Categories

اعلان

Loading…

د وخت پای کتاب په پښتو کې خپور شو

  علامه محمود طرزی ټولنه – هلمند –

د وخت پای د ډاکټر شاهد مسعود اثر دی، له اردو ژبې په دې وروستو کې هلمندي لیکوال او ژباړن احمد شاه پاڅون پښتو کړی. کتاب پنخو څپرکو کې د کیامت نښې، قرانکریم او قیامت نښې، د سپوږمۍ د ماتېدو پېښه، د مهدې امام څرګندېدل، د دجال فتنه، د یهودو مسیح دجال او دې ته ورته نور اړین موضوعات د قرآن او احادیثو په رڼا کې را اخیستي.

پر دې سربیره کتاب کې دې پوښتنو هم ځوابونه موندلای شئ. د مسلمانانو اوسنی وضعیت کومه خوا روان دی؟ د نړیوالو او غرب سیاسي حالت د څه شي په لټه دی؟ د اسلام او ننني ساینس څه تړاو دی؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې ځوابېدلای شي.

ژباړن هڅه کړې چې کتاب په ډېره خوږه او روانه پښتو وژباړي. کتاب کې راغلي قرآنې ایاتونه، نبوي احادیت، دینې او اکاډمیک ویې یې په ډېر غور ژباړلي. د کتاب لیکنه دومره خوږه ده، په اند مې چې هر څوک به یې په خوند بې له کومې ستونزې ولوستلای شي.

کتاب په ښه کیفیت تاج منور کتاب او قرطاسیه بنسټ– هلمند چاپ او علامه محمود طرزي ټولنې زر ټوکه په اندازه خپور کړی. کتاب څه باندي ۱۷۰ مخونو کې راټول شوی، د کتاب د سختو ویو او نورو اړوند موضوعاتو ښه روښانتیا لپاره ژاړن لمن لیکونه هم راوړي.

447 total views, 1 views today

3 comments

  1. ګنډېری Reply

    کور یې ودان، خو له همدا اول پاراګراف نه اوچته ښکاري چې دغه کتاب په اوس وخت کې زمونږ د ټولنې له پاره نه یوازې دا چې ګټه نه رسوي بلکه لا نور یې هم له ډیپریشن او ذهني تکلیفونو سره مخامخ کوي. زمونږ اوس د قیامت په هکله اندېښنې، د دجال په هکله اندېښنه، یاجوج او ماجوجو په هکله معلوماتو ته نه بلکه دې ته ضرورت دی چې څنګه په هلمند او په ټول افغانستان کې خلک کار ته وهڅوو، یو له بل سره مینې او محبت، اشر، یو له بل سره مرستې، د دین په رڼا کې د انسان حیثیت، د مسلمان حیثیت، د ګاونډي حیثیت او یو له بل سره د نېکۍ په بدل کې د الهي رحمت او د رسول الله (ص) د مینې او لورینې په هکله د معلوماتو خپرولو او د خلکو پوهولو ته کار وکړو. په پاکستان کې له ټول رذالت او پدرنالتۍ سره سره د ټولنې د پرمختګ، تعلیم او ټولنیزو مسایلو په هکله کتابونه شته نو که دا ښاغلی وخت لري داسې کتابونه دې ترجمه کړي چې خلک له دا تیار له پښو لوېدلي، اسکېرلي، غمړلي، په ډیپریشن اخته او نهیلي حالت څخه را وباسي نه دا چې د قیامت په هکله معلومات ولولي او منډه کړي کونې پورې بم وتړي او ډز ځان هم والوزوي او نور هم له ځان سره یوځای کړي.

    1. Habib Reply

      خدای دی په خوله برکت کړه، زما د زړه خبره دی کړی ده

  2. خاوری ملنګ Reply

    الله ج دی نور توفیق هم د لا بریاوو دپاره ورکړی . امین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2