Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ولسمشر د وروستیو حملو په وړاندې توند غبرګون وښود

تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل او نورو سیمو کې له پر له پسې تروریستي بریدونو وروسته په یوه وینا کې وښودله چې نور یې دا ډول بریدونو ته حوصله پای ته رسېدلې، ویې ویل:«موږ به داسي بریدونو ته سر ټیټ نه کړو.»

ولسمشر غني نن په خپله تلویزیوني وینا کې پر مذهبي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو ږغ وکړ چې تشدد وغندي.

ده د خپلې وینا په یوه برخه کې په لوړ ږغ وویل«نور بس ده.»

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسي وخت کې وکړې چې د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته وروستۍ تیاري نیسي او طالبانو تر بل هر وخت په ښاري سیمو کې بریدونو زیات کړي دي.

یوازې پرون د طالبانو په بریدونو کې نژدې ۲۰ تنه افغانان ووژل شول.

ولسشر غني په هلمند کې د ۱۲ ماین پاکانو وژل کېدا په کلکه وغندله، ویې ویل«هغه څوک چې د کار اصلي موخه يې دا وي چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي، خپل ژوند په خطر کې واچوي او عامو وګړو ته د تګ را تګ لارې د ماین له خطر څخه پاکې کړي او افغان بزګرانو ته دغه فرصت برابر کړي چې له کومې ویرې پرته خپلې ځمکې وکري، د هغوی وژنه په هېڅ ډول او هېڅ منطق توجیه کیدای نشي.»

ده همداراز وویل:«د دا ډول بریدونو ترسره کول د ټولو منل شویو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف ناروا او وحشي عملونه وبلل او هغه یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي.»

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تراوسه پوري نه پاکستان او نه طالبان په زغرده محکوم کړي دي. ګومان کېږي چې نوموړی پاکستان ته انتظار دی چې پر خپله ژمنه عمل وکړي.

پاکستاني چارواکو ظاهراً ژمنې ورکړي چې طالبان به خبرو ته حاضر کړي.

په همدې منځ کې د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د عوامي نشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د طالبانو بریدونه په همدې ډول دوام وکړي ولسمشر غني به مجبوره شي چې پاکستان وغندي او په نتیجه کې به یې یو وار بیا د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې اسلام اباد ته د ولسمشر غني له سفره وروسته ښې شوي دي، بېرته خړپړې شي.

424 total views, 1 views today

3 comments

  1. speen Reply

    ولسمشر دومره نه پوهېږي چې دا ټولې پېښې د شورای نظار او دهغوی د بهرنیو ملاتړو په طرحه او مرسته کېږي.

  2. سليمان Reply

    په غندلواوغبركونونو هیڅ نه کیږي، دا تیر دیارلس کاله همدا غندل روان دي اوس دعمل وخت دی، چې څه درسره څوک کوي باید هماغه ورسره وکړې.دا خو کتابي خبره ده چې د مضر شي وژل روا دي. دا وحشي او جاهل طالبان باید همدغه شان مردار شي لکه څنګه بې ګناه افغانان شهیدانوي. غني باید غندل پریږدي او دوحشیانو دوژلو امر وکړي، دا بې ایمانه ټولو ته معلوم دي بیا به یې هيڅوک دپاکې خاورې په درشل کې ونه ویني.اوس دغندلو نه بلکه د قصاص وخت دی او يواځې همدایې دبندولو معقوله او رواه لار ده.

  3. nasratullah Reply

    د اشرف غنی کړی وعدی ما ته له اوله د خلګو غولول او د د هدف د ریاست چوکی و یاره افغانان چی رښتیا هم بیده په خوب پاته دی ، د اوس روانی خونړی پیشی چي ټول ددوغو دوو غلامانو د لاسه د پدی چی د کابینی پر سر نه سره جوړیګی او هیواد پاته دی د دالخورو لاس ته هره ورڅ یوه او یا ډیری پیښی دا خو یی لا سر ده ګورو به چی نور سه پیښیګی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2