Categories

اعلان

Loading…

په ښایستونو میین / محمد نعمان دوست

 سالاب د لغمان د الینګار ولسوالۍ یوه شنه دره ده. د دې درې په منځ کې رود روان وي. د رود په غاړه د چارمغزو، امبلوکو او توتانو ونې لکه پیره دارې ولاړې وې.

د توتانو وخت کې لکه د کومې نازولې د مرجانونو لړ چې د رود په غاړه شلیدلی وي، د اوبو پر سر، سره توت روان وي او ډله ـ ډله هیلۍ ورپسې غاړې اوږدوي.

دې دره کې یو ځل بمبار کې ګیر راغلم. بمبار سره مخ کیدل مې لومړی ځل و، د کلي ګڼې میرمنې او موږ ماشومان له یوې لويې ډبرې لاندې ننوتلو.

 ډبرې لاندې لوی سوری و او دا د بمبار په مهال، ښه پناه ځای و. له هر بم سره به غرونو چیغې کړې او داسې شور به جوړ شو لکه غرونه چې هم د درې د خلکو په ویشتلو ځوریدل.

د الوتکو غږونه ورک شول، له ډبرې را ووتو، د ډبرې مخ څو ځایه مرمیو تراشلی و، خو موږ خوندي وو. څو کاله وړاندې یو ځل بیا دغې درې ته لاړم، حالات بدل و. دا ځل د سره پوځ او د هغوی د ګوډاګیانو ویره نه وه.

په هوا کې د چورلکو او جیټانو په ځای مرغان ښکاریدل چې د دې درې له ښکلا یې خوند اخیسته. د بمبار خاطرې مې تازه شوې.

 هماغې ډبرې خواته روان شوم، خو د یوه کور منظرې پښه نیولی کړم: د لته معمولاً کورونه له ډبرو جوړ وي، د دې ډبرین کور مخې ته د بمونو او راکټونو پوچکونه ولاړ و او له هر پوچکه رنګینو ګلانو سرونه راښکلي وو . ما ویل، آه خدایه! زموږ خلک څومره په ښایستونو میین دي، خو څو بدرنګه یې دغې مینې ته نه پریږدي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

141 total views, 1 views today

4 comments

  1. abdul wali Reply

    هر سه می لیدلی وو خو ادبی غلامی نه وه لیدلی

  2. سلطان Reply

    عبدالولي ډېره بې انصافي کړې ده. ښاغلی نعمان دوست د افغانستان یو ښه لیکوال، یو خواخوږی انسان او د ملت په درد درمن شخصیت دی. د ده په باره کې داسې تصور ایجادول چې مطلب یې ګویا خپل نه دی، لویه بې انصافي ده. زه داسې تصور کوم چې د افغانستان د لویو لیکوالو خلاف یو کمپاین روان دی چې شاید د آی ایس آی پکې لاس وي.

  3. سمیع Reply

    عبدالولي بې انصافي نه ده کړې جک یې وهلي دي. د دوست په شان ښه لیکوالان کم لرو. خدای ذدې یې په قلم برکت کړي.

  4. حامد Reply

    په ریښتیا هم چې ډیره ښایسته دره ده لکه چې دوست صاحب ویلي، خو افسوس چې دا وطن موږ پخپله په دوزخ اړولی دی، آیا موږ افغانان په ریښتیا هم په خپل وطن ارزو؟؟؟!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2