Categories

اعلان

Loading…

هر څه پر خپل ځای/ نجیب منلی

«زه افغان یم، افغان زما هویت دی!»

په پردو، تودو بحثونو کې بې وخته ځان ورګډول، جنګ په بیه اخیستل دي. دغه پورته جمله د فیسبوکي هېواد د یو شمېر اتباعو له پاره د ورځې شعار دی. زه یې پر دې څه نه وایم چې پر حقه دی او که پر ناحقه. هر څوک، خپل یې فکر. که چا ته دا ښه ښکاري چې په دغه شعار هم ځان تباه کړي او هم نور، زه به ورته څه ووایم؟ نور لګیا دې د نورو، دې ته ورته، شعارونو په سر ځان پورې شل کیلو چاودېدونکي توکي تړي او د والیبال د لوبې په میدان کې پرې بې ګونا ماشومان وژني.

«دون کیښوتې دې لامانچه» د اسپانوي لیکوال میګل سروانتېس د ناول نوم هم دی او اصلي کرکټر یې هم دی. د اروپا د خانزاده ګانو کیسې یې ډېرې لوستې. خانزاده به په خپله، په لوی لاس، ځان پر کومه نالیدلې شازادګۍ مین کړ، اعلان به یې وکړ چې زما معشوقه – پلانۍ بي بي – تر ټولو ښکلې ده. که څوک یې نه مني راسره دې یې مالومه کړي. دربار په دربار په ګرزېده جنګ به یې غوښته چې خپله مېړانه په کې ښکاره کړي. دون کیښوتې د خپل ګاونډ یوه خواره، رینګنه نجلۍ خپله معشوقه وبلله، پر مړژواندې اسپې – روسینانت (په پښتو کې ټټو) – له کلي ووت چې د خپلې «دولسینې» (زموږ په ادبیاتو کې یې کټ مټ ژباړه «شېرینه» راځي او دا هم ناممکنه نه ده چې سروانتېس به دا نوم د فارسي ادب له فرهاد او شیرینې څخه پور کړی وي) د ښکلا نامنونکي د ځمکې له مخه ورک کړي. پر بادي ژرندو یې د جنګیالیو ګومان وکړ، توره یې پسې را وایسته او د ژرندې د څرخ پر پرو یې ځان بځې بځې کړ.

یوازې لامانچه نه وه چې کیښوتې یې زېږولی و. همداسې کرکټرونه پر هر خاوره په زرګونو پیدا کېږي.

له خپل ګران ملګري صدیق الله بدر سره مې همېشه په دې جنګ وي چې هغه په خپلو شعرونو کې کلمې وړاندې وروسته کوي او زه په دې باور یم چې په بیان کې هره کلمه خپل ځای لري. د «افغان» او «هویت» په بحث کې هم زه د خبرې سیاسي اړخ ته نه ګورم او نه دغه سیاسي بحث د دې وړ بولم چې خپل وخت پرې ولګوم. پرته له عاشقۍ، سل کارونه نور هم شته. زه یې د بیان اړخ راسپړم.

«زه افغان یم، افغان زما هویت دی!»

«زه افغان یم» یوه ساده جمله ده. د افغانستان تبعه یم، د افغانستان اساسي قانون راباندې دغه «افغان» ټاپه لګولې ده. په دې کې نور د بحث ځای نه شته. «افغان زما هویت دی» یو څه دقت غواړي.

په سطحې نظر دا دواړه جملې هم مانا دي:

افغان زما هویت دی = زما هویت افغان دی.

د افادې له مخې بیا دا دوه بېلې جملې دي چې بېل بېل مفاهیم لېږدوی.

که جملې بدلې کړو: «کتاب زما دی» او «زما کتاب دی» ظاهراً یوه خبره کوي خو یو مفهوم نه لېږدوي. په لومړۍ بڼه کې، تکیه پر کتاب ده. دغه کتاب چې تا په لاس کې نیولې دی، دا زما دی، ته همدغه مشخص کتاب خپل نه شې بللای خو د نورو کتابونو په برخه کې درسره بحث کولو ته تیار یم. په دوهمه بڼه کې تکیه پر «زما» ده. خبره د ملکیت ده. دغه کتاب زما دی او یوازې زه پرې د کامل تصرف حق لرم. په لومړي پیغام کې ډېر اصرار پر کتاب باندې و خو په دویم پیغام کې ډېر اصرار پر ملکیت باندې دی.

اوس به دې شپږو جملو ته تم شو:

۱ – افغان، زما هویت دی

۲ – افغان، زما هویت دی

۳ – افغان، زما هویت دی

۴ – زما، هویت افغان دی

۵ – زما هویت، افغان دی

۶ – زما هویت، افغان دی

په لومړۍ جمله کې مې وویل چې «افغان» را ته ډېر مهم دی، ځکه چې پرته له همدغه صفته زه هېڅ نه یم. په دویمه جمله کې مې وویل چې که څوک زما پېژندل غواړي نو کولای شي چې د افغان په کلمه مې وپېژنی او که څوک زما پېژندل نه غواړي نو بیا ورسره په دغه صفت هم خبرې کول لازم نه بولم. په دریمه جمله کې مې وویل چې زما، د بل چا نه، د پېژندلو له پاره د افغان کلمه کارېدلای شي. په څلورمه جمله کې مې وویل چې «زه، په خپله» – د بل چا خبره نه کوم – د ځان پېژندلو له پاره افغان کلمه مهمه بولم. په پینځمه جمله کې مې وویل چې که ما ته اشاره کول غواړې نو د افغان کلمه درته په کار ده. بالاخره، په شپږمه جمله کې مې وویل چې زه پرته د افغان کلمې څخه په بل هېڅ ډول ځان نشم پېژندلای.

ما خبره یو څه راساده کړه که نه «د بیان ژبپوهنه» (Enonciation Linguistics) پر دې موضوع ډېر نور بحثونه هم لري.

اوس مې نو له هغو دوستانو څخه چې شعارونه ورکوي «افغان زما هویت دی» پوښتنه دا ده چې د دې جملې له ویلو یې موخه څه ده؟

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *