Categories

اعلان

Loading…

د کتاب لوستلو درې موثر قدمونه/ محمد عارف رسولي

ډېر خلک کتاب په سمه توګه نه لولي. له یوه سره کتاب ته لګیا شي او کرښه په کرښه کتاب لوستل پیل کړي بیله دې چې یو ځل کتاب وارزوي چې په عمومي توګه د څه په هکله بحث کوي. داسې وګړي یو خط او پاراګراف څو ځلې لولي، هڅه کوي چې حافظې ته یې وسپاري او ډېر وخت او د کتاب اصلي موخې او پیغام ته نه ګوري. دا دلوستلو لاره بیخي غلطه ده او نن علمي څیړنو مالومه کړې ده چې څنګه او په کوم ډول د کتاب لوستل ښې پایلې لرلئ شي.

په دې لیکنه کې موخه داده چې په عام ډول د اړتیا لرونکو هیوادوالو لپاره اوپه خاصه توګه بیا د ګرانو زده کړیالانو (محصلینو) لپاره له موثقو علمي موخذونو څخه د کتاب لوستلو او په تیره د درسي کتابونو د لوستلو غوره لارې په دریو قدمونو کې بیان کړو ترڅو ورڅخه ګټه واخلي.

یو څو مهمې عمومي خبرې:

لوستل څه شئ دي؟ لوستل هغه جریان او پروسه ده چیرته چې لوستونکي له هغو څیزونو څخه چې لولي یی معنی جوړوي، یا لوستل زدکول دي – د معلوماتو نښلول و هغه پوهې ته چې یو کس یی له مخکې لري او نوې پوهه او پیژندنه مابین ته راوړل دي.

د میریلند د پوهنتون عمومي رئیس دانل ن. لنګنبرګ اود امریکې د لوستلو د ملی پنل مشر، وایي: د لوستلو ښوونه یقینا دراکت ساینس دئ. هغه په رښتیا خورا پیچلئ کار دئ.

لومړی قدم – د مفهوم لرونکي او هدفمنده لوستلو لپاره زمینه برابره کړه

الف . فصل سروې کړئ (یو اجمالی او سرسري نظر ورباندې واچوئ ). د لوستلو څخه مخکې د هغه لوی تصویر تر لاسه کړئ، په بل عبارت، د فصل لنډیز لدې مخکې چې شروع کوئ وپیژنئ.

  • د فصل عنوان وارزوئ
  • د فصل سریزه ولولئ
  • د فصل دخلاصې سوالونه، هدفونه، اونور ولولئ
  • مهم سرټکي او لغتونه چې په قوی خط لیکل شوی وی ( که په قوی خط سرټکي نه وی، د فصل د هر پاراګراف دلمړۍ او آخرې جملې په لوستلو سره یې له نظره تیر کړئ)
  • وټولو تصویرونو، چارتونو او ګرافونو ته (که شته وي) ځغلنده نظر وکړئ
  • دفصل اوږدوالئ وآزمویئ، او د لازم لوست لپاره اړونده وخت تخمین کړئ
  • تاسوخپل لوست په مناسبو واحدونو وویشئ او هریوه واحد ته مناسب وخت ورکړئ
  • تصمیم ونیسئ چې څومره وخت تاسولوست کولئ شئ هغه هم دخپل فکري تمرکز په نظر کې نیولو سره
  • وګوره چې ته ددې بحث په هکله له وړاندې څومره پوهیږی

ب – له خپله ځانه ددې فصل په هکله پوښتنه وکړه

کله چې ته سروې د فصل کوې او یا کټ مټ مخکې له دې چې لولې سوال کول به له تا سره کمک وکړي چې و مهمو ټکوته ځیر شې، ستا ځیرنه به لوړه کړي او کمک به وکړي ترڅو خپل درک لوړ کړې. د مشخصو او عامو سوالونو کول به تاسو وتوانوي ترڅو فصل په چټکۍ ولولئ او زده یی کړئ.

  1. مشخص سوالونه کیدای شی د عنوانونو او بغیلي عنوانونو به څه شئ، چیرته ، څه وخت، ولې او څنګه د تبدیلیدو په واسطه جوړ شي.

احتیاط: که تاسو په دې سوالو ډیر زیات تمرکز وکړئ نو ددې خطر شته چې مهم معلومات به له لاسه ورکړئ. نو احتیاط وکړئ او خپل ځان په ډیرو وړو باریکو ټکو کې مه مصروفوئ.

  1. عمومی سوالونه له تاسوسره کمک کوي چې له کوم پاراګراف او یا فصل څخه څه تر لاسه کوئ.

له ځانه وپوښتئ:

  • په دې پاراګراف او یا فصل کې مهم ټکي چې زه یی باید په یاد وساتم کوم دي؟

  • مهم مرسته کوونکي اجزا ، څه دي؟

  • لیکوال دڅه کوشش کوي چې راته په ګوته یې کړي؟

  • په دې ساحه کې یو کارپوه به په کومو معلوماتوځیرنه وکړي؟

  • آیا لیکوال په خپل نظرکې سیی معلومیږي ؟

  • زه څنګه دا نظریات په خپل ژوند او یا زما څخه په دې چاپیر نړۍ کې په کار اچولئ شم؟

  • کوم مثالونه ورکړل شوي دي؟

  • آیا زه د نورو مثالونو په هکله فکر کولئ شم؟

دوهم قدم : دفصل مواد ولوله او بیا یی حافظې ته ورکړه ترڅو له خپلو لوستلو نه ډیره فایده واخلې.

درس په ډیر غور ولوله

یو څپرکئ په یوه معین وخت کې په غور ولوله او یا یو څو پاراګرافه که چیرته بغلی عنوانونه نه وي.

  • د مهمو مفکورو او یا مرسته کوونکو اجزاوو لپاره یی ولوله
  • په لمړي قدم کې د پوښتل شوو سوالونو د ځواب موندنې لپاره یې وګوره

د خپل فکري تمرکز اندازه وپیژنئ. مخکې له دې چې ستاسو فکر مشوش شی د څومره وخت لپاره لوستئ شئ ، د تاسو د فکر سلسله ګډه وډه کیژي، یا تاسو ګورئ چې تاسو یو پاراګراف بیا بیا د ۱۰ دقیقو لپاره لولئ؟ ودې علاماتو ته ځیر شئ او د خپل فکري تمرکز اندازه او محدودیت وپیژنئ.

  1. هڅه مه کوه چې د خپل تمر کزڅخه زیات ولولې
  2. درس په منطقي او د کنترول وړ څپرکیو لکه عنوانونه ، بغلي عنوانونه او فصلونو وویشه
  3. مخکې له دې چې شروع وکړې، تصمیم ونیسه چې څومره مخه یا څومره وخت ته باید ولولې چې بیا لوست پریږدې
  4. لوستل پریږده کله چې تا هغه ټاکلي صفحې ولوستې او د ټاکلي وخت لپاره او یاهم تر دې زر که ته درک کړې چې خپل فکر په درس باندې نه شې ساتلئ.
  5. خپل درس په دوو یا دریو ناستو یا وارونو کې پلان کړه که درس ستاسو د تمرکز د وخت نه زیات وي
  6. ته باید چې د لاسته راوړنې احساس وکړې کله چې ته خپل غوښتل شوی موخه ترلاسه کړې. بیا یو څو دقیقې و خپل ځان ته د تفریح تحفه ورکړه د ښه کار کړلو لپاره

کله چې د کوم ستونزمن ټوک د متن سره مخ شوې نو مه ویریږه او ورڅخه مه تیریږه. لاندې هڅه وکړه:

الف – بیا یی په کراره ولوله

  • په مهمو کلمو پسې و ګوره، وروسته په عباراتو پسې
  • په لوړ غږ ولوله
  • په خپلو الفاظو کی هغه څه تکرار او بیان کړه چې تا لوستي دي او بل چاته یی تشریح کړه
  • ودره ، قدم ووهه، یا خپل موقعیت ته تغیر ورکړه

ب – که اړه وي:

  • نو دیو څه وخت لپاره یی پریږده اویا ورباندې ویده شه
  • یو بل کتاب استعمال کړه
  • رهنما یا تخنیکې همکار سره خبرې وکړه
  • له هغه کس سره چې د شاګردانو مشکلات حلوي خبرې وکړه (که مو جود وي)

ج – مهم مواد او کمک کوونکي جزئییات حافظې ته وسپارئ

د یو څپرکي د لوستلو څخه وروسته تر متن لاندې خط کش کړه یا په مهمو څپرکیو باندې وروسته نوټ ولیکه. لاندې خط کش کول اویا نوټ اخیستل له تاسو سره کمک کولای شي چې خپل لوستی مواد د بیا کتنې لپاره لنډیز کړئ. د معلوماتو ثبتول تا سه سره کمک کوي چې په فعاله توګه په خپل درس کې شامل وې.

  1. د خپل کتاب مواد په غور سره لاندې خط کړئ.
  • وخپلوپوښتل شوو سوالونو ته جوابونه نښه / رنګه کړئ
  • لنډې ولې مانا لرونکي عبارتونه کوم چې مهم ټکي په ګوته کوي په نښه کړئ
  • په انتخابي ډول متن لاندې کرښه وکاږئ
  • د ډیر زیات لاندې کرښه کښلو پرځای د مهمو ټکو څخه لنډ نوټ په حاشیه کې ولیکئ
  1. نوټ اخیستل ستاسو د کتاب په حاشیو باندې د متن لاندې دکرښه ایستلو په ځای یو انتخاب دئ او یاهم ستا سو د کتاب په نښه کولو هڅې سره کمک کوي. احتیاط وکړئ چې دټول متن په بیا کا پی کولو وخت ضایع نه کړئ او همدارنګه د نوټ اخیستو په هکله ډیر هم سرسري مه اوسئ.
  • د مهمو مفکورو او مرسته کوونکو جزئییاتو په منځ کې انتخاب وکړئ
  • مواد په خپلو کلماتو کې غورچڼ کړئ او وروسته یی زر ولیکئ
  • په لنډ ډول ولیکئ مګر مکمل مفهوم و ښیئ

دریم قدم : د لوستو په وخت کې درسي مواد په وړو اداره کیدونکو څپرکیو کې زده کړئ ترڅو بیا راپه یادیدل تقویه کړئ

الف – تمرین اوتکرار کړه په خپلو الفاظو هغه مواد چې ته غواړې چې له لنډ مهاله او اوږدمهاله حافظې ته یې انتقال او وسپارې. دغه ساده کار مرسته کوي ترڅو خپله حافظه قوي کړې اوهغه ددې په واسطه چې ته په فزیکي شکل مفکورې فورمولبندي کوې او وروسته یی بیا وایی او اورې. تکرار او بیان د ستا په خپلو کلمو تا ته شرایط برابروي چې ته په کره توګه په معلوماتو پوهیدلئ یې. هغه د یوې الې په توګه د زدکړې لپاره تر بیا لوستلو ډیره ګټوره ده او د امتحان لپاره د تیارۍ په موخه

لومړی ښه قدم دې.

  • د یوه څپرکي یا د څو پاراګرافونو تر لوستو وروسته لوستل بس کړئ څپرکئ پټ یا بلې خوا ته وګوره
  • له خپله ځانه د لمړي قدم څو عمومي تپوسونه وکړه
  • د تکرار او بیان څخه وروسته و درسي موادو ته بیا وګوره او خپل ځان د سیی توب لپاره وارزوه
  • دغه روش تر هغو تکرار کړه ترڅو چې تا ټول مهم معلومات کم نه کم دوه ځلې ښه زده کړي وي
  • کله چې ته یقیني شوې نو و راتلونکي څپرکي ته ورشه

ب – تکرار د مالوماتو په منظمه توګه وکړه دیو څو ورځو یا اوونیو لپاره چې د هیریدلو مخ نیوئ وشي. د تکرار په جریان کې به ته درسی مواد بیا زده کوې. که څه هم تا به یو څه مهمې مفکورې او کمک کوونکي جزئییات هیر کړي وي مګر د تکرار په وخت کې به یی بیا زر زده کړې. په هره بیا تکرار ی ناسته کې به ستا په یاد راتلل به ترپخوا ښه وي. هغه محصلین چې په منظم ډول تکرار کوي لږ وارخطا، لږتر فزیکي او روحي فشار لاندې او امتحانونو او تستونو ته ښه تیار وي.

  • تکرار کوئ د خپل ځان د ازمویلو په واسطه په مختلفو څپرکیو باندې، داسی چې ارزوئ چې څومره تاسو په یاد لرئ.
  • تمرین او تکرار کړئ هغه جزئییات چې تاسو هیر کړي
  • خپل لمړئ تکرار د ۲۴ ګړیو په منځ کې تعین کړئ، په اوونۍ کې یو وار ټاکل شوئ لوست دهغې اوونۍ لپاره تکرار کړئ
  • په میاشت کې یووار په تیرو څلورو اوونیو کې ویل شوي مواد تکرار کړئ

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *