Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژبې لومړنى ولسي شاعر/ سید اصغر هاشمي

 شيخ بوستان بړيڅ: بوستان بړېڅ د محمد اکرم زوى ،د پښتو له ادبي او روحاني مشاهېرو او لېکوالانو څخه دى، پلار يې د قندهار په ښوراوک کې اوسېده چې روحاني او پېژندل شوى شخصت و، د پښتو ژبې اولين ولسي شاعر دى، دې نه مخکې چا په فولکوريکو ادبياتو کې کار نه و کړى شيخ بوستان په قوم بړيڅ و او د ښواروکه ولاړ، د هلمند پر غاړو يې دروېشانه ژوند کاوه او په عبادت به بوخت وو.

بوستان په ځوانۍ کې هند ته ولاړ او په سېر او سياحت مشغول شو، دغه ګرځېدل او سياحت بوستان يې شاعرۍ او لېکوالۍ ته اړ کړ،او د فطرت په مطالعه بوخت شو.

شيخ بوستان د پښتو ژبې لېکوال، شاعر او مؤلف دى چې مورخان يې ښه پېژني او د ده روحاني شهرت هم تر نورو شاعرانو خورا لږ نه دى.

نعمت الله هروي د مخزن افغان مؤرخ ليکي(( په ځوانۍ کې له دوهه هندوستان ته راغى او په سمانه کې مېشت شو او په تجارت بوخت شو ، تل به يې سترګې د اوښکو ډکې وي))

د مخزن له دې بيانه زموږ د شاعر اخلاقي هويت ښه ښکاري او دا څرګندوي چې شيخ بوستان بړيڅ سياح او ګرځنده سړى و اود عمر تر پايه هم په سياحت بوخت و، نعمت الله د عمر په اخر کې د بوستان ملګر و او له ده يې خوارق لېدلي وو، دى وايي ددرياب په سفر کې د بوستان ملګرى وم.،چې د ګجرات ، احمد اباد ته راغلو ، شيخ راته ووېل: چې زما عمر پوره دى او هم دې د جمعې په ورځ چې د ربيع الثاني ١١ مه وه، په ١٠٠٢هـ کال د اسهال په مرض د ماسپښين تر لمانځه وروسته مړ شو او هماغلته ښخ شو، شيخ بوستان که څه هم پر کور ناست سړى نه و او عمر يې په سير او سياحت تېراوه، خو بيا هم کوم وخت چې د جهان له مطالعې فارغ شو، نو يې قلم را واخيست او په پښتو يې ښه اثار وليکل.

تر مرګ څلور کاله د مخه په ٩٩٨هـ کال خپل وطن ته راغى او د خپلو مطالعاتو نتايج يې په يوه کتاب کې را ټول کړه چې نوم يې بوستان الاولياء و، د پټې خزانې له کتابه ښکاره ده، چې دا کتاب هم د روحاني خلکو تاريخ و او هم د پښتو رجالو او مشاهيرو اشعار او احوال پکې و، کله چې محمد هوتک د خپل پلار په روايت دغه کتاب په ښوراوک کې د حسن خان په کور کې لېدلى و د شيخ تيمن اشعار او احوال چې د پښتو ادبياتو يو ستر شاعر او ليکوال دى له بوستان الاولياء څخه را نقل کړى دى.

بوستان الاولياء د پښتو شاعرانو احوال او اشعار هم درلوده او علاوه پردې شيخ خپل اشعار هم پکې راوړي وو.

محمد هوتک وايي: بوستان د خپل عصر شاعر او مؤلف سړى و چې په پښتو يې اشعار وېل او روحاني ژوند يې کاوه، په عشق او مينې ګرفتار و، محمد هوتک خپل دخولي د شيخ بوستان بړيڅ يوه بدله را نقلوي چې د ولسي يا فولکوريکو ادبياتو يوه غوره ژانر او ډول دى او په وطني وزن يې وېلې ده.

بدله د پښتو په ځينو سيمو کې په عام ډول ټولې ولسې سندرې لکه لنډۍ ،سروکي، د واده سندرې، چهاربيتې، نيمکۍ او نورې بدلې بولي خو بدله ځانته ځانګړي ولسي او فولکوريک فورم لري.

بدله شفاهي ده او خوله په خوله ، سينه په سينه يو بل ته سپارل شوي دي خو لومړنۍ بدله د شيخ بوستان بړيڅ ده چې د لسمې پېړۍ په وروستۍ لسېزه کې کې تر زرم کال وړاندې وېل شوي ده.

په عمومي ډول بدلې په شکلي لحاظ په ١٥ ډولونو وېشل شوي دي او که پلټنه وشي ښايي تر دې هم زيات ډولونه ولري.

ولسي بدلې لومړى يو کسر(مطلع) لري او ورپسې يې بندونه وي، مطلع يې له يوې او ږدې او يوې لنډې مسرې څخه جوړوي چې بيا د قافيوي تړون له مخې له هر بند سره ټول تکرارېږي.

دوه نيم بيتي يې سره هم قافيه وي لومړنى نيم بيتى يې اوږد او ورپسې نيم بيتى يې لنډ وي، د بند هره اوږده مسره يې تقريبا د لومړني بيت له اوږدې مسرې او لنډه يې له لنډې سره برابره وي او د بند په پاى کې د بدلې لومړى بيت بيا تکرارېږي.

بدله

اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظرکه پرما         راسه ګذر که پر ما
د مينې اور دې زما زړګى ورېت په انګار کېنا                         ښې تار تار کېنا
خود به ولېږم چــــــــې مې زړه پـر تا مفتون کېنا         ځان مې زبون کېنا
اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظرکه پرما          راسه ګذر که پر ما
وکه نظر زما پر حال چې پروت رنځور يمــــه تل   په وېر ناسور يمه تل
له زړه مې څاڅي وينې سور په وينو خپل يمه تل   په اور جلبل يمه تل

88 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *