Categories

اعلان

Loading…

مشرف وايي، د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل یو حماقت و

تاند- د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف پرون اعتراف وکړ چې د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یوه احمقانه تېروتنه وه خو ده د القاعده په رامنځته کولو کې امریکا او نور لوېدیځوال ملامت وبلل.

مشرف په کراچۍ کې د ځوانانو پارلمان ته په وینا کې یادونه وکړه چې پاکستان یوازینی هیواد و چې په ۱۹۹۶ میلادي کال یې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده، ورپسې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده.

د پاکستان پخواني پوځي مشر یو اویا کلن مشر د پنجشنبې په ورځ ومنله چې پاکستان د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو کې حماقت وکړ.

ده دا هم وویل چې د پاکستان لومړی حماقت دا و چې ۲۵ زره افغان مجاهدین یې وروزل څو د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وجنګېږي او وروسته همدا کار د دې سبب شو چې القاعده رامنځته شي.

مشرف همداراز وویل چې بله تېروتنه دا وه چې لوېدیځوالو د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژانده.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر دا خبره هم ومنله چې په دوه زرم میلادي کال د امریکا ولسمشر بیل کلنټن پاکستان ته ورغی چې په دې یې وترټي چې ولي یې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی دی.

مشرف یو ځل بیا په افغانستان کې د پښتنو د حقونو یادونه وکړه او ویې ویل چې همدا تشه سبب شوه چې طالبان ورڅخه استفاده وکړي او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې بیا ځانونه منسجم کړي.

مشرف ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کې د هماغه وخت د شرایطو په خاطر په خپله راوبوټېدل.

ده وویل:«ځیني وايي چې طالبان زموږ بچیان دي او موږ زېږولي دي، خو دا حقیقت نه لري.»

10 total views, 4 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    كله جه يو متقاعد جنرال أوريس جمهور ديو مملكت وروسته دخبل كاره به ملي او بين المللي خيانتو نو اعتراف كوي كه جيري بيدار مملكت او زوندي اولس ولري دا بايد محاكمي ته راكش كري داخكه دده اشتباه دتول ملت اشتباه ده داجه ملت بي خبره او دا عمل برويز مشرف إنجام كري بايد او بايد دمحاكمي شاته ودريزي.

  2. اختر رودوال Reply

    اوس هم ناوخته نه دی. که سمدستي د طالبانو له حمايت څخه لاس واخلي، هرڅه به سم شي.

  3. اویدالله افغان Reply

    یولې اوس یې ولې ملاتړ کوي په پاکستان اسلام اباد کې یې ورته کورنه جوړي کړي او روزی یې د مدرسو سره مرستې کوي اوبیا دلته رالیږي او جنګ پرې کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *