Categories

اعلان

Loading…

امریکا د ګواتنامو ۴ بندیان افغانستان ته ولېږل

تاند- د ګوانتنامو له بنده ۴ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته ولېږل شول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د ګوانتنامو محبس بند کړي او د دغه بدنام زندان بندیان خپلو متبوع هیوادونو ته وسپاري.

اوباما له ۲۰۰۹ څخه یوه ضربه قوه ګومارلې چې د ټولو بندیانو دوسیې وڅېړي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې محمد ظاهر، شاه ولي خان، عبدالغني او خیالي ګل افغانستان ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د حکومت سرچینو د دغو کسانو د ورسپارلو خبر تایید کړ، ویې ویل چې له طبي معایناتو وروسته به یې خپلو کورنیو ته وسپاري.

په ګوانتنامو کې لا هم ۱۳۲ بندیان ساتل کېږي چې د هغو په منځ کې ۸ تنه افغانان دي.

شپږ تنه نور، چې څه باندې لس کاله په دغه بند کې بندیان ول، یوروګوای ته ولېږل شول څو هلته د کډوالو په توګه ژوند وکړي. پر هغوی د جرم کوم تور نه و لګول شوی.

له ۲۰۰۹ څخه را په دې خوا په یو وار دومره زیات بندیان له ګوانتنامو څخه نه ول خوشي شوي.

دا کسان وروسته له دې خوشي کېږي چې د امریکا د کانګریس مشرانو جرګې د سي آی اې له لوري د بندیانو د شکنجې په باب راپور خپور کړ.

258 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸