Categories

اعلان

Loading…

فرانسې او جرمني د کابل د استقلال لېسې برید وغانده، د برید وروستي جزییات

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا، فرانسې، جرمنې او د افغانستان د پوهنې وزارت په استقلال لېسه کې د فرانسې پر کلتوري مرکز او د تیاتر پر نندارې د وسله والو طالبانو پرونۍ حمله وغندله.

وسله والو طالبانو د کابل د استقلال لېسې د پنجشنبې د ورځې د تروریستي حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې ګڼ کسان یې وژلي دي.

د ځانمژونکي برید په لړ کې، چې ویل کېږي د یوه ۱۷ کلن زلمکي له لوري وشوه، د استقلال لېسې د تالار پر سټېج د تیاتر ننداره روانه وه. طالبان وايي چې دا ننداره د دوی پر ضد وه.

د استقلال لېسه د فرانسې له لوري تمویلېږي او په دغه لېسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز او دغه راز د ګویتې انستیتویت له لوري د تیاتر او هنر نندارې وړاندې کېږي.

په کابل کې د فرانسې کلتوري مرکز په ۱۹۷۰ میلادي کال پرانستل شو خو د ۱۹۸۳ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړو له کبله بند و. دا مرکز په ۲۰۰۳ میلادي کال بېرته پرانستل شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورینت فبیو ویلي چې په برید کې څو تنه وژل شوي. په لومړنیو راپورونو کې د یوه فرانسوي د وژل کېدو او د ۱۵ افغان نندارچیانو د ژوبلېدو خبره شوې وه. په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د یو شمېر ټپیانو زیاته وینه ضایع شوې او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

په ټپیانو کې د افغانستان د موسیقۍ د انستیتیوت مشر او موسس احمد سرمست هم شامل دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ټپیانو د لیدو لپاره روغتون ته لاړ او د هغوی حال یې وپوښت.

د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر ایوب سالنګي په وینا یو جرمنی هم وژل شوی دی. خو په کابل کې د جرمني سفارت او په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پوري دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

تېره شپه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانګ والتر شتاین مایر په دې اړه د خبرو په مهال د کابل د استقلال لېسې په برید کې د کوم جرمني وژل کېدا تایید نه کړه خو دا برید یې وغانده، ویې ویل چې برید پر هغو کسانو شوی چې د افغانستان لپاره د ښې راتلونکې غوښتونکي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د کابل د استقلال لېسې ځانوژونکی برید وغانده، ویې ویل چې «تروریستان پر کلتور او خلاقیت بریدونه کوي.»

راپورونه وايي چې چاودنه د نندارې له پیلېدو صرف څو دقیقې وروسته وشوه. له چاودنې وروسته په تالار کې، چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پکې ځاییږي وېره او ترهه خپره شوه، هر لور ته لوګي خپاره شول او نندارچیانو د ځان ژغورلو لپاره هر لور ته منډې پیل کړې.

پرون تر دې حملې مخکې د افغانستان د ملي اردو پر یوه مني بس په ورته برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل شول.
زه ګڼي.

374 total views, 1 views today

5 comments

  1. samandar afghan Reply

    دا د پاکستان غلامان که موسیقی او هنر نا روا بولی بیا خو پاکستان ختی له کنجره خانو هم ډک دی، هلته ولی خرمرګي نه کوي. خو واضع خبره ده چه دوی د اسلام لپاره نه جنګیږی بلکه د خپل پنجابی بادار لپاره دا ډول خرمرګی کوي.

  2. شفیق الرحمن خوستې Reply

    دا خویې ډیر ښه کار کړیدې ځکه چې فرانسویانو غوښتل دفدایي حملو پرضد سټیج شو وکړي
    طالبان واقعا په افغانستان کې د دومره ژورو عملیاتو پتنظیمولو او تطبیقولو دجائزې وړ دي.

  3. طوفان افغان Reply

    فدایي جانان ته الله تعالی جنتونه ورپه برخه کړي زبردست کار یې کړیدې هغه څوک اسلامي او افغاني فرهنګ تخریبوي باید همداسې ورسره وشي زه پدې پوهیږم چې کافران او دهغوی غلامان به ډیر پرې خواښیني وي مګر ددوی په خواشینۍ زه خوشحالیږم.

  4. hassan Reply

    خره په دغو بی شعورو خرمرګو شرف لری . دوی هغه کارونه کوی چی د دنیا هیڅ موجود هم دی ته نه حاضریږی چی هم خپل ځان مړ کړی او هم نور له ژوند یعنی ترټولو بارازښته الهی نعمت نه محروم کړی. خدای ج دا ټول خرمرګی د دوزخ ټیټی کندی ته وراچوی چی بیا هیڅکله هم تری را ونه وځی.

  5. samandar afghan Reply

    خوستی او طوفان د افغانانو وژنی ته تاسی فدایان وایی، دا خرمرګی او تاسی دی الله هلاک کړی. دا وطن به تر کومه ورانوۍ. په یاد کړۍ چه دستاسی امارت هم همدی پاکستان په مټ ړنګ شو او ستاسی ملا ضعیف هم همدا تورو پنجابیانو امریکی ته په لاس ورکړی وو او خال دا چه دا د دیپلوماتیکی قوانینو سرغړونه وه. ملا دادالله او ملا برادر او یاسر درته هم همدی پاکستان هلاک کړل. خو تاسی د پنجاب ظامن تر اوسه هم نه پوهیږۍ او مسلمانان وژنۍ د د خپل بادار لپاره. الله ته به څرنګه ځواب ورکړۍ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2