Categories

اعلان

Loading…

بې لومړیتوبه ولسمشر/ ډاکتر ځلاند

د لیډر شیپ ( رهبرۍ) د زیږون یوه مهمه بیلګه د پیښو وجود دی، کله چې په هیوادونو کې ستر ناورینونه را منځته کیږي، د ولس او نوښت په مټ ځینې بیداره وجدانونه د سترو رهبرانو په شکل را څرګندیږي، د سویلي افریقا د اپارتاید پیښه د نیلسن منډیلا د را پیدا کیدا سبب وګرځیده، په هندوستان کې د انګریز شوم استعمار د ګاندي د زیږون سبب شوه، ولي زمونږ په ګران هیواد کې چې له تیرو څلورو لسیزو کوم ستر ناورین ( د افغان وژني ) تر هدف لاندې روان دی، لا هم د کوم بیداره وجدان د را پیدا کیدو په لټه کې دی. د ولسمشرۍ د ټاکنیزې مبارزې په اوږدو کې ډاکتر صیب اشرف غني ته د افغان ولس را ټولیدا او بیا د ولس باور په همدې هیله ترسره شو چې ګوندې زمونږ ورک ارزښت به تر لاسه شي، دا بې سر پوښه ملت به بلاخره د وخت د توپان او جبر په وړاندې شین اسمان ولري، خو داسې ښکاري چې دا هیلې نورې مخ په تتیدو دې.

اشرف غني احمدزي په ټاکنیزه مبارزه کې پخپلو ویناو کې ګڼو داسې ستونزو ته اشاره کوله چې خلکو به ویل، دا سړی خو زمونږ له زړونو خبر دی، دا سړی ددې وطن په حال او درد خبر دی، همدا خبرتیا ددې لامل شوه چې ولس د تمې خلاف د اشرف غني تر شا په داسې میړانه ودریده چې په دویم پړاو کې په لوی توپیر بریالی کړ، خو دی لکه چې په دې خبر نه و، ځکه یې افغان ملت ته شا کړه او په یوه سیاسي معامله کې ولویده، د ملت ټولې غوښتنې او هیلي یې له خاورو سره خاوري کړي.

له ډاکتر عبدالله سره په معامله کې یې بیا ولس ته ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت تر نامه لاندې جوړښت به د افغان ولس لومړیتوبونه ( سوله، ټیکاو، پرمختګ ) ته لاره هواره کړي، په همدې هیله یې له ولس سره ژمنه وکړه چې په لومړنیو سلو وروځو کې به افغان ولس ته د خپل پنځه کلن حکومت د پیل ازموینه ورکوي. پخپله لومړنې وینا کې د ابوبکر صدیق رض خطبه تکرار کړه، ولس یې وننګاوه چې کې دی په غلطه وي نو لارې ته به یې راولي، په ستره محکمه او څارنوالي یې غږ وکړ چې د فساد دوسیې دې ژر تر ژره وڅیړي او د فساد د جرړو د باسلو د پاره دې لاس په کار شي، په امنیتې سکتور یې غږ وکړ چې د هیواد امنیت تر هر څه د مخه لومړی دی او باید چې ژر تر ژره ورغول شي. ولس ورته په چکچکو شو، ولس له خندا ویړه خوله نیولي وه، افغاني د ډالرواو کالدارو په وړاندې زړوره شوه، افغانان پخپله کړنه ( په رایه ) په ویاړ شول، ځوانانو تمه پیدا کړه چې ګوندې نور نو لویدیځ ته ( اروپا او اسټرلیا ) ته د تیښتي اړتیا نشته، خو څوک خبر وو چې د وینا او عمل ترمنځ به دومره لوی واټن را پیدا کیږي؟ څوک خبر وو چې ولسمشر لومړیتوبونه نلري ـ وینا یې تشه وینا ده.

ولسمشر مخ په سعودي د عمري د ادا د پاره لاړ، چین ته یې منډه کړه او په اسلام اباد کې پنځلس اوریز کریکټ ننداره وکړه، بس ولسمشر بوخت شو، ولسمشر په هیواد مشر بدل شو، ولس ترې پاتې شو او تش یې د هیواد په څلورو خواوو سترګې را ډکې شوي.

په تیرو دوه اتیا ورځو کې په هیواد او کابل جان کې داسې د ناامنۍ پیښې رامنځته شوي چې پخوا یې ساری نه لیدل کیده، د حکومت ټول مشین په ټپه ودریده ـ وزیران یې سرپرستان کړل، والیان یې بې واکه کړل او لوی ریسان یې له خندا شنه کړل. په دوه میاشتو کې وزیرانو د خپلو دوسیو، خپلو تدارکاتو او تقرریو داسې ریکارډ اعمال ترسره کړل چې تر ابده یې بس دي، د شپیتو ورځو په پوره کیدو پرته له مجازاتو او مکافاتو یې وزیران په کور کینول او مرستیال وزیران یې سرپرستان کړل، ولس یې پخپلو کړو داسې پیښمانه کړ چې افغانۍ د خپل لس کلن یون په اوږدو کې ډالرو او کالدارو ته دومره سرټیټه شوي نه وه لکه په تیرو لسو ورڅو کې ( یوه افغانۍ اته پنځوس او شپیتو پیسو ته وخته).

ډاکتر صیب اشرف غني له یو لښکر پیِغلو او ځوانانو سره مخ په لندن وخوځیده، له لندن مخکې یې په باکو او بروکسل کې د ډاکتر عبدالله سره په نړیوال دریځ کې د هیواد په ویش او موازې حکومت عملي لاس پورې کړ، د ناټو په غونډه کې د هیواد په استازولی دوه مشران په دوه جلا دریځونو ودریدل، په لندن کې د مدني ټولنو په استازیتوب په لسګونه پیغلي او ځوانان د پناه غوښتونکي شول، او پرته له کومې تګلارې او برنامي دواړه هیواد مشران کابل ته راستانه شول. د کابینې په اړه د پوښتنو له ځوابولو عاجز پاتې شول، خپلمنځې اختلاف یې د افغان هویت د محوه کولو په ډرامه کې راونغاړه، شکر چې افغان ولس اوس بیداره شوی، هیواد مشر یې د توشیح شوي قانون په سر وننګاوه او هغه یې دیته اړه کړ چې قانون باید د تفسیر د پاره سترې محکمې ته ولیږل شي، خو لا هم دا خبره د هیواد مشر په میز لادرکه ښکاري.

د دریو میاشتو کړنې داسې ښیئ چې ولسمشر هیڅ کوم لومړیتوب نلري، کوم څه ته چې ډاکترصیب اشرف غني د ویناو په اوږدو کې اشاره کوي هغه ورته د ولس غوښتنې ښکاري کومې چې په عملي ډګر کې له پامه غورځول شوي ښکاري، که د ارګ چاري په همدې منوال رواني وي، ښکاري چې هیواد مخ په ستر بحران روان وي:

د لیوني ارمان پوره شوه

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

یا ربه توفیق

125 total views, 3 views today

3 comments

  1. Sharif Reply

    ځلاند صاحب!
    له هرڅه مخکې درته تاوده سلامونه او نېکې هیلې ډالۍ کوم.
    له لیکنې مو زیات خوښ شوم.
    ډیر ښه وشول چې بالآخره افغان ولس او هغو کسانو ته هم څرګنده شوه چې پرون یې د ډاکټر صاحب غني ننګه کوله او په پای کې له عمرې، چین، بروکسل او لندن وروسته هم ناتوانه او بې وسې دی.
    دا ځکه چې مشکل بل چا را باندې د خپلو ګټو او سراتیژیکو موخو لپاره منلی دی او لکه چې وایې: اوبه له پاسه خړې دي، د ملي وحدت عنوان او سرلیک پردی وو، اود پردیو په ګټه به ترپایه پورې وکاریږی.

  2. ګڼدېری Reply

    مونږ څومره بدبخت یو چې هر څه د خپلو شخصي ګټو قرباني کوو؛ له یو چا سره ټول وخت ولاړ یو خو چې راته ووایي چې داسې مه کوه داسې وکړه بیا ان تر لېوني او بدساره پورې القاب ورپورې وتړو. که همدا غني په تاجکو کې وای، څومره به یې نازولو؟ لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کول په کار دي.

  3. Toorabaz Khan Babazai Reply

    حکومت له عبدالله سره نیم په نیمه دی. ایا داسي څوک شته چې دا خبره عبدالله ته هم وکړي. هیڅکله به هم داسي څوک پیدا نه شي ځکه چې نوموړی یو باشعوره قوم تر شا لري.
    یوازې مونږ به خپل شخصیتونه ترټو. کار ته به یې نه پرېږدږ. له دې نه به عبدالله او د هغه پلویان ګټه اخلي.

Leave a Reply to ګڼدېری Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *