Categories

اعلان

Loading…

خوب مې ليد، ښه مې ليد/ سيدشاه سقيم

استاد سياف يوه بېړنۍ خبري غونډه راغوښتې وي، د يرغلګرو پاکستانيانو سر او مال حلال وبولي.

ستر جنرال دوستم، خپلو ټولو کسانو ته امر وکړي چې د جنرال رازق تر قومانده لاندې دې له کندهاري ځوانانو سره پر کنړ ورکښته شي.

ملا سلام ضعيف ځوانانو ته، له ده سره د پاکستانيانو شوې ناځوانۍ وريادوي او مولوي متوکل له پنجاب څخه د ملا بردار د غچ اخيستلو په موخه پټکی تر ملا تړلی وي.

يون پر ټلوېزيون ملي سندرې خپروي، پدرام له ستوني د ايران پړی غورځولی وي او حاجي محمد محقق پر محمد علي جناح د قاق روده نوم ايښی وي.

ډاکټر عبدالله ځوانانو ته د شمالي د سمسورو باغونو ايرې وريادوي، احمدضيا مسعود د خپل شهيد ورور په وژونکيو پسې توره ايستلې وي او خلقي ملګري پر اريانا څلورلارې د شهيد نجيب الله پر سپېڅلې اروا قسمونه اخلي.

حضرت صاحب ځوانان پر ملا ټکوي او ډاډ ورکوي چې استخاره يې خورا خوندوره وه، ډاکټر صاحب غني ملي مشر حامد خان کرزی پوښتي، هغه د احمد شاه بابا په دېوان فال ګوري او پر پنجابيانو د بريد مشوره ورکوي.

له هرې خوا د تکبيرونو نارې پورته کېږي، ملي بيرغونه تر سرونو تاوېږي، کونړي ماشومان د دانګام پر نښترو د پنجابيانو پاتې شويو لنګونو ته خاندي، کونړۍ پېغلې په کلي ګرځي، بالښتونه او پيالې ټولوي چې د خپلو پکتياوالو او بدخشي وروڼو ښه مېلمه پالنه وکړي، خو چې سترګې مې پرانيستې، د یوه ملګری پر پوسټ مې نظر څرخ شو،

ولسمشره! کونړ وژغوره

437 total views, 1 views today

2 comments

  1. shakir Reply

    دا خوب د خدای پاک رښتیا کړی ، موږ هم په خپل وار له ولسمشر څخه عواړو چی نور د د طالبانو نوم نه اخلی مستقیم د آی اس آی په ګوته کوی طالبان نه شته او نه وو دا ټول آی اس آی دی چی دا ۴۰ کاله افغان وژنه کوی، همدا رنګه موږ د اشرف غنی څخه عواړو چی د آی اس آی په مقابل کی د جګړی اعلان وکړی او ولس ته په ډاګه کړی چی د افغانستان په مقابل کی آی اس آی جنګیږی نه طالبان
    موږ خو هسی هم مړه کیږو آی اس آی موږ هسی هم نه پریږدی نو دا به ښه وی چی جګړه ورسره اعلان شی دوی که اتوم بم لری هغه هسی هم نه شی اسعمالولی خو موږ قوی عراده لرو چی په هر ډول وی دوی پنجپیان د افغانانو په مقابل کی د جګړی توان نه لری.

  2. Qariburrahmani Rahmani Reply

    له ولسمشر څخه ددی خوب تعبیر پوره کیدل هم اوس مونږ ته یو بل خوب ګرځیدلی،داسی لکه په خوب کی چی بل خوب وینو هیڅه نه پوهیږو چی زمونږ دا دپه خوب کی دخوب لیدلو حالت به ترکومه دوام لری او کله به مونږ له دی خوب ځنی بیدار شو او خپل خوبونه به په حقیقت بدلوو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2