Categories

اعلان

Loading…

ماوېن کومې دندې پرمخ بیايي

لیکنه: بوب ګرانات (Bob Granath)

ناسا – کېنډي تشیال منځۍ، فلوریډا

ژباړه او زیاتونې: نصرت الله فضل حق

کله چې د ماوېن (MAVEN) په نامه د ناسا یوه تشیالبېړۍ (spacecraft) د سپټمبر پر ۲۱مه مریخ ته ورسېده، د ځمکې په هسکني (celestial) ګاونډ کې یې هغې دندې ته ادامه ورکړه چې ۵۰ کاله وړاندې یې بنسټ ایښودل شوی وو. په ۱۹۶۴ کې، مارینر ۴ (Mariner 4) لومړنۍ تشیالبېړۍ وه چې سرې سیارې (مریخ) ته د څېړنو په موخه د ناسا له خوا لېږل شوې وه.

ماوېن د ۲۰۱۳ د نومبر پر ۱۸مه له کېنډي تشیال‌منځۍ (Kennedy Space Center) څخه پر (Atlas V) توغندي خپل سفر پیل کړ چې کابو لس میاشتې او له ۷۱۲ ملیون کیلومتر مزله وروسته د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۱مه د مریخ هګۍ ډوله چورلیځ (مدار) ته ننوته.

1ماوېن به د مریخ په پورتني اټموسفیر (upper atmosphere) کې خپلې لومړنۍ څېړنې پر دې تر سره کړي چې د مهال په تېرېدا د مریخ پر مخ هوا او اوبه څنګه ورک شوي دي. له نورو بېړیو څخه، چې مخکې یې له مریخ څخه لیدنې کړي، داسې مواد ترلاسه شوي چې په یوه زمانه کې د مریخ پر مخ مایع اوبه بهېدلي وې. که څه هم اوس په دې سیاره کې د اوبو شتون د هوا د ټیټ فشار (low atmospheric pressure) او مخ‌تودوښې (surface temperature) له کبله ناشونی دی. ماوېن به د دې ستر بدلون لاملونه وڅېړي.

ماوېن به په ټیټ مدار کې د ۷۷-۹۳ میله لوړوالي تر‌منځ پېنځه څېړنیز عملیات تر سره کړي چې ساینسپوهانو ته به د مریخ د پورتني اټموسفیر د جوړښت په هکله مالومات ورکړي. په واشنګټن کې د ناسا یو کاروال جون ګرونسفېلډ (John Grunsfeld) وایي: “ناسا د مریخ په ساینسي برسېرونو کې اوږد تاریخ لري او مریخ ته د ماوېن رسېدل هم د نویو څېړنو یو نوی څپرکی دی.” بیا یې زیاته کړه چې: “ماوېن به په مریخ کې د ناسا او نورو همکارو ادارو له روبوټونو او بېړیو سره په ګډه په مریخ کې د انسانانو لپاره د ژوند کولو پر شونتیا هم څېړنې تر سره کړي.”

د سرې سیارې په اړه څېړنې نیمه پېړۍ وړاندې د ۱۹۶۴ د نومبر پر ۲۸مه د مارینر ۴ له لېږلو سره سمې پیل شوې. دا د ناسا لپاره ستره لاسته راوړنه وه چې د لومړي ځل لپاره یې په بهرني تشیال (outer space) کې له بلې سیارې څخه انځورونه ترلاسه کړل. د ۱۹۶۵ د جولای پر ۱۵مه، ساینسپوهان وتوانېدل چې له ۶۱۱۸ میله لوړوالي څخه د مارینر ۴ د کامرې په مرسته د مریخ ۲۱ لومړني انځورونه ترلاسه او خپاره کړي.

1د کلیفورنیا تخنیکپوهې انسټیټيوټ (California Technology Institute) – د جېټ چلونې لابراتوار (Jet Propulsion Laboratory) هغه کاروال چې د دې ماموریت سمبالښت ور سپارل شوی وو په خپل راپور کې وايي چې د سرې سیارې مخ هم لکه د سپوږمۍ هغې سوری سوری وو. راپور زیاتوي: “تر ۷۰ زیات سوري (craters) چې قطر یې د ۴ – ۱۲۰ کیلومترو تر منځ دی تر اوسه پېژندل شوي دي. داسې برېښي چې نور کوشني او غټ سوري هم شته ځکه چې مارینر ۴ یوازې د مریخ د یوې سلنې مخ انځورونه اخېستي دي.”.

وروسته، مارینر ۴ له یوه لیرې واټنه د مریخ اټموسفیر ته راډیويي سګنالونه ولېږل او دا یې مالوم کړل چې د مریخ اټموسفیري فشار (atmospheric pressure) ډېر ټیټ، تودوښه يې د ورځې له خوا کابو منفي ۱۴۸ فارنهایټ، او 1وړانګیزه کړۍ (radiation belt) یې د ځمکې په پرتله زر ځلې کمزورې ده. مارینر ۴ خپل اته میاشتنی ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او په راتلونکي کې یې د مریخ پر مخ ماموریتونو لپاره اړین مالومات را ټول کړل چې له برکته يې نن سبا امریکا، روسیې، جاپان، انګلستان، اروپا، هندوستان، او چین مریخ ته لاره موندلې ده او ماوېن هم د دې لړۍ ۱۶مه بېړۍ ده.

د ماموریت له بشپړولو وروسته مارینر ۴ په دې نیت په لمریز مدار کې پاتې شوه چې پر لمریز باد (solar wind) اوږدمهاله څېړنې تر سره او له مارینر ۵ (Mariner 5) سره د زهرې (Venus) په یانه کې اړینې مرستې وکړي. د ۱۹۶۷ د ډسمبر پر ۲۱مه، له مارینر ۴ سره اړیکه پرې شوه.

مارینر ۹ (Mariner 9) بیا لومړنۍ تشیالبېړۍ وه چې د ۱۹۷۱ د نومبر پر ۱۳مه، د سرې سیارې په چورلیځ (مدار) کې ځای پر ځای شوه او وتوانېده چې له څو میاشتو دوړو او توپانونو وروسته د مریخ د مخ انځورونه را ولېږي.

وایکنګ ۱ او ۲ (Viking 1 and 2) بیا لومړنۍ بېړۍ وې چې په مریخ کې کښېناستې او له هغه ځایه یې څېړنیز مواد او انځورونه را ولېږل. وایکنګ ۱ د مریخ پر مخ د اوږده مزله چې ۲۳۰۷ ورځې (۲۲۴۵ مریخي ورځې) کېږي ریکارډ ټینګ کړی وو چې وروسته بیا د اپورچونیټي (Opportunity) له خوا د ۲۰۱۰ د می پر ۱۹مه مات شو. یوه مریخي ورځ د ځمکې ۲۴ ساعته او ۳۹ دقیقې کېږي.

1د ناسا بله تشیالبېړۍ چې سجرنر (Sojourner) نومېږي د ۱۹۹۷ د جولایي پر ۴مه په مریخ کې کښېناسته. دې بېړۍ په مریخ کې پر خاورو، ډبرو او د هغو دننه موادو شننې تر سره کړې. سجرنر د اډې غوندې وه چې یو کوشنی ګرځنده ماشین یې درلود.

د دې لړۍ دوه غبرګولي ماشینونه چې سپرټ (Spirit) او اپورچونیټي (Opportunity) نومېږي په خپل کار کې ډېر بریالي وختل. دې ماشینونو هغه خاورې او ډبرې تر څېړنې او کتنې لاندې ونیول چې د اوبو د بهېدا نښې پر وې. د دې ماموریت پازوالو داسې ګومان کاوه چې دواړه ماشینونه به ۹۰ مریخي ورځې کار وکړي خو وروسته ولیدل شوه چې دواړو نور ژوند هم کوای شو. سپرټ، چې د ۲۰۱۰ د مارچ تر ۲۲مې چارنده وو، ګڼشمېر ماموریتونه تر سره کړل او اپورچونيټي تر اوسه لا کار کوي چې د مریخ پر مخ یې کابو ۲۵ میله مزل کړی دی.

یوه بله بېړۍ چې کریاسټي (Curiosity) نومېږي د ناسا د مریخ ساینسي لابراتوار (Mars Scientific Laboratory) له خوا د ۲۰۱۱ د نومبر پر ۲۶مه ولېږل شوه او د ۲۰۱۲ د اګست پر ۲۶مه په مریخ کې کښېناسته. دا بېړۍ یوه وړه ګاډۍ هومره ده او تر سپرټ او اپورچونیټي دوه وارې اوږده، پنځه ځلې درنه، او لس چنده زیاتې ساینسي آلې لري. د نورو بېړیو په پرتله، کریاسټي د مریخ پر مخ ډېره خوندې او سمه ناسته وکړه. دا بېړۍ اوس په مریخ کې د ژوند کولو پر شونتیا، د هغه ځای پر هوا او ځمکې، او په راتلونکي کې مریخ ته د انسان پر تګ اړینې څېړنې تر سره کوي. کریاسټي پر لارې د ځینو وړانګو شننه هم وکړه چې په مرسته به یې دا مالوم شي چې ستورمزلي مریخ ته د سفر پر مهال څنګه خوندې کړل شي.

1په ۱۹۶۵ کې د مارینر ۴ له رسېدا سره سم، ګڼشمېر بېړۍ او ماشینونه پر مریخ را چورلېدلي او یا هم کې کښېناستلي دي. هر څومره مالومات چې نن سبا د مریخ په اړه لرو د همدې بېړیو او ماشینونو له برکته دی او همدا مالومات به ډېر ژر انسان ته د تګ لاره هم هواره کړي.

له ډېرو کلونو راهیسې، د ساینسي افسانو (science fiction) لیکوالو موږ ته د مریخ په هکله ډېرې خوږې کیسې کړي دي. خو مریخ ته د انسان د رښتیني تګ په هکله لومړنۍ لیکنه چې په هغه کې د دې یانه تخنیکي ستونزې هم روښانه شوي د ورنهر فون براون (Wernher Von Braun) کتاب “د مریخ پروژه” دی. هغه په خپل کتاب کې کاږي چې مریخ ته د انسان تګ هم د څو ګډو تشیالبېړیو له لارې شونی دی، لکه کریسټوفر کولمبس چې په ۱۴۹۲ کې له هسپانيې څخه د درو بېړیو په ملتیا را روان شوی وو.

1د اورین (Orion) په نامه د ناسا تشیالبېړۍ او (Space Launch System, SLS) توغندي ژور تشیال ته د انسانانو د رسولو په موخه جوړ شوي دي. د دې په مټ به په لمریز غونډال کې نویو سیارو او سیاره‌وزمو (asteroids) ته تګ هم شونی شي. په دې نیت چې د ناسا د تشیال پروګرام اړتیاوې خړوبي شي، اورین به څلور ستورمزلي هغو ځایونو ته بوځي چې تر اوسه هیڅوک هم نه دی ورغلی، چې په دې کې د لمریز غونډال ګڼشمېر سیاره‌وزمې او سیارې شته. په ډسمبر کې به د (EFT-1) په نامه د اورین لومړۍ ازمېښتې الوتنه تر سره شي. د ناسا (SLS) توغندي په دې ازمېښتي الوتنه کې له ځمکې څخه د اورین تشیالبېړۍ د وړلو دنده په غاړه لري. د دې ټکنالوژۍ په جوړولو کې به ناسا ډېره پرمختللې لمریزه برېښنا وکاروي.

د ناسا کاروال چارلس بولډن (Charles Bolden) په دې باور دی چې ماوېن او نورې ټولې مخکینۍ بېړۍ سرې سیارې ته د انسان د رسېدا زینې دي. نوموړی وایي: “ماوېن به د مریخ د اټموسفیر او سیارې پر مخ د بدلونونو په هکله زموږ پوهه نوره هم زیاته کړي. د همدې څېړنو پایلې به په ۲۰۳۰مو کلونو کې سرې سیارې ته د انسان د تګ لپاره لاره هواره کړي.”

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *