Categories

اعلان

Loading…

غیرتیان (۶) لیکوال: محمد اصف عمر

د بختۍ ترور زړه تنګ شو:
– زه درته ويمه ډېره خطرناکه ده، ته څه وايي؟
– ترورې! ډېره مه کلکېږه! نه يې بيايمه. ماته مالومه ده. الته نارينه ډاکټران يې ګوري. موږ ښځې په دا خوشې خوشې مريضيو کې ډاکټر ته نه بيايو، ته وايې چې دې حالت کې يې بوځه. ما درته مخکې ويلي، زما ښځه چې مړه ام شي د بل سړي لاس پې نشي لګېدلی. وکه! ته چې څه کولی شې امغه وکه! موږ چې پيدا کېدلو دا شفاخانې او ډاکټران چېرته وو؟ زموږ ميندې مړې شوې؟ ام؟
په دې وخت کې د شکريې زړه څيرونکې کريکې په فضا کې خورې شوې. ټول يودم غلي شول. ورپسې بختۍ ترور په بېرته ځغاسته کې ټوله لاره دوه ګامه کړه. آن د رشيد په څېره کې هم وارخطايي څرګنده شوه. بچيانو يې په دهلېز کې په وحشت ځپلو څېرو غوږ ايښی و. کله کله به يې د ډېرې دردوونکې چيغې په اورېدو تښتېدلي رنګونه يو بل ته واړول. اوښکو به يې په اننګو لارې وکړې. ورپسې به يې لنډې لنډې ساوې واخېستلې. يو وخت شکريه يودم غلې شوه. ورسره د بختۍ ترور په ګډون د کور د نورو ښځو ژړاوې پيل شوې. په دې وخت کې خانو هم په ژړا د دروازې خولې ته راغی:
– ابا ابا! اغئ وايي ابا ته دې ووايه چې مړ زوی دې پيدا شو.
رشيد له ټېغو ټېغو سترګو سره يو دم نېغ کېناست:
– آ؟ څه شی؟ مړ زوی پيدا شو؟ ولې؟
– څه خبر يمه. اهههههه…
رشيد په خورا غصه د شکريې د کوټې په لور خوشې شو. هغه بې حاله پرته وه. تر څنګ يې تنکی ماشوم داسې ښکارېده لکه ويده چې وي. نورو ښځو په زار زار ژړل. رشيد يودم په خپلې ښځې حمله وکړه. څو سپېړې يې ورکړې. همدا يې ويل چې تا زما زوی وژلی. د هغه سرو سترګو ته په کتو بسۍ له دواړو يورګانو سره په چيغه وتښتېدله. يوازې بختۍ ترور پاتې شوه. هغې په اوښکو ډکو سترګو د شکريې د ژغورنې هڅه کوله:
– ای ای! دا څه کی؟ هر څه اندازه لري. دسې ظلم؟ نه زچه ګورئ نه مريض. ما درته سل ځله ونه ويلې چې شفاخانې ته يې بوځه؟ آ؟ د اغې غريبې څه ګونا ده؟ تا خپله زوی وواژه تا خپله.
دا وخت کې قهار هم رارسېدلی و. رشيد د بختۍ ترور خبرې نه اورېدلې بيا يې چيغه کړه:
– دا زه ژوندۍ نه پرېدمه. لورګانې دسې روغې روغې زېږئ. الک سم نشي زېږولی.
بختۍ ترور يودم ودرېدله:
– ته بل وار وکه! چې دا ټول ګاونډيان درپسې راولمه که نه. تاسې نو بېخي.
قهار خپل ورور له لاسه کش کړ:
– ځه ورک يې که! اوس يې پرېده! څه ګټه لري؟ په بل شرم مو مه اړوه!
رشيد له ډک ستوني او سلګيو سره ووت.
څاښت يې جنازه خښولو ته روانه کړه. دواړه ورونه د ګاونډيانو د ډلې په سر کې د ژړا تر بريده خفه برېښېدل. رشيد، په غېږ کې د ګران زوی له تنکي جسد سره، کمزوري ګامونه اخېستل. شېبه په شېبه يې له خولې ساړه اسويلي ختل. داسې برېښېده چې يا د هلک په ژغورنه کې په خپلې بې غورۍ پښېمانه و، او يا يې په شکريې زړه سم تشول غوښتل.
په هديره کې ځوانانو مخکې له مخکې ورکوټی قبرګی جوړ کړی و. ماشوم خښ شو. دعا وشوه. په پای کې ټول بېرته د کورونو په لور سم شول. اوس رشيد بيا په ستوني کې ډوبې سلګۍ وهلې. په دې ترڅ کې يوه چادري کړې ښځه په مخه ورغله. ددوئ په ليدو ودرېدله. تر چادري لاندې له جيټکو څخه يې داسې برېښېده چې هغه هم سلګۍ وهي. کله کله به له ډېره درده وسونګېدله. يوه شېبه يې په دوئ پسې کتل، وروسته هدېرې ته ننوتله.
نيم ساعت وروسته دواړو ورونو د مېلمنو په کوټې کې د ګاونډيانو خواخوږۍ ته سر خوځاوه. يو سپينږيري دا هر څه د قسمت خبره وګڼله. بل څرګنده کړه چې که خلک مخکې له مخکې پوهېدلای چې څه يې په ګټه دي نو قسمتونه به يې ټول سم کړي وای. مدير صاحب ځوړند سر غلی ناست و.
هلته د اوسېدو په کوټو کې د رشيد کمکۍ لوڼې له ګاونډيو ښځو سره له بې حاله شکريې راتاوې وې. هغوئ په سلګو سلګو په ستوني کې ډوب ژړل.
دلته د مېلمنو په کوټې کې رشيد ناڅاپه پاڅېده. د ټولو سترګې ور واوښتلې. هغه په ناآرامۍ وويل:
– وبښۍ! تاسې کېنئ! زه لږ کار لرمه. زر بېرته راځمه.
قهار په تعجب وپوښتل:
– چېرې ځې؟
رشيد پرته له ځواب ورکولو کوټه پرېښودله. قهار هم په بيړه ورپسې ووت. ويې ليدل چې ورور يې د لويې دروازې په خولې کې ورته ولاړ دی. هغه په ټيټ غږ بيا وپوښتل:
– خيريت دی؟ کومې خواته روان يې؟
دا وخت مېلمانه هم په ګډه راووتل. دوئ د غرمې د ډوډۍ ټينګ ست وکړ. خو هغوئ پاتې نشول. وروسته رشيد قهار ته ښه نژدې شو او په ټيټ غږ يې وويل:
– زما په خيال نوريه ګۍ الته هدېرې ته راغله.
– کله؟
– اغه چې موږ راوتلو.
– نه، اغه څه خبره شوه؟
– نه پوېېږمه. خو ما ته مې زړه امدسې وايي. راته يې يو ډول وکتلې. او بل قد يې او ژړا يې ام د نوريه ګۍ غوندې وه.
قهار په زړه تنګۍ مخ بلې خواته تاو کړ:
– ای! بلا ورپسې! پرېده ورک يې که! چې بيا د بل چا ښځه د لاسه ونه نيسې.
– نه نه، زه يو وار ځمه، ګورمه يې.
هغه په تېزو ګامونو وخوځېد. کله چې هدېرې ته ورسېد، هلته څوک نه ښکارېده. يوازې دوه ماشومان بوجۍ په شا د قبرونو تر منځ په کږو وږو لارو تاوېدل راتاوېدل. دا يې د سوند بوټي ټولول. رشيد وړاندې ورغی. کل سري ماشوم ته يې غږ کړ:
– ای الکه ای! دلته راشه!
هلک د ننوتو غومبرو د سړي له غضبه ډکې څېرې ته په شک وکتل. ورپسې په آرامه نژدې ورغی. رشيد په سوې سا وپوښتل:
– دلته مخکې چادري کړې ښځه وه. اغه څه شوه؟
– آ چې په اغه وړوکي قبر يې ډېرې بغارې وهلې؟
– هو، هو. امغه امغه.
– اغه خو ښځه نه وه. جلۍ وه. خوشې يې چادري په سر کړې وه.
د رشيد احساسات راوپارېدل:
– هوهو، امغه امغه کنه. اغه څه شوه؟ کومې خواته لاړه؟
هلک په بيړه سرک ته ګوته ونيوله:
– امدا تانه مخکې غټ بس ته وختله، لاړه.
رشيد سمدلاسه د سرک په لوري خوشې شو. دواړو ماشومانو په حيرانتيا ورپسې کتل. هغه بې له ځنډه ټکسي موټر ونيو او د ښار د مرکز په لور يې هی کړ. تر څو شېبو وروسته يې يو لوی بس وليد. کله چې ورسره څنګ په څنګ شو، د لاس په اشاره يې هغه درېدو ته وباله. د بس ډرېور رشيد ته په شکمنو کتلو په بريک پښه ټينګه کړه. د ټولې سورلۍ سترګې له ټکسي څخه کوزېدونکي سړي ته واوښتلې. د نوريې زړه تر چادري لاندې په دربېدو شو. هغه وسونګېدله او له کړکۍ نه په څخېدو لېرې شوه. څنګ ته ناستې ښځې بېرته ټېلوهله:
– ای ای خورې! زور مه وهه! په خپل ځای کېنه!
رشيد له پارېدلې څېرې سره په منډه بس ته وخوت. نيم موټر له ښځو ډک و. څوک په چوکيو ناستې او څوک ولاړې وې. د هغه نظر په چادري کړيو مېرمنو داړې لګولې. خو په غوچ ماغوچ کې د ښځو د غټوالي او ډنګر والي فرق سخت کار و. له بله پلوه د هغه دا کار د سورلۍ تر منځ د غصه ناکو پوښتنو د تبادلې لامل شو. خو د رشيد ټول پام د خپل زيانمن شوي غيرت بېرته رغونې ته و. نوره ونشوه. يودم يې غږ کړ:
– ای ګورئ! زه مې لور لټومه. اغه مانه ځان پټئ. امدغه بس کې ده. دسې ماته نه مالومېږي. خير دی، تاسې يې راته پيدا کئ! په مخ يې تور خال دی. که تاسې خپل ښي مخ يو بل ته ښکاره کئ دستي مالومېږي.
د ښځو تر منځ د تعجب انګازه خوره شوه. نوريه سخته بې واره وه. ژر يې مخ په ډار څنګ ته ناستې ښځې ته واړاوه، چې پېژندلې خو يې نده. هغې هم ورته سترګې ځير کړې. نوريې ژر وويل:
– دا سړی لېونی دی. ستا د لور يې په موږ څه؟
خو ښځې هېڅ نه ويل. يو قرار يې د چادري تر سوريو دننه د هغې ښی غومبوري ته کتل. مګر بلې ولاړې ښځې په لوړ غږ د نوريې خبره تکرار کړه. د ښځو تر منځ د اعتراض زوږ پورته شو. هلته د نارينه ګانو تعجب يودم په قهر بدل شو. يو تن چې لونګۍ يې په سترګو راټيټه شوې وه د رشيد په لور په تګ کې وويل:
– ای ای! ته څه کاره يې چې د خلکو ښځو سره کار لرې؟ ته دېخوا شه چې اوس دې د موټر نه لاندې غورځومه که نه. رذيله!
رشيد هم سترګې برګې کړې:
– ای! خوله دې سمه خوځوه! رذيل به خپله يې! زه لور لټومه. چې پيدا يې نه کمه يوه ښځه ولا که رانه کېوځي.
دغې خبرې د هغو کسانو، چې ښځې يې په بس کې وې، د قهر لمبو ته نور تېل واچول. يودم دوه تنه نور هم په غاښچيچي له لونګۍ والا سره ملګري شول. په ګډه يې په رشيد د سپېړو او سوکانو باران جوړ کړ. هغه هم بې ځوابه پرې نښودل. د ښځو چيغې پيغې جوړې شوې. بس بيا ودرېد. اوس نو د چا چې لاس رسېده په رشيد يې وار ګوزار کاوه. په پای کې يې په وهلو وهلو دباندې سرک ته وغورځاوه. ورسره سم بس بېرته حرکت وکړ.
نوريې په اوښکو ډکو سترګو له کړکۍ څخه د خپل ابا په وينو ککړ مخ ته کتل. د څنګ ښځې هماغسې شېبه په شېبه سترګې ور اړولې. خو نوريې اوس بېخي مخ دباندې خواته تاو کړی و. هلته شاته يې پلار په بيړه يو ټکسي ونيو او بيا په دوئ پسې شو. د نوريې زړه بيا لکه مارتول ډبېدل پيل کړل. يو وخت بس په يو تمځي کې ودرېد. ډېرې چادري کړې د دروازې په لور وخوځېدلې. ددې د څنګ ښځه هم پاڅېدله او له خپلو بچيو او مېړه سره کېوتله. نوريه ورسره څنګ په څنګ تله، چې ګواکې د هغې د کورنۍ غړې ده. نوموړې مېرمن اوس په هر څه پوهه وه ځکه يې مخالفت ونکړ. د بس ټايرونه په کولېدو شول. رشيد هاغو چادري کړيو مېرمنو ته ځير و، چې يوازې روانې وې. خو نوريه يې پکې ونه ليدله. وروسته بېرته په لېرې کېدونکي بس پسې شو.
ددغې ورځې په سبا درې قيمتي ګاډي په خورا سرعت راراوان وو. له يودم بريک سره سم يې په سرک باندې د ټايرونو د ښوېېدو خرپس وخوت. يوه ډله پارېدلي ځوانان ترې په څلورو غوښينو ورونو پسې کېوتل. حاجي ناصر سمدلاسه له يو ماشوم نه وغوښتل چې رشيد او قهار ته غږ وکړي. هلک په منډه په کوڅه کې تر درې کوره وروسته د هغوئ ور وټکاوه. حاجي په لوړ غږ ورنارې کړې:
– ور ننوځه!
ماشوم له سر څنډلو سره په هماغسې جګ آواز ځواب ورکړ:
– نه ماما، الکان کورته نه پرېدي، په قارېږي.
په دې ترڅ کې چا ور بېرته کړ. ماشوم په خبرو کې د حاجي ناصر په لوري ګوته ونيوله. رشيد سر راواېست. له حاجي سره د يوې ډلې ځوانانو په ليدو يې رنګ پک والوت. خو سره له دې هم وړاندې ورغی. په احترام يې روغبړ وکړ. مګر حاجي په تېرو کتلو په کلکه وويل:
– موږ راغلي يو چې کور تش کو. نورې خبرې به بيا پسته حلوو.
په دې وخت کې قهار هم په اندېښنه راورسېد. رشيد په نرمه خبرې پيل کړې:
– آجي صيب! موږ ستاسې په حق کې اېڅ خبره نلرو. موږ خو وويلې کنه چې يوازې منتظر يو چې محکمه فيصله وکي. بيا موږ اېڅ په کې نه وايو. بل په خدای که اېڅ ځای لرو، چېرته لاړ شو؟…
دا وخت ځېنې ګاونډيان او مدير صاحب هم راووت. هغوئ په خبره د پوهېدو لپاره غوږ غوږ وو. قهار يو دم برګ شو:
– څه د بل چا ځای خو مو ندی نيولی چې تاسې دسې نېغ ولاړ يئ چې ووځئ! په خپل کور کې يو.
حاجي په آرامه لاس اوږد کړ:
– راکه پيسې مې راکه! زه نه ستاسې په کور کار لرمه، نه په دوکان، نه په بل شي. راکه!
قهار لکه مار تاو راتاو شو. ورپسې يې له سوړ اسويلي سره يو په بل اوښتي غاښونه راڅرګند کړل:
– ته خو ښه پوېېږې چې راسره نشته…
– چې نشته، نو کور خوشې کئ!
مدير صاحب وړاندې ورغی:
– ته ګوره وروره! زه چې څونه خبر يمه دا خلکو حکومت ته اريضه کړې. تر اوسه محکمه نده جوړه شوې. که اغو پورې صبر وکئ څه به مو کم شي؟
حاجي ناصر په زيږه ژبه وويل:
– ای آجي صيب! زه نه پوېېږمه چې ته ددئ څه کېږې، او ولې ځان ته دا حق ورکی چې د بل چا په کار کې مداخله وکې؟ يوه پوښتنه درنه کومه. تاسې خپلې لانجې په جرګې خلاصوئ که نه؟
– هو، خو…
– آ، خير ويسې! چې په جرګې يې خلاصوئ نو موږ ام دا کار کړی. جرګې وخ ورکه. موږ ومانه. که نه په دغو پيسو چې دوئ ورکې کړي دا دونه وخ کې ما يو په دوه ګټلې. موږ ويلې خير دی اوس راغلې ده نو. ددوئ مو لياظ وکه. هو، دوئ ام جرګه ومنله.
هغه مخ رشيد ته واړاوه:
– امدسې ده که نده؟
رشيد سر په منښته وخوځاوه. حاجي زياته کړه:
– ښه چې فيصله دې ومنله، نو ولې بيا اريضه کی؟ آ؟
رشيد غوښتل څه ووايي، حاجي پرېنښود:
– موږ ته بيا ګوره! موږ ورته سره ددې ام د جرګې د وخ نه ډېر وکتل. نور نو نه کېږي. راغلي يو چې کور تې واخلو. که په زور وي که په رضا. دا زموږ پيسې نه پوره کئ! موږ امدا اوس ام ورسره ښه کوو. که نه بايد خپلې ټولې پيسې وغواړو.
سره له دې چې قهار برګ برګ کېده، رشيد په نرمه او په زارۍ بيا بيا وغوښتل چې که هغوئ لږ وخت ورکړي. مګر حاجي نور د يو قدم شاته تګ هوډ نه درلود:
– نه نه، بس دی! ډېر مو لياظ وکه. کشکې تاسې په لياظ پوېېدلی. امدا اوس به زموږ په مخ کې کور تشوئ!
قهار په کلکه وويل:
– موږ تر محکمې پورې کور نشو تشولی.
حاجي ورو خپلو کسانو ته سترګې واړولې. هغوئ سمدلاسه په قهار راتاو شول. له لاسونو تاوولو سره سم يې سملاوه. رشيد لا له ځايه خوځېدلی نه و چې بلې ډلې کلک ونيو. مدير صاحب او نورو ګاونډيانو بېلولو ته ور ودانګل. خو حاجي ښی لاس په ګواښ جګ کړ:
– که څوک يو قدم وړاندې راغی بيا ګيله د ځانه کوئ! موږ د چا سره جنګ ته نه يو راغلي. خپل حق غواړو. خو که څوک مو مخې ته درېږي اغه د مخې لرې کوو.
خلکو پښه ونيوله. په دې وخت کې د دواړو ورونو کمکۍ کمکۍ لوڼې په چيغو راووتلې. په ورکوټو ورکوټو پاپيو، ترپه ترپه ترپه، په منډه راغلې او تر خپلو پلرونو راتاوې شوې. په ژړا او چيغو يې لاس پورې کړ:
– مه کوه ماما! ابا مې خوشې که! ابا مې خوشې که!…
قهرجنو ځوانانو نجونې ټېلوهلې او د وهلو ګواښ يې وکړ. خو هغوئ نه تللې. مګر رشيد له قهره تک سور اوښتی و. يودم يې په پښو پسې نښتې لورکۍ لکه توپ لېرې واره کړه:
– ما درته ندي ويلي چې د کوره مه وځئ؟ آ؟ ځئ، ننوځئ! ته ودرې زه بيا درسره کار لرمه!
نجونې ددې ګواښ په پايله ښې پوهېدلې. ځکه په منډه بېرته کورته ننوتلې. يو تن منډلي ځوان، چې قهار يې څملولی و، غږ کړ:
– کوفته يې کو؟
حاجي سر وڅنډه:
– نه.
رشيد ته دا غږ هماغسې وبرېښېده چې د وهل خوړلو په ماښام يې له يو پوزتړلي څخه اورېدلی و. په ځير يې د ځوان ګرد مخ او پلن ورمېږ ته وکتل. هغه هم پوه شو، ځکه يې په ملنډو وموسل. خو د رشيد په سترګو کې د بې وسۍ ترڅنګ د غچ اخېستنې سپرغۍ وځلېدلې. په دې ترڅ کې حاجي وړاندې ورغی د پروت قهار مخې ته په دوو پښو کېناست:
– څه غواړې؟ آ؟ چې زما کسان دې ښځې د لاسه ونيسي، په زوره يې راوباسي؟ آ؟ امدا بې اېزتي غواړې؟ ګوره! موږ دې کار ته مه مجبوروه!
خو قهار همدا شېبه له خدايه بل څه غوښتل. هغه غوښتل چې دا حاجي يې چېرته يوازې په لاس ورکړی وای. مګر اوس د خپلې بې وسۍ له امله د ژړا تر برېده خواشينی و. هغه ته يې په سترګو کې کتل او هېڅ يې نه ويل. رشيد له ژر ژر سا اخېستنې سره غږ کړ:
– نه نه، صيي ده! صيي ده! موږ وځو، موږ وځو.
ځوانانو د حاجي په اشاره دواړه خوشې کړل. هغوئ هم سمدلاسه په ټيټو سترګو د کور د سامان په اېستلو پيل وکړ. په څو شېبو کې د کور مخې ته د ناليو او ټغرونو ډېرۍ جوړې شوې. مدير صاحب، چې په زړه سوي يې ددغې پېښې ننداره کوله، غږ کړ:
– ويسئ، زموږ کره يې ويسئ! تر اغو چې ځای پيدا کوئ موږ به د کور د تنګوالي نه مړه نشو. ځه!
رشيد او قهار يو بل ته په غمجنو سترګو وکتل. مدير صاحب پوه شو:

نور بیا

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *