Categories

اعلان

Loading…

د ایساف په برید کې ۳ طالبان ووژل شول

د لغمان  ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –

د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په راکټي برید کې د وسلوالو مخالفینو درې تنه وژل شوي دي.

تیر ماښام ۵ بجې د الینګار ولسوالۍ د پنده کچۍ په سیمه کې د مشهور وسلوال مخالف سلطان جان د ګروپ درې تنه چې په یاده سیمه کې د تیرېدو په حال کې ول د بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه او وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې داد الله، خیر الله او داود چې مشهور په فدايي دی؛ شامل دي.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *