Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ناببره کابل ته راغی

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن ناببره کابل ته راغی چې د افغانستان له ملکي او پوځي چارواکو او په افغانستان کې د ناټو له قومندانانو سره خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو وویل چې جنرال راحیل شریف به احتمالاً په پېښور کې پر ارمي پبلک ښوونځي د سې شنبې د ورځې د حملې په باب له افغان چارواکو سره وږغېږي.

د پېښور په پرونۍ حمله کې، چې پاکستاني طالبانو یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۱۴۱ تنه ووژل شول.

افغان طالبانو دا برید وغانده او نن یې په خپله په لشکر ګاه کې د کابلبانک پر څانګه برید کړی دی. ځیني پاکستاني کارپوهان د پېښور په حمله کې د افغانستان استخباراتي اداره (ملي امنیت) په لاس لرلو تورنوي او وايي چې ممکن افغانستان دا کار د کابل ښار، د هلمند د ماین پاکانو او د کونړ د دانګام د حملو په غچ کې کړې وي.

پرون د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپل هیواد د حکومتي سرچینو په قول ادعا کړې وه چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د خپلو ملاتړ کوونکو په مستقیم هدایت فعالیت کوي او د طالبانو مشهور قومندان عمر ناړۍ د حملې اصلي طراح دی.

دا احتمال هم شته چې د هلمند د لشکرګاه نننۍ حمله د پېښور د پروني برید په ځواب کې وي.

راحیل شریف تېره میاشت هم کابل ته راغلی و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې راحیل شریف به له افغان چارواکو سره د تروریزم پر ضد د همکارۍ او د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د ځالو د له منځه وړلو په باب خبرې وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویندوی عاصم بجوا څو شېبې مخکې په ټویټر کې ولیکل چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز کابل ته په خاص سفر روان شوی او له هغه سره د آی ایس ای مشر هم ملګری دی.

د بجوا په وینا د پاکستان د پوځ دا دواړه چارواکي به د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د ایساف له قومندان سره وویني.

37 total views, 1 views today

3 comments

  1. sayed Reply

    وای مه کوه په چا چی و به سی په تا ! چی په نس کښی یی د باده څخه د وتلو لاره ورکه ده اوس نو کابل ته راروان دی موږ چی دواړو غاړو ته په اورکښی سوځو خولی مو ورته له ډیرو ویلو تڼاګی وکړی .

  2. sangari Reply

    za hagha talib ta khanzir wayam che khpal begunah khalak wazhni wa qatal ye rawa gani aw da noro malkuno sara dase amal narawa gani aw ghamshareki warsara kawe laanat pa dase khanzir talib laanat padase najas aw kasif wa mordar khanzir talib che de khpalo begunah musalmanano watanwalu weena bahal aw qatle aam rawa gani eqqq tufff satase pade manhuso kasifo khanziro sero tase de Islam nom bad kar laanat pa tase khanziranu wayam che ma sara qudrat wai tul me da tank lande kawalai aw yaw yaw me mordarawalai da jahail da kasif aw khanzir nom tase sara der khaye tufff lanat pa tase!

  3. غلام قادر: Reply

    ما افغانها ضرب المثل مشهور داریم: چراغ ظلم ظالم تا دم محشر نمیسوزد اگر سوزد شب اول شب دیگر نمیسوزد و هم چنان چاه کن در چاه است. میگن که وزیر دفاع پاکستان یک روز بعد از حمله مرگبار محاجمین بالای مکتب حربی که توسط اردوی پاکستان رهبری و حمایت میشد و اطفال اعضای ارشد اردو و سازمان استخباراتی پاکستان (ای اس ای) در آن مشغول آموزش بودند به کابل آمده است. او ممکن با دو پیام به کابل آمده باشد: 1) اطمنان به افغانستان که مشترکآ با افغانها کار میکنند و گذشت را صلوت میگویند و 2) اینکه از افغانستان شکایت کنند گویا افغانها (حکومت) در قضیه دیروز پشاور دست دارد و ممکن عده را متهم به دست داشتن در آمورات پاکستان کنند
    پاکستان از سیاست استفاده سو از دین و مذهب سچه اسلامی همواره به نفع خویش کار کرده است و آتش و مسلمان کشی و ویرانی کشور مسلمان افغانها را منحیث یکی از اهداف خویش همواره بپیش برده و به نحو از آن دفاع کرده است. از طرف دیگر با تربیه و ترویج ترور در کشمیر هندوستان دست زده است اگر چی از سالهای 2002 هنگامی که بر ولسی جرگه و سنا هند حمله شد اخطار هند به پاکستان سبب کاهش تنش در کشمیر شده است. ولی هنوزه هم پاکستان به تربیه ترویج و تمویل ترور از طریق مدارس اسلامی علیه افغانستان نفع برده است و چنین فکر میکرده است که گویا بعد از خروج قوای ناتو دوباره سرزمین مرد خیز افغانها بدست اجیرن طالب شان قرار میگیرد. مگر غافل از آنکه حالا دهه 1990 میلادی نیست که همه چیز بدست ای اس ای باشد. اکنون آنهای را که پاکستان از خو میدانستند و همواره علیه افغانستان و هند بکار میبردند دیگر اعتماد به ای اس ای ندارد زیرا آی اس ای بیشتر از اعضای القاعده و طالبان را دست بسته به آمریکا تحویل داده است و اکنون به پاکستان و ای اس ای منحیث دشمن نگریسته میشود. از طرف دیگر تحولات در عراق و سوریه منجر به ایجاد گروه داعش شده که اجندای پاکستان را به پیش نمیبرد زیرا داعش گفته است که طالبان اففانی به خاطر اسلام نه بلکه بخاطر منافع پاکستان میرزمند و گفته میشود که آنها سرحدات را در بین کشورهای اسلامی دیگر برسمیت نمیشناسند که خطر بلقوه را به تجزیه پاکستان متوجه ساخته است. حمله آخیر به پشاور نشاندهنده آن است که پاکستان به مسیر غلط راهی است و دارد کنترول بر گروهای تندرو اسلامی را از دست میدهد. همه شرر اندازیهای پاکستان در هند و در افغانستان سبب شده است که اسیب بزرگ به اسلام و جهاد و افتخارات که مردم افغانستان در شکست روس به دست آورده بودند زند و هم خود این کشور در آتش خود افروخته بود حالا دارد میسوزد. از جندین سال بدینطرف افتصاد این کشور رو به زوال بوده و وابسته به کمکهای آمریکا و سایر کشورها شده است و در بخش سیاسی نیز دستخوش هرح و مرج و نآرامیها است که مثالهای آن جنگهای قبیله وی بین پشتونها و سندیها در کراجی و آزادیخواهی بلوچها در بلوچستان شده است.
    اگر پاکستان بزودی تغیرات را در سیاستهای خویش بمیان نیاورد به گفته کارشناسان پاکستانی ممکن شاهد حادثه داکه دوم شود. در حادثه داکه پاکستان بنگلادیش را از

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *