Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کي د لندې او تازه ميوې لپاره لومړنی ستر مارکېټ افتتاح سو

په هغه مراسمو کي چي نن پنج شنبه په دې اړه  د مهمند د لوي کندهار  په سوداګريز مارکېټ کي  جوړ سوي وه د کندهار والي  ډاکټر توریالی ویسا د کابل څخه راغلو مېلمنو  د سوداګرۍ  وزارت معین مزمل شنواری ، د زراعت وزارت معین  سلیم کندوزی ،  داسیا مشر وفیع الله ،  دسوداګری د خونو مرستیال مشر خان جان الکوزی  ملي سوداګرو هر یوه حاجي  محمد یونس مهمند  محمد یوسف مهمند  حاجي محمد صدیق مهمند ، کندهار ښاروال او نورو چارواکو ګډون درلود .

د مهمند د لوي کندهار  سوداګريز مارکېټ مسوول او ملي سوداګر حاجي محمد یونس مهمند د مارکیټ د افتتاح په مراسمو کي وویل چي د مهمند د لوي کندهار  سوداګريز مارکېټ په ۴۵ جریبه مځکه کي جوړ سوی چي د هيواد په کچه به  پکښي د لندې او تازه ميوې صادرات او واردات ترسره سي.

IMG_2953

د ښاغلي مهمند په وینا دغه مارکیټ ۷۵۰ دوکانونه لري چي شاوخوا ۱۵ میلونه ډالره لګښت په راغلي .

په غونډه کي کندهار والي داکټر توریالي ویسا وویل چي ياد مارکېټ به ددغه ولايت کرنیز سکتور ته وده ورکړي او همبه د ښار په منځ کي د غير معياري مارکېټونو خلک خلاص سي.

IMG_6255

((په دې مارکېټ کي به د کندهار او د افغانستان د نورو ولايتونو مېوه په معياري ډول پيک او بسته بندي کيږي  اوس زموږ مېوه په ډېر بد حالت کي نورو هيوادونو ته ليږل کيږي چي په دې سره مينه وال د لاسه ورکوي.)

د مهمند د لوي کندهار  سوداګريز مارکېټ د کندهار ښار ختيځ لور ته د کندهار – بولدک د لاري په اوږدو کي ښورندام ته نژدې  جوړ سوي

IMG_6264

دغه مارکېټ پراخ دوکانونه، چي هر يو يې ۱۲ متره اوږدوالی او څلور متره بروالی لري او هم د نړيوال معيار مطابق هر دوکان یوه اشپزخانه، یو تشناب او د دوکان مخته بيا د پياده رو پرته شپږ متره تړه لري.

په مارکیټ کي دننه  د خلکو د سهولت لپاره مدرسه ، ښوونځي ، صحي مرکز او  د بانک يوه څانګه او په پنځه پوړه کي دوه عصري او لوي هوټلونه هم رغول سوي دي.

16 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *