Categories

اعلان

Loading…

قدرت او شخصیت/ اسدالله غضنفر

انسان چې اجتماعي ژوی دی، په ټولنه کې په شخصیت او حیثیت پسې ګرځي. هغه څوک چې مونږ یې بې شخصیته او بې حیثیته ګڼو، هغه هم په خیال کې یا د ټولنې په یوه وړه کړۍ کې د ځان لپاره حیثیت غواړي. دغه راز ماشومان هم د حیثیت تږي دي. زما وړه لور چې د اول ټولګي امتحان یې تازه تازه ورکړی دی، پرون له خپلې مور سره ښوونځي ته تللې وه چې د نتایجو پارچه واخلي. موږ په کور کې دا خبره همېشه کوو چې درس مهم دی، درجه مهمه نه ده خو مور یې راته ویل چې د نومرو تر معلومېدو له مخه د نجلۍ شونډې وچې وې.

په نورو باندې د ځان د منلو ذریعې ډېرې دي. دغه ذریعې په پنځو ډولونو وېشلای شو:

ځینې کسان د خپل کار او لیاقت له مخې په ټولنه کې په حیثیت پسې ګرځي. دا د حیثیت د پیدا کولو تر ټولو غوره او ګټوره طریقه ده. یو ښه موچي، یوه لایقه ښوونکې، یو تکړه شاعر یا مهربانه نرسه ټولنې ته خدمت کوي او د خدمت په بدل کې یې په ټولنه کې قدر کېږي.

ځینې نور کسان د خپلو وسایلو په مټ په ټولنه کې په حیثیت پسې ګرځي. زه چې کوچینی وم، د ګرمۍ په موسم کې به په ښوونځي کې ډېر تږی کېدلم. د ښوونځي څنګ ته په یوه کور کې یو بوډا او د هغه مېرمن اوسېدل. دوی به زما غوندې تږیو ماشومانو ته د کور د کوهي سړې اوبه ورکولې. یو بل څوک مې یادېږي چې خپل موټر به یې پلیو لارویانو ته دراوه او بې پیسو به یې لېږدول.

یو شمېر نور کسان په خپلو وسایلو کې خلک نه شریکوي مګر له دې خوند اخلي چې نور ورته ووایي چې څومره ښه موبایل دې اخیستی دی! ځینې کسان ډېرې قیمتي جامې، قیمتي موټر، ګرانبیه موبایل یا نور وسایل د دې لپاره اخلي چې خلک په حسرت ورته وګوري. د وسایلو په زور په نورو باندې د ځان د منلو دا رنګه هوس معمولا هغو کسانو ته ورپیدا کېږي چې د شخصیت او حیثیت ماڼۍ یې له دننه شړېدلې وي. دوی چې په خپل شخصیت تکیه نه شي کولای، په وسایلو باندې یې تکیه وي او څرنګه چې له خپل پټ حقارته ځورېږي او په ټولنه کې ځان بې حیثیته احساسوي نو غواړي د وسایلو د برتري په زور له ټولنې انتقام واخلي. البته، ډېر داسې کسان هم شته چې ښه وسایل د ښه ژوند لپاره غواړي نه په نورو باندې د کلانکاري کولو لپاره. د دغو دوو ډلو توپیر پکار دی.

یو بل ډول په ځان منل د زور او قدرت په مټ ځان منل دي چې ټولنې ته یې د ځان منلو تر ټولو خطرناک ډول بللای شو. ځینې کسان خپل حیثیت په دې کې ویني چې نور ورڅخه ووېرېږي او په زور یې د ځان تابع کړي. دا یوازې دیکتاتوران نه دي چې دغه ناروغي لري بلکې د کلي، کوڅې بدمعاشان او ټول هغه کسان چې خپل شخصیت او حیثیت یې له زور او قدرت سره غوټه کړی دی، په همدې مرض مبتلا دي. هغوی چې یوازې د زور او وېرولو له لارې په نورو باندې د ځان د منلو لیونی هوس ورسره دی، د ارواپوهانو په اند، روحي ناروغان حسابېږي.

دغسې کسان چې د نورو د توهین، تحقیر، بې حیثیته کولو او وژلو تنده ورسره ده، د بل هر انسان غوندې د ضمیر خاوندان دي. دوی د دې لپاره چې ضمیر غلی کړي، د خپلو ظلمونو لپاره خامخا دلایل پیدا کوي. دغه دلایل د دوی د کلتوري او تعلیمي سویې په اساس پیاوړي یا کمزوري وي خو اصلي مقصد پکې دا وي چې خپل ضمیر او د ټولنې ضمیر ورباندې تېر باسي. هیټلر چې د نورو د وژلو او ځورولو لېونۍ تنده ورسره وه، اول په یهودو شروع وکړه او دلایل یې پیدا کړل چې دا چون یهود دي نو بد خلک دي نو وژل یې پکار دي. ستالین چې هیټلر ته ورته اخلاقي ناروغي لرله، په دې نوم سرونه رېبل چې دوی د انقلاب یا د ده په حساب د حق د لارې مخالفان دي نو وژل یې پکار دي. د نورو د ځبلو، سپکولو، غمجنولو او وژلو تږي هیڅ وخت بې دلیله نه پاتېږي. هسې وایي چې د قتل کوم شوقي خپله انا حلاله کړې وه او چې پوښتنه ورنه وشوه نو د خپلې پوهې په اندازه یې دلیل راوړ او ویې ویل: څه توره تېره وه، څه ابۍ ورَسته وه!

92 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *