Categories

اعلان

Loading…

افغانستان ژغورونکې ډلې ته اړتیا ده/ احمد مدثر

نوی ملي نومی حکومت چې د دو وتلو ټیمونو د معاملې په پایله کې منځته راغلی دی او د لوړې له مراسمو څخه یې یوه ورځ وروسته په ډیره بیړه دوې لویې امنیتي موافقې لاسلیک کړې. فکر کیږي چې د دواړو ټیمونو ژر تر ژره سره یو ځای کولو یوه موخه هم دا وه چې دا موافقې ژر تر ژره لاسلیک شي ځکه چې د امریکا او متحدینو دا اوږده جګړه بریالۍ او پر دستاورده څرګنده کړي چې همداسې هم وشول. امریکا او متحدین یې اوس ښه خوشاله دي ځکه چې هره غوښتنه چې ولري بې له کوم ځنډ او خنډ څخه منل کیږي نوی حکومت د دوی د فکر او پلان سره سم تشکیل شوی دی. بهرنۍ نړیوالې رسنۍ هم داسې مطالب خپروي چې د دوی په بشپړ رضایت دلالت کوي.

خو د دې امنیتي موافقو په لاسلیک سره جګړه سخته توده شوې ده او په کابل او نورو لویو ښارونو کې ډیر مهم تاسیسات په نښه کیږي. پخواني ولسمشر په خپله وروستۍ وینا کې چې د ملکی خدماتو له کارکوونکو سره یې مخه ښه کوله نو د نوي حکومت مشر ته یې له لویدیځ او په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو سره په اړیکو او تعامل درلودلو کې د محتاطانه ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه خو تمه نه کیږي چې دې غوښتنې ته پام وشي.

د امنیتي موافقو له لاسلیک څخه وروسته چې امنیت سخت خراب شوی دی او ملي امنیت هم ډاډ ورکوي چې دوښمن پر موږ یوازې دری سلنه بریالی دی او ۹۷ سلنه موږ پرې بریالی یو خو دا ډیره د خندا وړ ده چې تاسو څنګه په دوښمن بریالي یاست حال دا چې په دو اوونیو کې له لسو ځانمرګو بریدونو څخه زیاتې پیښې شوې دي او لوی لوی ځاني زیانونونه یې اړولي دي خو تاسو بیا هم ځان بریالی بولی.

د دې نا امنیو عمده لاملونه دوه څه کیدای شي یو د امنیتي موافقو لاسلیک او دوهم په نوي حکومت کې د اختلافونو او درزونو شتون دی. که څه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي سخته مبارزه وکړه چې دا تړونونه بې ګټې لاسلیک نه کړي، دی پوهیده چې دا تړونونه تر هغه بې مانا، بې ګټې او یکطرفه دي چې د افغانستان ګټې او د سیمې هیوادونو حساسیتونه پکې په پام کې نه وي نیول شوي.

حامد کرزي دا ورځ او وضیعت ښه درک کړی و او هره سیاسی وړاند وېینه یې سمه ختلې ده. کومه وړاند ویينه چې ده د تیرو بحراني شو ټاکنو په اړه درلوده هماغسې سمه وختله کوم چې ده ورته حدس وهلی و او د امنیتي موافقې په لاسلیک کې یې دا شرط هم ور زیات کړ چې زه به دا تړون هغه وخت لاسلیک کوم چې په ټاکنو کې بهرنۍ مداخله ونه شي. دا باید ومنل شي چې ولسمشر کرزی دقیقا یو مقتدر سیاستمدار، رهبر او وطنپال شخص و او دی. حامد کرزی په بهرنیو اړیکو کې یو مقتدر مشر و خو په کورنیو چارو او اړیکو کې یو معتدل او میانه رو سیاستوال و خو ولسمشر اشرف غني بیا په کورني اړیکو او چارو کې یو قاطع مشر او مدیر دی خو متاسفانه چې په بهرني سیاست کې ډیر میانه رو شخص دی حال دا چې د افغانستان د بې ثباتۍ ډیری لاملونه بهرني دي نو دې ته لازمه ده چې یو فعال بهرنی سیاست ولرو او د اعمال لپاره یې د ټینګې ارادې خاوند اشخاص ورته په کار دي.

دوهم د نا امنۍ لامل په نوي حکومت کې د اختلافونو او درزونو شتون دی دا تر ډیره یوه لویه ستونزه ده او د حکومت راتلونکې هم تر ډیره روښانه نه ښکاري چې تر کله به دوام وکړي ځکه له یوې خوا څخه دوې متضاد الفکره ډلې په قدرت کې سره ګډې شوې دي او حکومتي چارواکې تر ډیره پردې بوختې دي چې مقابله شریکه حکومتي چارواکه ډله یې په کومه برخه کې د واک څخه ناوړه استفاده ونه کړي او په همدې حال کې دا بله شریکه ډله هم دا ډول یو ذهني بوختیا لري نو په حقیقت کې ((خدمت)) کولو ته تر ډیره زمینه نه ده مساعده بلکه دوی د خپل ځان، ډلې د خوندي پاتې کیدلو په لټه کې دي په داسې یو وضیعت کې چې امنیتي موافقې بې مانا او بې ګټې وي او غوښتونکې اړخونه یې د خپلو موخو د بریالي کولو لپاره په لاسلیک خوښې وي او په ملي نومي حکومت کې دوې ډلې د خپلو پلویانو ځای په ځای کولو بوخت وي نو په داسې حالت کې ګران هیواد خپلو مینو او وطنپالو اشخاصو ته اړتیا لري هغه ډله باید د هغه اپوزیسیون په شان نه وي کوم چې اوسنی حکومت غواړي یو په دولتي امکاناتو ولاړ اپوزیسیون منځته راولي بلکه داسې ډلې ته سخته اړتیا ده چې هیواد د دایمي ثبات پر لور ور وخوځوي تر ډیره هیله کیده چې نوی زعامت به دایمي ثبات ته ډیر څه وکړی شي خو د بهرنیو ټاکنیزو مداخلو محصول داسې یو څه وشول چې راتلونکې یې افغانانو ته د اندېښنې وړ ګرځولې ده. هیله کیږي چې داسې یوه ملي افغانستان ژغورونکې ډله تشکیل شي چې هیواد د دایمي ثبات لارې ته بوزي او دا ډله باید د پاکو او په وطن مینو اشخاصو څخه تشکیل شي .

بل خوا که نوی حکومت غواړي چې دوام وکړي ورته په کار ده تر هرڅه د مخه نوې امنیتي موافقې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې و ارزوي چې تر کومه امنیت او افغاني ثبات ته اغیزناک تمام شوې دي او که په دومره وخت کې اغیزناکې نه وي تمامې شوې نو په فسخ کولو یې د اقدام وکړي که څه هم چې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر وایي چې د دې امنیتي موافقو څخه د امنیت راوستلو تمه مه کوئ حال دا چې دا امنیتي موافقې، امنیت رواستلو ته څه نه شي کولای نو بیا ولې اجازه ورکول کیږي ولې رسما د خپل سر زیان لاسلیک کوو .

خو اوس د افغان حکومت د هڅه وکړي چې خپل ذاتي اختلافونه ژر تر ژره حل کړي او د شوې معاملې-موافقې له مخې د خپلې چارې ژر تر ژره پر مخ روانې کړي. او د پلانونو ترسره کولو ته د مناسب او د ترسره کولو وړ وخت او موضع وټاکي. او په هیواد مینو ډلو، ګوندونو، مدني ټولنو، محصلینو او هر با احساسه قشر ته لازمه ده چې د هیواد ژغورلو ته په یو میثاق کار وکړي او د هغه په رڼا کې د هیواد ساتلو او ژغورولو ته ګډې هڅې وکړي.

په حقیقت کې داسې یوې ډلې ته ډیره اړتیا ده ځکه تیر حکومت که هر څومره ستونزې درلودې خو ولسمشر کرزی بیا په یوه داسې دریځ کې و لکه ملت ، نو همدا وجه وه چې ملت تر ډیره ارامه و او د اشغال ضد څرګندونې یې اوریدلې اوسنی حکومت هم ملامت دی او هم خپله بې کفایتي نه مني.

په دې هیله چې هر تصمیم افغاني او د نیکمرغۍ لوی لامل وي

191 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2