Categories

اعلان

Loading…

پخې خبرې/ خوښۍ او نېکمرغۍ په هکله

یولسمه برخه:

له جرمني ژباړه:اشرف جاوید

نېکمرغه ژوند لومړی شرط ، له بندېزه پرته ژوند دی

«سیدارتا ګواتا بودا»نیپالی

یواځې خوښي شتمني ده

«ارسطو»یونانی

بې خوښۍ ژوند،لکه بې مېلمستونه لرې سفر

«دیموکریت»یونانی

خوښ مسکېنتوب کې تل درنښت وي

«اپیکور»یونانی

څوک چې نېکمرغي غواړي،باید تل بدلون ومني

«کنفیسوس»چینی

خوښي هرچېرې ده،خوموندل یې پکاردي

«کنفیسوس»چینی

یوڅاڅکی نېکمرغي یا یوه کوزه عقـل

«مېناندر»هندی

څه چې چاته بخښې،نه ورکېږې

«مهاتما ګاندي»هندی

نېکمرغي کله کله مرسته کوي،خوتل خپله چاره پرمخ بیایې

«برهمني»هندي

نېکمرغی یواځېنی څېزدی،چې په ویشنه کې دوه چنده کېږي

«رابندرانات ټاګور»بنګالی

يواځې نېکمرغه انسانان منندوۍ نه دي،بلکې منندوي دي چې نېکمرغه دي

«فرانسس بیکن»انګلیسی

بدمرغي خطرناکه ده

«ګویټه»جرمنی

عقل او اراده هغه وسلي دي،چې انسانان پرې نېکمرغۍ ته رسېږې

«هردر»جرمنی

پلټونکي نېکمرغه دي

«نېچه»جرمنی

هېڅوک ستا پرته،نه دې نېکمرغه کولی اویا بدمرغه کولې شې

«مارتېن اوپېتس»جرمنی

حیرانتیا نېکمرغي راوړي

«اندرې هېلر»اطریشی

پیل کې زړورتیا،پاې کې خوښې

«ویکتورهوګو»فرانسوی

څوک چې انسان سره مېنه لري،خوښۍ سره یې هم مېنه لري

«فیدورمېخایلوېچ داستوفتسکی»روسی

مخکې له دې چې موږ په ژوند کې خوښي یا بد مرغي وګورو،لټون یې کوو

«خلېل جبران» تونسی

نېکمرغۍ بډ(ضد) زړه تنګي ده، نه بدمرغي

«شټیفان لرمر»جرمنی

نېکمرغي د ټکر(تصادف) زړه پورې بڼه ده

«ورنرمېچ»جرمنی

ټول څېزونه چې ارواوي په خوځښت راولي،نېکمرغي ده

«ارتور شنیتسلر»جرمنی

د ښواندونو څښتن،نېکمرغه دی

«مارکوس اوریلیوس آنتونیوس»لرغونی رومي

څوک چې سترې نېکمرغۍ لټوي،کوچنۍ یې له پامه وځې

«هارتموت رو» جرمنی

آندونه دې ستروي،خوهېلې دې شتمنوي

«مارکوس فابیوس کونتېلان» هسپانیایې

نېکمرغي یواځې پوردی،نه سوغات

«تیودورفونتانا»جرمنی

ستاینه د هرانسان خوښېـږې

«ابراهیم لینکلن»امریکایی

نېکمرغۍ ته که غوږ شې، ورو راځې

«آناماریا سېلینکو»اطریشی ـ ډنمارکی

ستاینه د هرچا خوښېـږې،که وړتیا یې هم ونه لري

«مېخایل باریشینکو»روسی

نېکمرغي د ټکر(تصادف)خواښې ده

«کونوکلابوشکه»اطریشۍ

نېکمرغي د مېنې بل څه نه دي.څوک چې مېنه کولې شې،نېکمرغه دی.

«هرمان هیسه»جرمنی

ژوند خوښي ده، نه تل مېله

«پاول کلوډیل»فرانسوی

دوامداره نېکمرغي، زړه تنګي ده

«اوسوالډ شپنګلر»جرمنی

نېکمرغه هغه دی،چې د لمرپریوتوروسته د ستورو سیل وکړلی شې

«لودویک ادالبرت بالنګ»امریکایی

نېکمرغي په ژوند کې دانډول ساتنې وړتیا ده

«کلوډاچابرول»فرانسوی

نېکمرغۍ او خوښۍ یوې اندازې خیال ته اړتیا لري

«اوتومېلو»امریکایې

د ژوند نېکمرغي ستا د اندونو څرنګوالی پورې تړاو لري

«مارک اوریل»ایټالیایې

پاې

8 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *