Categories

اعلان

Loading…

ياره تر هغې کلي ته مه راځه! / صادق الله صادق

[د ښاغلې مقدس احمدزۍ پر شعري بڼ څو خبرې]

د مينې نوم دومره خوږ دى، چې تش په ذهن کې راتلو سره د سړي زړه تخڼـوي، مينه د ژوند دويم نوم دى، په مينه دنيا ودانه ده، که چېرته مينه نه واى؛ نو نفرتونو به دا دنيا له وخته ورانه کړې واى.

مينه او ذوق سره نېږدې اړيکې لري، هغوى چې له يو شي سره مينه کوي، هغوى د هماغه څيز غوښتونکي هم دي، هغوى چې په شوق او ذوق سره يو څه ترلاسه کوي او مينه ورسره کوي، دا د هغوى فطري غوښتنه ده، زه نه غواړم، چې پر مينه بحث وکړم؛ خو شعر او شاعري بې له مينې ناممکنه ده، زه دا هم نه وايم، چې شاعر يا شاعره دې خامخا پر يو شخص مَېن يا مَېنه وي؛ بلکې مينه، خو له دين سره، له وطن سره، له مور او پلار سره، له ژوند سره او نورو… سره کېږي.

په همدې پار هغوى چې مينه يې کړې وي، بې ياره ژوند څه، چې آن يوه لحظه هم په بېلتون کې نه شي تېرولى، نو هغوى به خامخا دا بيت څو څو وارې لولي:

کـــه زمــــــــا لپاره دې په مينه لګولې فتـــــــوا
که خوله مې ګونګه کړم، په زړه خو دې غوښتلى شمه

احمدزۍ پښتون ولس اوس له مينې، خوښيو، ښاديو او د مينه ويشونکو له قافلو څخه پاتې بولي او وايي چې وروسته د غمونو له لښکر سره غاړه غړۍ روان دى، لکه:

مونږ د غمونو له لښکر سره ملتيا کړې ده
خـو د خوښيو کاروانونو نه ويده پاتې يو

داسې څوک به هم وي، چې په داسې وخت کې له ياره لرې، له دياره لرې، له وطنه لرې او له خپلو- پرديو لرې وي، نو هغوى؛ خو به خامخا جانان لکه د باران په شانې غواړي:

لکـه غم يې چې باران راباندې راشـي
داسې يو ځل دې جانان راباندې راشي

د پېريانو له نوم سره؛ خو اشنا ياست او بيا د مينې پېريان څه بېل شان وي، که مو ليدلي نه وي، نو د پښتو دا لنډۍ، خو به مو خامخا اورېدلي وي:

دا ستا په سترګو کې پېريان دي

چې په تا راشي، غوټې ماله راکوينه

خو مقدس احمدزۍ بيا وايي، چې:

لـوى واړه مې په خبرو پورې خاندي
ستا د مينې چې پېريان راباندې راشي

دستمال يا رومال، تصوير، ګوتمۍ، ګلاب او داسې نورو ته د مينې نښې ويل کېږي، خو مقدس بيا له دا ډول نښو سره نه ده بلده، بلکې هغې ته يې داسې نښه په لاس ورغلې ده، چې کله له بېلتون سره ژوند پيلوي؛ نو را اخلي يې او يو څه ترې يادوي:

زموږ ترمنځه اوس همدومــره فاصله پاتې ده
د زړه په سترګو مو د يو او بــل څېره پاتې ده
په هر عنوان کې يې زمــــا د نامې ذکر کړى
زما په لاس کـې يې له لاســه کتابچه پاتې ده

هسې؛ خو په مينه او محبت کې دا غماز، بېلتون او رقيب له لرې ځايه داسې راټوپ کوي، لکه مچ، چې شومړو ته ټوپ کوي؛ خو احمدزۍ بيا د خپل بېلتون لامل د غماز او رقيب دعا او ښېرا دواړه بولي:

چا راته کړې ده ښېرا او چا دعا جانانــــه؟
موږ چې خپه ګرځو له يو بل يو جدا جانانه

هغوى، چې په نه خبره سره وران وي او له يو بل لرې داسې خپه ګرځي، ته به وا چې له کلو راهيسې دښمني لري، خو د مينې او عشق خپګان بيا داسې نه وي، که يو ترې خپه وي؛ نو بيا هم دا بل ورته داسې وايي:

اوس ترېنه هېره يمه زړه کې ورســــــره نه يمه
چـــې به يې ژړل راپسې اوس ورته هغه نه يمه
تـــــاته به ښه ښکاري اشنا چې رانه لرې ګرځې
پـــه دې خبــرو ګــــــوره زه درنه خپه نه يمه

هغوى چې غريب، بې وسه، بې وزله او فقير وي، په دې ملت کې؛ خو به تل له پېغور، کرکې او بې مينۍ سره مخ کېږي، همدا ګيله اغلې احمدزۍ په خپل شعر کې داسې را اخيستې ده:

خير که په ژوند کې دې، هم لږې خوشالۍ رانه کــړې
پـــــه خوله دې لاس کــېږده پېغور د غريبۍ رانه کړې

د مينې يار او دلدار سره وخت تېرول، شپې رڼې کول، کيسې کول ډېر خوند لري، خو هغوى چې په داسې وخت کې وارخطا وي؛ نو دا بيت دې ولولي:

جانانه مه وارخطا کېږه، زه دې څنګ کې يمه
لا خو وختي دى ترسهاره بـــلا شپه پاتـې ده

غم داسې يو درد دى، چې هر چا ته يو وار ضرور رسېدلى، غمونه هم بېلابېل وي، د کورنۍ غم، د ژوند غم، د وطن غم… او د مينې غم يا درد؛ خو بلا زور غواړي، لکه وايي:

غمونو لاړ شئ، نور د غم وس راکې نه دى پاتــــې
سترګې مې وچې شوې، د نم وس راکې نه دى پاتې
جانانه بس دى هر څه خوند تر يوه حده کــــــوي
د انـــتظار او د سـتم وس راکې نه دى پاتـــــــې

ځينې وخت خلک داسې خوبونه ويني، چې تر سحره بيا ورته له يرې خوب نه ورځي او له ځان سره يې سرچپه تعبيرونه په ذهن کې اړوي را اړوي، هغوى لا نور هم يرېږي، چې په خوب کې د داسې چا تصوير ګوري، چې په ويښه يې نه غواړي:

سـتا د سترګو له تصوير مې کېږي وېــره
د خپل خوب له هر تعبير مې کېږي وېره

که مو په زړه کې مينه نه وي، نو تاسې له ژوند سره په جنګ ياست، دا ځکه هغوى چې مينه نه کوي، ژوند نه کوي، بې مينې ژوند لکه بې مالګې وړه؛ خو دا بېله خبره ده، چې احمدزۍ هغه چاته د لمانځه وروسته ښېرا کوي، چې مينه نه پېژني او يا يې قدر نه کا:

چې د چا د مينې قدر په چا نـــه وي
په لمانځه کې به ښېرا کوم هغــو تــه

د مينې په ژوند کې به مو خامخا د يار کلي ته د ورتګ اراد کړې وي او څو څو ځل به يې ديدار ته ورغلي ياست، که نه نو دا لنډۍ؛ خو به مو ضرور اورېدلي وي:

څوک چې د يار کلي ته لاړ شي

چې بې ديدنه ترې راځي، نو مړ دې شينه

خو نه، احمدزۍ بيا تر هغې چاته کلي ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، ترڅو يې چې له کلي شر او فساد خپله لمن نه وي ټوله کړي، تر څو يې چې په کلي کې ژړا او غوغا پاى ته نه وي رسېدلي، ترڅو يې چې په کلي کې د وړو، زړو، خويندو او ميندو پرهرونه سره ورغلي نه وي، ترڅو يې چې په کلي کې خلک پر خپلو وعدو ولاړ نه وي، ترڅو يې چې په کلي کې مشران، کشران، واړه او زاړه سره په يو ټغر ټول او يو موټى شوي نه وي، ترڅو يې چې په کلي کې بنجاره يو ځل بيا خپله بکسه نه وي ګرځولي، ترڅو يې چې په کلي کې ناوړه دودونه، رواجونه او رسمونه له منځه تللي نه وي او داسې نورې ډېرې خبرې يې کړي دي، کله چې هغه ومنل شي؛ نو بيا يې د ورتلو اجازه ورکوي، زه به يې درته له همدې شعره يوه ټوټه راواخلم:

ورک مو چې له کور او کلى شر نه وي
زړه کې مو چې روغ د درد پرهر نه وي

ياره تر هغې کلي ته مه راځه

په پاى کې اغلې احمدزۍ ته په شعري بڼ کې د نوو پنځوونو غوښتونکى يم.

د لوى، سوکاله، اباد او سمسور افغانستان په هيله

په مينه

ستاسې کشر

صادق الله صادق

ګودر کتاب خپرنځى- جلالکوټ

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *