Categories

اعلان

Loading…

زموږ پيسې، زموږ مسووليت/ ډاکتره فهيمه عليزۍ

يو مهال په مالاوي کې اداري فساد اوج ته رسېدلی و، خو د ولسي وګړو او مدني ټولنو د غړو هغه شعار چې د فساد د مخنيوي لپاره يې را مخته کړ ((زموږ پيسې زموږ مسووليت)) خورا اغېزمن پرېوت.

دوی کوټلي ګامونه پورته کړل، په ټولو هغو دولتي او نا دولتي پروژو يې څار پيل کړ، چې د هېواد لپاره به يې پلې کېدې، ځکه چې تر هغې د مخه د لګول کېدونکو پيسو او بودجو ډېره برخه د چارواکو له لوري شخصي جيبونو ته تله.

په افغانستان کې د اداري فساد پديده په تېره يوه لسيزه کې خورا زوروره شوه، دا ځکه چې د نړيوالو بې پورسه مرستو او د هغه نه کنټرول او ناسم موديريت دې ته لاره اواره کړه، چې ددې مرستو ډېره برخه حيف او ميل شي، شخصي جيبونو ته لاړه شي او يا هم بېرته همغو هېوادونو ته ستنه شي، چې را استولې يې وه.

په افغانستان کې د تېرې دورې يوشمېر وزيران، معينان، واليان، ولسوالان، رييسان او ان هغه قومي مشران چې مرستې يې له لارې لګول کېدې په فساد کې ښکېل وو.

د برېښنا وزارت يوه چارواکي راته کيسه کوله، چې په يوه ولايت کې يې د برېښنا بند د ترميم سروې وکړه، دې بند ته بودجه منظوره شوې وه، خو کله چې له يوه قومي مشر سره خبرې وشوې، هغه غوښتنه وکړه، چې دا پيسې دې د دوی په واک کې ورکړل شي، دوی به يې ولګوي او څار به پرې وکړي، نو وزير په شاه شو، ياده پروژه يې پرېښوه، ځکه چې ياد قومي مشر تر دې وړاندې هم د يوه سړک د منظورو شوو پيسو ډېره برخه فساد کړې وه، باور پرې نه وو.

شايد دا به مې زياتی نه وي کړی، چې ووايم د افغانستان د تېرې دورې ډېری چارواکو ان لا په بهرنيو هېوادونو کې هم د ځانونو لپاره بنګلې جوړې کړې او په کور د ننه خو يې لوی لوی کاربارونه روان کړي دي. د دوی ډېريو تر موقت حکومت د مخه هېڅ نلرل، ان د شپې په يوه مړۍ ډوډۍ پورې حيران وو.

موږ په داسې يوه بې وزله هېواد کې اوسيږو، چې هرڅه مو د بل په زاريو او او لاسينوي پورې تړلي دي، که راسره څوک مرسته ونه کړي، نو ان دولتي ادارې به مو هم په ټپه ودريږي، ځکه چې موږ خپله د زضاکارو سيستم نلرو، د خپل وطن او خاورې په برخه کې د مسووليت احسا مو مړ دی.

په افغانستان کې د اداري فساد پرضد مبارزه یوازې تورونو ته محدوده پاتې شوې ده، داسې ښکاري چې له مشر تر کشره یو هم په جدي ډول د دې ماجرا پر ضد ریښتیني ګام نه دی پورته کړی او تېره ۱۴ کاله همداسې تېر شول.

که په راتلونکي کې هم د سالمې حکومتدارۍ لپاره د کار هوډ لرو، نو پکار ده، چې تور او سپین معلوم شي او د دې بېوزله ولس د هغو امکاناتو پوښتنه وشي، چې د یو څو کسانو او کورنيو تر منځ وېشل شوي دي.

ددې ترڅنګ چې اداري فساد د ښې حکومتولۍ ستنې کاواکه کړې دي، ګڼې نورې ستونزې يې هم زيږولې دي، ان د ناامنيو په برخه کې ورته اشاره کولای شو.

که مو د پوليسو او اردو معاشونه په خپل وخت ورکړل شوی وای، که يې د پوځ د وسلو او مهماتو پيسې نه وی ورکې شوې، که د دوو لېټرو تېلو په ځای يو لېټر لګول شوی واي، نو بويه چې د بهرنيانو له وتلو سره به موږ ډېر څه په خپل واک کې لرل او اوس به د تېرې لسيزې په څېر ناچاره نه وو.

په تېرو ۱۴ کلونو کې د دولت او خلکو ترمنځ همدا فساد د واټن رامنځ ته کېدو لامل شوی، د ولس له لوري يې په حکومت باورونه دومره کمزوري کړي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې يې هم تر شاه نه ودريږي او د خدمتګار په نظر نه ورته ګوري.

د افغان حکومت په ادارو کې شته نا انډولي، د ښو خدمتونونه نه وړاندې کول، د فاسدو او غیر مسلکي کسانو ګمارل په لوړو پستونو، د ولس حقونه د یوشمېر زور واکو او چارواکو لخوا تروړل، دا ټول د ورسته پاتې والي لامل بلل کېږي، چې سرچينه يې فساد ده.

خو ولس او مدني ټولنو هم خپل رول هغه ډول نه دی ادا کړی، لکه څومره چې ورته اړتيا وه. که ولس د مالاوي د خلکو په څېر خپلې پيسې خپل مسووليت بللی وای، نن به تشې خزانې ته نه بلکې ډکې خزانې ته ناست وو، نن به مو د پرمختګونه څرک له ورايه لګېده، خو افسوس چې هېچا هم خپله ونډه کار ونه کړ.

274 total views, 2 views today

1 comment

  1. Dr.h.z.SAFI Reply

    Salamoonah,
    Drs. sahebe A`lizey F. khor ddery shey noqte ta ishara karry dah.
    Zmong khpal poliey vahed (AFGHANIY) pa dderiyo vilayato aw serhadato ki na chalegy; Caldary mordary; Toman moman, Doller maller! ; Riyal miyal, dinar minar, derhem merhem!!etc……
    Dohem motafakkir sahb ter osa khpal muqam na pejany,
    Millat ya ulus hetsz na dey malamet. Fesad ttol pa hagho karryo ke dey che taso yi porta yadawanh karry dah.. Allah de ttolo ta seza aw djeza verkrry.Aammien.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2