایله کې به هغه څه لاس ته راشي کوم چې د ملګرو ملتونو د منځته راتګ بنسټ تشکیلوي( سوله او امنیت).

وسله والو مخالفینو ته په کار ده چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل شخصیت په سیاسي مخالفینو بدل کړي ځکه چې اوس ستاسو محاربوي فعالیت ته هیڅ شرعي او قانوني توجیه نشته بهرني ځواکونه خپل ماموریت پای ته رسولی او اوس په افغانستان کې یو غیر محاربوي ماموریت پر مخ وړي. طالبانو ته مناسبه ده چې د افغانانو د سر زیان د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي او کله چې دوی په یوه اعلامیې سره د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو راپورونه ردوي او هغه بې پرې نه بولي، نو پر طالبانو لازمه ده چې د تورونو د سپیناوي لپاره خپل موثق اسناد او شننې ولس ته وړاندې کړي.

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *