Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار پوهنتون کې د وينې ورکړې کمپاين

دوشنبه، د عقرب په ۲۶ مه نېټه د ننګرهار په پوهنتون کې دافغان ملي غورځنګ او د ننګرهار پوهنتون د محصلینو په ګډو هڅو د : وینه مه تویوئ، وینه ورکړئ! تر عنوان لاندې د وینې ورکړې کمپاين تر سره شو.

د غونډی پیل د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو وشو، ورپسی د هېواد ملي سرود وغږول شو.

د غونډې د پيل او ښه راغلاست وینا د ساینس پوهنځي رئیس محب الله جنتي لخوا واورول شوه. جنتي صیب د افغان ملي غورځنګ دا خیریه اقدام د ستایلو وړ وباله، او دا کړنه یې د ننګرهار پوهنتون د نېک نامۍ یو مهم فکتور حساب کړ او له محصلینو څخه یې وغوښتل چې خپله وینه هېڅکله له اړمنو کسانو څخه ونه سپموي.

۱تر ده وروسته د ننګرهار پوهنتون عمومي رئيس دوکتور صاحب طاهر عنایت ګډونوالو ته په خپله ارزښتناکه وینا کې د سولې او افغان پالنې پیغام ورکړ . د رئیس صاحب له ویناڅخه وروسته د ننګرهار ولایت د افغان ملي غورځنګ مسؤل ډاکټر صاحب زرعلي معروف په خپله وینا کې ویناوالو ته داسې وویل: که تاسې غواړئ چې مو نومونه د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي نو سر له نن څخه د خپلې وینې له قربانۍسره ځانونه د جهان جوړونکو په قطار کې حساب کړئ، دهېواد راتلونکی ستاسو په ننني انتخاب پورې تړاو لري، که مو د سولې لاره خپله کړه نو تل به مو هېواد سوکاله او پرمختللی وي او که برعکس مو وکړل نو راتلونکې کی به د اغیارو د ګټو ښکار شئ.

ورپسې د ننګرهار د محصلینو نمائنده دلاور رضا خپله وینا واوروله او د غونډې پر ګډونوالو يې غږ وکړو چې خپله وینه د دتلېسیما له ناروغانو څخه ونه سپموي. هېره دې نه وي چې د دې غونډې مالي لګښت حاجي صاحب شاه آغا پر غاړه اخیستی و او د غونډې د تنظم او سټیج چارې اسماعیل هوتک او عمران سلیمان خیل پر مخ وړلې.

تر ویناوو وروسته دوینې ورکړې عملي چارې پیل شوې، چې په سر کې د ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتو ر طاهر عنایت خپله وینه د تلېسیميا نارغانو ته ډالۍ کړه، ورپسی د مختلفو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو د سل زره سي سي شاوخوا وینه جمع کړه چې وروسته دغه وینه د افغان ملي غور‎ځنګ د تلېسیما سنټر ته ولیږل شوه.

په درنښت

رسول خان معروف

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *