Categories

اعلان

Loading…

د ناصرو خدۍ/ عصمت قانع

ناصر او سلیمان خېل دوې درنې قبیلې دي، چې اوس هم د سلیمان غره په جنوبي څنډو کې اېلبندونه او څړځایونه لري. دغه دواړه پوونده قامونه د یوې خدۍ پرسر په قیامت خېزه بدۍ باندې واوښتل.

دواړو قبیلو له نن څخه کابو اویا کاله وړاندې سخته دښمني سره کړې ده، په دغه دښمني کې په زرهاوو تنه ځوانان وژل شوي دي. د کېږدیو مېچنو اورونه اخستي دي، وینې بهېدلې دي، ککرۍ رغښتې دي، ناویانې کونډې شوې دي، مېندې بورې شوې دي، خویندې ورارې شوې دي او پلرونه بې زامنو شوي دي.

اوس هم د دغسې سترې دښمنۍ اوازې او انګازې د ناصرو او سلیمان خېلو د سپین ږیرو د ناستو پاستو د بحث توده موضوع ده.

زما نیکه عبدالعزیز خان سلیمان خېل یو له هغو سپین ږیرو څخه وو، چې درې ورځې د پیر ګیلاني د پلار نقیب صاحب پر دروازه وږی تږی ناست وو او غوښتنه یې دا وه چې د ناصرو او سلیمان خېلو د سولې او روغې جوړې په باره کې مرسته وکړي، چې بالاخره د نقیب صاحب او نورو پیرانو په مرسته د ناصرو او سلیمان خېلو بدۍ په نیکي بدله شوه او سلیمان خېل اوس هم د پیرانو مریدان دي.

خدۍ د ناصرو او سلیمان خېلو د بدۍ سرچینه وه، خدۍ د بدۍ د کېږدۍ مرانده وه. خدۍ یوه ناصره پېغله وه، چې یوه سلیمان خېل ځوان ته په نامه شوې وه. د کیسې روایت کوونکی وایي، چې خدۍ اوږدې زلفې درلودې، چې تر نرۍ ملا یې ور اخوا وې.

یوه ورځ د تره زوی د خوږو اوبو پر چینه د تره لور خدۍ لیدلې وه، چې څڼې او زلفې یې په زنه مینځلې وې او د لرګي ږمنځ یې په کې وهله.

تربور د ځوانۍ په نشه شوې لهجې د تره د لور پر زلفو باندې د ښکلا افرین ویلی وو او د تره لور د پېغور او کرکې په وینا د تره د زوی وینو ته اور ور اچولی وو او ویلي یې وو:

په ټول ناصرو کې څوک نه وو چې دا زلفې مې تر سر لاندې کړي، اوس به نو د سلیمان خېلو د سر بالښت شي. بس د تره زوی یې چیغه کړه، چې خدای یو، مالګې تروې، که دې سلیمان خېل راڅخه یوسي. سلیمان خېلو د مړوښې (مټیزې) ښځې د بایللو بې ننګۍ ته تن ور نه کړ او د تیغونو خولې د وینو پر چینو ور برابرې شوې، جنګونه وشول، فسادونه وشول.

تر زرهاوو تنو زیات سلیمان خېل او ناصر ووژل شول او بالاخره د خدۍ کپۍ د سلیمان خېلو پر پېڅول وختله او خدۍ بېرته د سلیمان خېل مېرمن شوه.

اوس هم چې په پښتنو کې څوک د شر لپاره اشر کوي، نو متل ورپسې کېږي چې له ځان څخه د ناصرو خدۍ مه جوړوه!

له تېرو پنځه دېرشو کالو راهیسې زموږ د آمن، خیر او مصلحت د وینو په شریانونو کې د خدۍ وایروس پیدا شوی دی.

څوک د قبیلې په نوم د خدۍ د وایروس کردار لوبوي او څوک یې د سیمې په نوم، څوک په ژبه پورې اړم دي او څوک د سمت او منطقې د بدۍ لپاره د خدۍ رول لوبوي او د دغه رول په ستره استخباراتي لوبه کې ډالري خریداران لري.

د بلخ والي یو ځل ګواښ وکړ چې کچېرته ماته په پېژندپاڼه کې تاجک ونه لیکل شي، نو زه به دا تذکره وانخلم!

د حفیظ منصور په څېر ړندو او کڼو کرکجنو خو د افغان نوم د یوې داسې تنازعې خواته کشولو ترڅو په همدې کلمه باندې یو ځل بیا استخباراتي خنجرونو ته د افغان وطن په خېټه کې د منډلو زمینه برابره شي او د واحد افغان ملت په وجود کې د نفاق د پروپوزل پروژې بېرته د ورکشاپونو خنډونه پیدا کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د برقي تذکرو پرسر د ناصرو د خدۍ له کرکې ډک ګواښونه اورېدل کېږي.

افغانستان پنځه زره کاله تاریخ لري او ۱۳۵۰ کاله کېږي چې په جوماتونو کې یې سجدې کېږي، خو دا شل کاله د اسلامي جمهوریت نوم پرې پروت دی، آیا تر شلو کالو مخکې دې وطن اسلامي هویت نه درلود. حتماً یې درلود، خو سیاسي شوی نه وو.

افغان دا پنځه زره کاله کېږي د سیمې د ژبو د لرغونو ادبیاتو د بوللو او بدلو لغت دی، خو تر اوسه پورې سیاسي شوی نه وو. نن یې د استخباراتي لوبې دلالان د سیاسي مارکېټ په مغازه کې د خرڅلاو لپاره ږدي.

افغان هویت ددې سیمې د زلزلو په لړزانده رګونو کې ګډ دی، افغان هویت ددې جغرافیې د بادونو د انګولا په اوازونو او وږمونو کې نغښتی دی، افغان هویت ددې منطقې د غرونو پر نه تمېدونکو سرونو د ابدیت منار دی، افغان هویت ددې وطن په هدیرو کې د ښخو شوو هډوکو په هر مالیکول کې ګډ دی او افغان هویت ددې وطن پر لمن د راټوکېدونکو ګلونو، ځوځانو، غاټولو بوټو او چمنونو د رنګ برخه ده.

یو شمېر په کرکو او نفرتونو روږدي کسان نه پوهېږي چې د پلار د حیا په ږیره لوبې کوي، ددې پر ځای چې د هېواد د وحدت لپاره د جمهور رئیس پر قانوني موقف باندې د واحد افغان وطن د عزت لپاره خپل دریځونه متحد کړي هڅه کوي چې جمهور رئیس کمزوری کړي او د واحد افغانستان پر ضد د ګل مرجان خېلو هڅو ته د سیاسي منطق ژبه په مصنوعي توګه تخلیق کړي.

نوې برېښنایي تذکره د افغانستان اتباعو ته ورکول کېږي او څوک چې د افغانستان تابیعت نه لري، دا کارت نه شي اخستلای.

تر ټولو ستر او ویاړلی هویت افغانستان دی، راځئ چې افغانستان په یوه داسې هویت بدل کړو، چې اتباع یې له لوږې خلاص شي، له بېسوادۍ وژغورل شي، اتباع یې له جګړې څخه په امن شي، له نشو څخه مصئون شي او افغانستان د مضبوط افغان ملت ټاټوبی شي.

یارانو د ناصرو د خدۍ رول مه اجراء کوئ، کنه بیا به راتلونکی مورخ ستاسې دریځ له عطا محمد نور، لطیف پدرام او منصور سره په یوه تله کې وتلي.

87 total views, 2 views today

3 comments

  1. انصار Reply

    یره ددی لیکنی د خوند نشته-مننه

  2. shakir Reply

    ښاغلی قانع صاحب تاسو د پورتنۍ لیکنی په یوه بر خه کی لیکی ((افغان هویت ددې سیمې د زلزلو په لړزانده رګونو کې ګډ دی، افغان هویت ددې جغرافیې د بادونو د انګولا په اوازونو او وږمونو کې نغښتی دی، افغان هویت ددې منطقې د غرونو پر نه تمېدونکو سرونو د ابدیت منار دی، افغان هویت ددې وطن په هدیرو کې د ښخو شوو هډوکو په هر مالیکول کې ګډ دی او افغان هویت ددې وطن پر لمن د راټوکېدونکو ګلونو، ځوځانو، غاټولو بوټو او چمنونو د رنګ برخه ده.))
    نو بیا د مشکل چا جوړ کړی دی؟ او ولی یی جږړ کړی دی؟
    مشکل خو تاسو هم اشاره کړی ده چی ایران پلوه لکه عطا نور، پدرام او منصور جوړ کړی دی. خو دا دوهمه پوښنته به بیا موږ درته ځواب کړو.
    مشکل یی پدی خاطر ندی جوړ کړی چی د افغان په نوم به پیژندپاڼه درنده یا سپکه شی، دي که شک نشته چی د افغان د کلمی په لیکلو یا نه لیکلو زموږ ملی هویت ته د یو ی کوچنۍ زری په اندازه زیان هم نه رسیږی. خبره پدی که دا چی دوی تا افغان او افغانستان له سره نه منی . موږ دوی سبا ته وای چی افغان خو لری شو نو راځی چی اوس همدغه افغانستان خراسان ونومو بیا یی موږ کوم پړتړګ وکړو
    نو که نن افغانان د افغان له کلمی ورته تیریږی ښه به دا وی چی همدا نن د افغانستان نوم هم پر خرسان واړو تر څو سبا ته بیا د افغانستان او خرسان مسله ده بیا هم دا سیمه دا دا استخبرات دی او دا زموږ ترس دی او دا ویره ده.
    ښاغلی قانع صاحب یو بل مثال هم لرم ، که ستاسو په یاد وی وروسته له ټاکنو څخه او د ټاکنو د جنجالونو په جریان کیډاکټر اشرف غنی یوه خبره وکړه او ویی ویل چی ماته د یوه افغان وینه د تول افغانستان څخه ډیر ارزښت لری. زما په ګمان باید اشرف غنی دا خبره نه وای کړی دا ځکه دا همدغه ایران پلو ته یو شین چراغ وو او د هغوی زړور کول وو هغه وو چی دوی لا نوری پښی ټینګی کړی چی نیم په نیمه واک یی تر لاسه کړ. نو اوس چی د افغان له کلمی څخه ورته تیر شی باور د وشه که ارام خوب ترینه وکړی.
    نو زموږ مشوره به تاسو او نورو افغانانو ت دا وی چی راځیراولاړ شی چی دا دومره چی هر ورځ په ځانمرګیو کی وژل کیږی یو څو کسه د د همدغه لنډغرو سره هم ووژل شی چی یو واری له دغه هرورځ اخ او ډب څخه بی غمه شو او یا سبا ته پړی یا رسۍ راوخلی چی دا افغانستان ورسره څولور ټوټی کړو بیا که چا وچه خوړه او یا لمده.

  3. Abdul Ghafar Zaman Reply

    قانع صاحب! چې خټه دې له کومې خاورې اغګل شوې هماغه طبعت کوې. په ټاکنو کې دې د هغه جونجړ په ملاتړ زموږ احساسات راټپي کړ او اوس هماغه ته ورته بله کوې. لومړی تا د یو عاقل انسان او لیکوال په صفت دا عنوان ولې انتخاب کړ؟ ما خو دا د ناصرو خدۍ د لومړي ځل لپاره واورېده خو په اول نظر پوه شوم چې دا څومره د شهامت یو غټ داستان دی. په دې خو د هالیووډ یو فلم جوړول په کار دي څو دنیا ته د پښتنو د غیرت او پت ساتنې مثال وړاندې شي خو افسوس د پښتنو د بې وسۍ! هسې خو لکونه ښځې د دنیا په بازارونو کې د مردار خورو د هوسونو ښکار دي، د هغو به څه تاریخ او داستان پاتې شي؟ د تا په څېر د قلم والو لیکوالو مسوولیت خو په نهایت کې د پښتنو راټولول او ترې ملت جوړول دي خو له بده مرغه چې تاسو په معکوسه روان یاست. د پدرام، منصور، عطا نور او نورو متعصبو او افغان دښمنو په وړاندې په تاجکانو کې لیکوالان نه پيدا کېږي خو د یون د برحقې داعیې په وړاندې بیا څوګونه پښتانه لیکوالان میدان ته رادانګي. اوس که ستاسو د موضوع اړوند مطلب ته راشم هغه دا دی چې که نن موږ د ملت له نامه تېر شو، سبا د هېواد له نامه تېر شو، نو د ژبې له حقه خو به ناچاره تېرېږو ځکه د افغان او افغانستان د نومونو له ورکېدو سره خو زموږ مورال د تاجکو په وړاندې لا نور ضعیفېږي او پښتو به د پشه يي ژبې په څېر یو څو نور کلونه په غرو کې ویل کېږي او همداسې به ورکېږي. اوس زما هیله له تا څخه دا ده چې پخپل دروند قلم د ناصرو خدۍ دا ځل په معکوس ډول ولیکې او پښتنو ته ووايې چې که زموږ پلرونو د عزت په نامه د یوې خدۍ لپاره زرګونه سرونه قرباناوه، نو موږ یې ولې د خپلې ژبې لپاره چې له هماغو پلرونو څخه راپاتې هویت دی، قربان نه کړو؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *