Categories

اعلان

Loading…

یو غلط تعبیر/ اًمید زهیرمل

که څه هم په هېواد دروانې جګړې او د بې ګناه افغانانو وژل کېدو لاملونه ګڼ شمېر دي او دبېلابېلو ناخوالو له امله دغه جګړه او افغان وژنه روانه ده، مګر یو له دې ټولو مهم او ستر لامل زموږ غلط تعبیر دی.

په افغانستان کې نږدې هره ورځ د بې ګناه انسانانو وینه توییږي، هره ورځ له ډیرو په یوه او بله نامه سر غوڅیږي، هره ورځ د ډیرو سینه د پردیو مرمۍ په یوې او بلې فتوی سره سورۍ، سورۍ کیږي،هره ورځ یو څوک د ورک او نامعلوم هدف ښکار ګرځي او کور یې له ټولې کورنۍ سره له یوې مخې هدیره جوړ شي.

خو له دې ټولو عجیبه تعبیرونه اخېستل کیږي، داسې تعبیرونه چې د ډیرو خلکو د مرګ جواز له ځان سره لري.

دلته یو شمېر د خپل غلط تعبیر له مخې زما د هغه زلمي مرګ ته جواز ورکوي، چې سر په لاس د خپلې خاورې او ناموس ساتلو لپاره تر غر ختلی، یخه هوا، وږې خېټه او وچې شونډې یې د ژوند هدف او لوړ مورال نه شي کمزوری کولای او نه یې هم د مرګ وېره پښې لړزولی شي. خو په کلي د همدغه شهید غلط تعبیر او تصویر خپرېدو، د شهید په جنازه کې نه ګډون او نورو غلطو خبرو دداسې ځوانانو مرګ مجاز کړیدی.

دلته زما هغه لوړ لوستی ځوان چې له ږیرې او بریت خریلو وروسته ستا په سیمه کې ستا د پرمختګ لپاره هوډ لري، ستا د کور دروازه ټکوي، له تا غواړي لومړۍ ستونزې دې ورسره شریکې کړي، له تا غواړي د لومړنیو اړتیاوو په اړه دې ورسره وغږیږي، له غواړي د پل، سړک او برېښنا کوټ په جوړلو کې دې ورسره نظر شریک کړې خو ستا ناپوهي او غلط تعبیر د هغې وژلو ته هم جواز ورکوي.

دلته ستا د راتلونکي نسل د روزلو لپاره د قران او احادیثو په رڼا کې زما ښوونکی له تا غواړي مرسته ورسره وکړي، چې مسجد سره ښوونځی هم پرانېستل شي، غواړي له نړۍ سره دې ماشوم سیال شی، غواړي له تورو ایرو لال رابرسېره او په نړې کې یې وځلوي، خو ستا غلط تعبیر او پر هغې د شیطاني جال خپرولو ټاپه د هغې د وژلو فتوا هم صارده کړي.

دلته نالوستی او له خلاصې، خلاص شوی په سپینه جامه کې پټ شیطان، دخپل بادار په الهام او امر اخېستو سره له ځان په جوړ شویو مسلو او غلطو تعبیرونو زما دټولنې د ګمراه کولو هڅه کوي، خو هغه زلمی چې د قران او احادیثو په رڼا کې یې ځواب ورکوي، ستا د غلط تعبیر له مخې ګمراه او کفري ټاپې سره مخ او مرګ یې مجاز ګڼل کیږي.

دلته بیک ترشاه پوهنتون ته تګ له اسلام انحراف بلل کیږي، دلته ښوونځي ته په پلتون کې تګ د پردې کلتور او اسلام سره په ټکر کې مسله ده، دلته په دولتي ادراتو کې کار او له هغې ځان او خپلې کورنۍ ته د حلال رزق پیدا کول هم د کافرو مرسته ګڼل کیږي او بیا وروسته یې د ژوند اخېستو نقده امر هم ستا دغلط تعبیر له امله دی.

دلته د ښځو زده کړه کفر، ښوونځي ته تلل کفر، دقران کریم زده کړې لپاره مدرسې ته تلل هم ستا دغلط تعبیر له مخې کفر وګرځېدل او دهمدې غلط تعبیر له مخې د ناموسي وژنو لړۍ هم تر اسمانه ورسېده او د ډیرو ژوندي، نه پرېښودو ته یې مجاز ور کړ.

دلته له کوره وتل بې حیایي، دلته له بل سره مرسته کول مطلب پرستي، دلته له ستونزو وروسته د لاس اوږدول مکر، دلته په ناخوالو کې راګېرېدل د اعمالو جبران ګڼل ټول ستا دغلطو تعبیرونو له امله دي.

نو خانه! هر څه ستونزه په تا او ستا په غلطو تعبیرونو کې ده. لومړی دې له خپلې تېروتې مفکورې راپیل کړه، سم تعبیرونه وپلټه، سم درک پیدا کړه او بیا د نظر او حکم کولو لړۍ جارې کړه.که داسې ونکړې زیاتې د ډیرو بې ګناه انسانانو د وژنو مسولیت هم ومنه او ځان دې بیا د یوه درانه حساب و کتاب لپاره اماده کړه .

151 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸