Categories

اعلان

Loading…

د ژبې دروندوالی(۲) نجیب منلی

۲ – د ویناوال موقعیت

په پښتو ژبه کې د لوري څرګندوونکې نخښې «را»، «در»، «ور» د وینا د برخه والو په نسبت د یوې کړنې د ځای او خوزښت د مشخصولو له پاره په کارېږي:

–          زما کور ته راشه

–          ستا کور ته درځم

–          احمد کره به ور شو

اکثره ګرامرونه پر همدغو توضیحاتو بسنه کوي خو په واقعي ژوند کې داسې موارد هم شته چې دومره توضیحات د مطلب د څرګندولو له پاره کافي نه دي.

–          ولسمشر امنیتي مسوولین خپل کاري دفتر ته رابللي وو چې پر حالاتو غور وکړي.

دلته «رابلل» چې اصولاً د ویناوال لوری څرګندوي، د ویناوال د فزیکي موقعیت له مخې نه شي توجیه کېدلای: وینا وال – که داسې و انګېرو چې یو ژورنالیست دی – په خپل کارځای کې دی او ولسمشر امنیتي مسوولین خپل دفتر ته غوښتي وو. دلته به، په لومړي نظر کې، مناسبه دا وه چې ویل شوي وای «وربللي وو» خو هېڅ یو پښتو ژبی، د خپلې ژبنۍ پوهې پر بنسټ، د پورته راغلې جملې سم والی نه شي ردولای او تر ډېر حده یې د دویم وړاندیز (وربللي وو) په نسبت طبیعي هم ارزوي.

–          زه سبا غونډې ته راځم، سره به ووینو.

–          زه سبا غونډې ته درځم، سره به ووینو

–          زه سبا غونډې ته ورځم، سره به ووینو

ویناوال په اوس مهال کې خبره کوي او دلته یې کوي (یا که په تلېفون کې غږېږي په هغه ځای کې یې کوی چې هلته حاضر دی). غونډه لا نه شته او ځای یې هم مشخص نه دی چې د ویناوال همدا اوسنی د دې شېبې ځای دی او که کوم بل ځای. خو پورته درې واړه جملې هم د ګرامر له مخې سمې دي او هم د مفهوم له مخې.

د ولسمشر او امنیتي مسوولینو په مثال کې «دربللي وو» نه شي راتلای خو د غونډې په مثال کې بیا درې واړه حالتونه ممکن دي.

–          پرون د احمد کره راغلم/درغلم/ورغلم خو ته مې و نه لیدې.

په دې حالت کې ویناوال خبره اوس، همدلته کوي یعنې فزیکي موقعیت یې د احمد کور نه دی. مخاطب یې هم همدلته دی او د احمد په کور کې نه دی. نو بیا ولې موږ نه له «راغلم» سره ستونزه لرو او نه له «درغلم» سره؟

په پورته درې ګونو سناریو ګانو کې هغه پوښتنې چې ګرامر یې نه شي ځوابولای د ویناوال د «ذهني موقعیت» یا Subjective Location له مخې په اسانه توجیه کېږي: ویناوال، خپل ذهني تصویر داسې جوړوي چې د ولسمشر په دفتر کې دی او د امنیتي مسوولینو د راتګ شاهد دی، په غونډه کې له مخاطب سره دی او د احمد په کور کې دی نو کولای شي ووایي «رابللي وو»، «راځم» او «راغلم».

په دویمه او دریمه بېلګه کې ویناوال په خپل ذهني تصویر کې د مخاطب له پاره هم غونډه او د احمد کور د یو ممکن موقعیت په توګه غوره کولای شي خو د ولسمشر کاري دفتر کې ورته ځای نه شي موندلای.

د ویناوال د ذهني دریځ انتخاب هم د مانا په دقیقولو کې بې اغیزې نه دی. کله چې وایي «ولسمشر امنیتي مسوولین رابللی وو» نو ځان ورته د صحنې شاهد ښکاري یانې د ريښتیاوالي په اړه یې هېڅ شک نه لري خو که ووایي «ولسمشر امنیتي مسوولین وربللي وو» نو ځان په صحنه کې دخیل نه بولي، له لېرې ورته ګوري. په لومړي حالت کې کېدای شي د ناستې پر جزییاتو په نسبتاً دقیق ډول وغږېږي خو په دویم حالت کې به خامخا له ناستې سره خپله فاصله ساتي.

————

لومړۍ برخه (د ژبې دروندوالی)

274 total views, 1 views today

1 comment

  1. روغ لیونی Reply

    ؟؟؟
    سره به ووینو
    ؟؟؟
    !!!که سره وبه وینو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2