Categories

اعلان

Loading…

د لایق «د وینو واټ» له اړخ سره یو څو خبرې/ آصف بهاند

  ۲۰۱۴/۱۲/۱۱

«د وینو واټ» د سلیمان لایق په شعرونو کې هغه قصیده ده، چې د «اور اخیستي» افغانستان په وینو لژند اندامونه او په اور کې سوځیدونکي هډونه په کې، په هنرمندانه او استادانه ډول انځور شوي دي.

د لار ورکو لارویانو د قدمونو د ګردونو په تعقیب پسې، ماسکو ته رسیدلی وم او د کومې کړې ګناه د جرم په ونج کې خدای د قلم په ځای د پنډیتوب پړی را په برخه کړی و.

د ګنهګارو په دې صف کې زه یوازې نه وم، ښایسته ډیر قلموال او د افغانستان د فرهنګ د بڼ ډیر ګونګي شوي بلبلان هم زما د ګناه په اور کې خپل وزرونه سیځلي ګڼل. د نا کړې ګناه په تور د پردي مُلک په نا بلدو کوڅو کې نا امیده او سر ګردا ن ګرځیدم. د بې کسۍ او بې وطنۍ اوښکې به مې په غاړه کې د پنډي ګرۍ پر پړي را بهیدې، خو بیا به مې هم ځان ته دا تسلا ورکوله چې: ځه سړیه! سر او ناموس خو دې سلامت را ایستلی دی.

په همدې نا امیدیو کې مې یو څه سا واخیسته، وروسته له یو څو شخصي فرهنګي محفلونو او مشاعرو نه په ۱۹۹۴م کال کې د ګڼو فرهنګیانو په هڅه او هاند، «د افغانستان د فرهنګ ټولنه» په نامه فرهنګي ټولنه جوړه شوه.

په دې ټولنه کې د افغانستان د فرهنګ د بڼ د بیلابیلو برخو وزر سوي بلبلان سره راټول شوي وو. ما ته د دې ټولنې د منشی توب او ادبیاتو د برخې مسولیت راسپارل شوی و. په ډیر جنجال او زحمتونو مو په د افغانانو په تجارتي مرکز کې د ټولنې له پاره یو دفتر ګوټی پیدا کړی و. زه هر مازدیګر وروسته له درانه جسمي کار او جوالیتوب نه هلته ورتلم، دا دفتر به مې پرانسته او فرهنګیان به ورته راتلل.

یوه ورځ ګران شاعر عارف خزان را ننوت. ده په دې وخت کې دلیمې مجلې د چلولو مسولیت درلود. له راننوتو سره سم یې څو پاڼې په میز راته کیښودې او وې ویل:

«دا پاڼې به وګورې، خپل نظر به دې راته ووایې، چې زه یې بیا په مجله کې خپروم.»

ما د چایو ورته وویل، خو دی د نه په ویلو سره سم له دروازې ووت.ما چې پاڼې پرانستې، نو پر تندې یې لیکلي وو:

«د وینو واټ»

زه مخکې له دې چې متن ته ورشم، په زړه کې مې تیر شول چې:

دا څه حال دی، دلته هم لکه چې له وینو نه خلاصیږواو …

متن ته چې لاړم، توري او جملې آشنا راته ښکاره شوې، ما وې چې سبحان الله، لکه چې «د اباسین سپیدې» یې له سره لیکلي دي. کټ مټ هماغه انځورونه چې د اباسین د سپیدو په نثر کې وو. طاقت مې ونه شو، د پاڼو سر او پای مې په بیړه بیا له سترګو تیر کړل ، چې په کوم ځای کې لیکلي وو:

«سلیمان لایق»

پوه شوم چې لایق بیا «د شعر نغری» تود کړی دی.

په ۱۳۶۳ کال کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا د افغانستان د معاصر شعر پر څرنګوالي باندې جوړ شوي سیمینار ته ما(آصف بهاند) هم یوه مقاله لیکلې وه. په هغې مقاله کې پر نورو شاعرانو باندې د بحث تر څنګه، په ډیر لنډ ډول د لایق په شعر او شاعرۍ باندې هم غږیدلی وم. هلته ما ویلي و چې د ثور له اوښتون نه وروسته، د لایق شعر د سیاسي او اداري مصروفیتونو په وجه، ضعیف شوی دی.

په هغې ورځې د سیمینار د غونډې مشري استاد صدیق روهي کوله او لایق هم حضور درلود. کله چې ما مقاله واوروله ، پوښتنې او ځوابونه خلاص شول، ما غوښتل چې له دریځ نه خپل ځای ته لاړ شم. روهي صاحب غږ وکړ:

«بهاند صاحب، لږ صبر وکړه!»

ما فکر وکړ چې دی خپله کومه پوښتنه لري. روهي صاحب لایق مخاطب کړ او ورته وې ویل:

«لایق صاحب څه چې دې زلمي ستاسو د شاعرۍ او شعر په باب و ویل تاسو یې منئ او که څه استدلال کوئ؟»

لایق په یوه لنډه جمله خبره خلاصه کړه:

«هو زه یې منم.»

زما دا یاده مقاله په هماغه وخت (۱۳۶۳) کې د لیکوالو ټولنې په نشراتي ارګان ژوندون مجله کې چاپ شوې ده چې اوس یې زه په واک کې نه لرم.

لایق «د وینو واټ» له پاره یوه لنډکۍ مقدمه هم لیکلې ده. په دې مقدمه کې لایق د دې یادونه کوي چې دشعر هغه نغری یې چې پخوا سوړ شوی و، اوس یې بیرته د تودولو او تازه کولو تکل کړی دی. د دې مقدمې په یوه برخه لولو:

«د ۱۹۹۲م کال د می په میاشت کې له اور اخیستي افغانستان څخه، د کوزې پښتونخوا د خیبر سیمې ته ووتم. ور پسې د عبدالولي خان په میړانه د باچا خان د اشنغر په «ولي باغ» کې له ده سره دیره شوم.

د ماتې او بد مرغیو په توره تاریکه او د سیاست ړړه؟ لرې کې مې د زړه د تودولو له پاره د شعر نغری تود کړ. تر هر څه د مخه مې د لومړي ځل له پاره د خان عبدالغني خان په آدرس، چې هغه وخت د اوږدې نا روغۍ په وجه د مړینې د انتظار پر بستر پروت و، دغه قصیده ولیکله …»(لیمه، پرله پسې لسمه ګڼه،دویم کال، دویمه ګڼه،د ۱۹۹۹ کال مارچ، ۴۱ مخ)

«د وینو واټ» له سویو او سرو څاڅکو نه به د یو څو را تویو شویو قطرو ننداره وکړو:

دا زمو د سترګـو وړانــدې، «غني» ګــوره څـه تیــریــږي

یو باتــور مـلت غرقــیــږي، یـــو مظـبـوط وطـن نــړیــږي

یــــوه دنـــیـا د بـــرم او بــذل، یــــوه نــــړۍ د مــیــړنــیـــو

د غــروب پـه لــوري درومـي، د تـاریـخ لـه پاڼــو لـویـــږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي، را ته ښکاري اوښکې اوښکې

د آسمــان پــه شنــو غومــبــورو، لارې لارې را بــهیــږي

سر چې ږدمه پــه سر ویــږدي، هـیـبـتناک غــږونــه اورم

ته وا ځمکه منــځ کــې دوه شــوه، افــغاني وطن ډوبـیـږي

یا آسمان زموږ په ویر کــې، ښــکتــه پــریوتــه په ځـمـکه

یا قیامت پــه ځمکه جـوړ شــو، ولاړ غــرونه هــواریـږي

د قصیدې کوم متن چې په لیمه کې چاپ شوی دی ټول اته اتیا(۸۸) بیتونه دي. د قصیدې کوم قلمي متن چې د «لیمه» مسؤل چلونکي ښاغلي خزان ما ته راکړی و، په هغه متن کې په څو بیتونو کې له ځینو ځایونو نه د سانسور په نیت کرښې را تاو کړای شوې وې. ما قصیده تر پایه څو ځلې ولوسته او هر ځلې مې چې بیا بیا لوستله، په مخ کې مې د لایق د شعر غرونه نور هم پسې لوړیده او زړه کې مې ویل:

خدای د شعر داسې خزانه او استعداد ورکړی دی چې ښايي د بشریت په تاریخ کې یې په لږو انسانانو لورولی وي او شکر دی چې لایق بیا د شعر نغری تود کړ او داسې یې تود کړ چې لا دلته یې د واورو اوسړو په دې ځاله کې زما د میاشتو او کلونو ساړه هډونه را تاوده کړل.

ما چې بیا خزان صاحب ولید، د په نښه شویو ځایونو مې ورته و ویل. ده و ویل چې زه خپله مخالفت نه ور سره لرم، خو خبره دا ده چې د مجلې ډیری لوستونکي په افغانستان او پاکستان کې دي، ملایانو ته داسې تشبیهات راوړل، یو څه حساسیتونه را پاروي.

ما ورته وویل چې خزان صاحب! شاعر او د مجلې چلونکي د هغوی د واک له دایرې بهر دي، ځکه کوم خطر نه ورته پیښیږي. که د دې قصیدې دا څو په نښه شوي بیتونه سانسور شي، قصیده نیمګړې راځي، دا به په لومړي ګام کې له شاعر سره سره، د شاعر له فکر او هستونې سره جفا وي او بیا به له هنر، ادب او فرهنګ سره یو څه ښه چلن نه وي.

د ده دې هم کور ودان وي، زما خبره یې ومنله او قصیده چې اته اتیا(۸۸) بیتونه وو، په بشپړ ډول خپره کړه.

ښايی شاعر به قصیده په کوم بل ځای کې یا په خپله کومه ځانګړې ټولګه کې بیا چاپ کړې وي، خو زما له نظره نه ده تیره شوې.

جهان بدل شو، د جهان سیاست بدل شو اوبدلیږي پسې. داسې وخت هم راغی چې «د وینو واټ» شاعر د ملا په واکدارۍ او حکومت کې د ملا تر ږیرې لاندې د ملګرو ملتونو د یو استازي په ډول په هماغه پاخه عمر بیا د اور اخیستي او ټپي افغانستان له پاره کار پیل کړ او اوس هم همالته د وطن د مینې په دایره کې د افغانستان غوندې د یو پنځه زره کلن سپینږیري د زخمونو د مداوا په غرض د افغانستان دعلومو په اکاډیمۍ کې هلې ځلې کوي او خپلې دغې کړې وعدې ته د عمل جامه ور اغوندي، چې پخوا یې له وطن او خلکو سره کړې وه:

د مینې لار اوږده ده، په ورور ورو به سره ځو

بې چـیغـو، بې ځګیرویو، بې نـارو بـه سره ځو

پای

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *