Categories

اعلان

Loading…

د ژبې دروندوالی/ نجیب منلی

که څه هم له ژبپوهانو سره ناسته ولاړه لرم، د سیلاني په توګه د ځینو سترو ژبپوهانو د لکچر خونې ته هم ورغلی یم، د ژبې پر مسایلو فکر کوم خو په هېڅ وجه خپل ځان ته حتی د ژبپوهنې شاګرد هم نه وایم.

وایي چې خدای چې کوم بنده ازمایي نو د وسواس عامل ورته پیدا کړي چې کږو لارو ته یې هڅوي. زه چې کله له خپله حده تېرېږم او له ځینو علمي مسایلو سره تماس نیسم نو په لسو کې اته واره یې پړه پر اسدالله غضنفر ده چې د فکر د یون شاړو ته مې وربولي. لکه د نورو ګڼو علمي مبحثونو، په افغانستان کې د ژبپوهنې په ډګر کې هم ګڼ داسې مفاهیم شته چې له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې پرې د نړۍ په سترو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې بحث او څېړنې کېږي خو ژموږ په هېواد کې ورسره کم خلک اشنا دي. د غضنفر په سپارښتنه، هغه دوه درې مسایل چې ما یې په اړه اورېدلي دي له دوستانو سره شریکوم.

په تاکید سره وایم چې دا لړۍ، نه پوهېږم چې څومره به اوږده شي، علمي بحثونه نه دي بلکې یو شمېر علمي بحثونو ته ادبي وزمه اشاري دي. د استاد زیار په وینا که کوم څانګوال څېړونکی دا بار زما له اوږو واخلي نو ډېر به پرې خوښ شم.

نجیب منلی

———————————————————-

۱ – ویناوال

ژبه که له یوې خوا د یو شمېر غږیزو او رغښتي ښکارندو (فونولوژي، فونېتيک، فونیمیک، ویپوهنې – لکسیکوژي، ویلیکنې – لکسیکوګرافي، ایتیمولوژي، تاریخي ژبنۍ ښکارندو، حغرافیایي ژبنۍ ښکارندو، سېمانتیک او سېمیوتیک، ګرامر، مورفولوژي، او نورو ګڼو برخو) پېچلی جوړښت دی نو له بل لوري د انسانانو تر منځ د مالوماتو د راکړې ورکړې بنسټیزه وسیله هم ده. د ژبپوهنې بېلابېلې ځانګې د ژبې دغه ګڼ جوړښتونه څېړي خو له وینا او د مالوماتو له لېږدرالېږد سره تړلي بحثونه د ژبپوهنې له دایرې بهر، د نورو علومو (ټولنپوهنې، توکمپوهنې، ارواپوهنې، د ادراک علومو- Cognitive Sciences، د مالوماتو او ارتباطاتو علومو، ….) د تطبیق ساحې ته هم ورننه وځي.

هغه څه چې د ژبپوهنې بېلابېلې څانګې پرې بوختې دي «ژبه» (Language) ده خو هغه څه چې ژبپوهنه یې په خپله لمن کې په سمه توګه نه شي رانغښتلای «وینا» (Speech) ده.

کله چې ژبه د وینا د وسیلې په توګه وکتل شي نو د ویناوال ذهني دریځ Subjectivity خاص اهمیت پیدا کوي.

احمد پوه سړی دی.

دا یوه ساده جمله ده چې ګرامر یې بېلابېل اجزا را په ګوته کولای شي خو که د ویناوال ذهني دریځ ته نظر وکړو نو همدغه ساده جمله ګڼ، حتی، متضاد مفاهیم لېږدوي.

–          که ویناوال غواړي د احمد په اړه چا ته مالومات ورکړي نو دا جمله یوازې خبري ارزښت لري.

–          احمد څه کړي یا یې څه ویلي. ویناوال هغه تاییدوي.

–          څوک وایي چې احمد څه کړي یا یې څه ویلي خو ویناوال د دې ګزارش ريښتینولي نه شي منلای

–          احمد کوم داسې کار کړی چې ویناوال پرې نه دی خوښ، دا جمله د ریشخند مفهوم لېږدوي

–          ویناوال سره دا وېره ده چې احمد به کوم نامناسب کار وکړي خو د هغه پوهې ته په اشارې ځان ته ډاډ ورکوي

د ویناوال د ذهني دریځ له مخې همدغه یوه ساده جمله په لسګونو مفاهیم لېږدوي. ګرامر او ژبپوهنه له دې موضوع سره علاقه نه لري او نه بحث پرې کوي خو ادبیات بیا دغو ځيرنو او تحلیلونو ته سخت اړ دي. که لیکوال د ویناوال ذهني دریځ ته پام و نه کړي کېدای شي لوستونکی یې له لیکنې سم مفهوم وا نه خلي. همدا راز که د یو ادبي اثر د لوستلو پر مهال د ویناوال ذهني دریځ له نظره ولوېږي نو په خبره پوهېدل به ستونزمن وي.

دا خو د یوې ساده جملې خبره وه خو که جمله پېچلې شي، قیدونه، صفتونه او نور توکي په کې ورزیات شي نو لیکوال او د ادبي اثر لوستونکی بیا اړ ډي چې هر ټکی بېل، بېل او پر خپل ځای و څېړي.

305 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2