Categories

اعلان

Loading…

موږ او نوی تمدن/ اسد الله غضنفر

هسې وایي چې کله ناصرالدین شاه قاجار د اروپا له اوږده سفره ایران ته ستون شو، خپل صدراعظم ته یې وویل: مونږ به هیڅوخت پرنګیانو ته ونه رسېږو، نو کوښښ کوه چې څو پورې زه ژوندی یم، ملک دې همداسې کرار پاتې وي.

ناصرالدین شاه چې کابو نیمه پېړۍ سلطنت وکړ، په دې پوهېده چې د اروپایانو په څېر اصلاحات لازم دي خو دا وېره هم ورسره وه چې اصلاحات به په ټولنه کې ناکرارۍ پیدا کړي او د ده حکومت به په خطر کې ولوېږي.

د ناصرالدین شاه د وخت افغان پاچهان هم له اروپایي تمدن سره په کشمکش کې وو. امیر شیرعلي خان او امیرعبدالرحمن خان ته د ژوند نوي کولو خوند ورکاوه خو وېرې او بدګومانۍ هم ورسره وې.

زموږ د واکمنو یوه وېره دا وه چې هسې نه اروپایي تمدن د اروپایانو د غلبې او سلطې سبب شي. بله وېره دا وه چې رعیت به مخالفت ورسره وکړي او بل تشویش دا و چې په اروپایي طرز اصلاحات به د واکمنو قدرت محدود او د قانون په چوکاټ کې ایسار کړي. په دې سربېره ځینې غیرسیاسي علتونه هم وو چې واکمن یې تغییراتو ته نه پرېښودل. مثلا د واکمن لټي او یا د تېر ژوند له خاطرو سره دلچسپي د دې سبب ګرځېدل چې د تحول مخه ډب شي. څو کاله پخوا چې مې په کندز کې هغه کوڅه پخه ولیده چې په ماشومتوب کې مې لوبې پکې کړې وې، خوشحاله نه شوم. زما لپاره هغه کوڅه هماغسې ښه وه چې په ماشومتوب کې مې لیدلې وه.

نوی ژوند او نوی تمدن به زموږ خوښ وي یا نه، خو که موږ پسې ورنه وشو، هغه راپسې راځي. په نولسمه پېړۍ کې په هندوستان کې فتواوې صادرې شوې چې مسلمان دې په اورګاډي کې نه سپرېږي، یا دې عصري دواګانې نه استعمالوي او یا مثلا د راډیو اورېدل حرام دي، خو اورګاډي راغلل، دواګانې عامې شوې او راډیو هر کور ته ورسېده. کله چې راډیو، موټر یا عصري دوا د ژوند برخه وګرځي نو د دغو وسایلو مهارت ته ضرورت پیدا شي او په یوه بله مرحله کې لازمه شي چې د همدغو وسایلو فابریکې جوړې شي. د مهارت او فابریکې د لرلو لپاره نویو زده کړو ته اړتیا ده او له زده کړو سره وګړي په خپلو حقونو خبرېږي. وګړي بیا دې نتیجې ته رسېږي چې ملک به مو شریک وي، حکومت به مو د خپلو رایو په اساس وي او هر څوک به یوه رایه لري. په دې ډول نوی تمدن د استبداد بېخ باسي او فردي او سیاسي ازادیو ته لار پرانیزي.

د ژوند وسایل، فکرونه او ارزښتونه بدلېږي. که له بدلانه سره مخالفت کوو، بدلون به څپېړې په مخ راکړي او په هغه شکل به ځان راباندې وتپي چې ورسره په تکلیف به یو خو که د عقل او تدبیر په حکم د نوي تمدن واقعیتونه ومنو او په ژوند کې تحول ته تیار شو نو د خپلې ماضي هغه برخې به هم خوندي کړای شو چې پکارېږي مو او ډېرې راباندې ګرانې دي.

9 total views, 1 views today

2 comments

  1. shahed Reply

    غضنفر صا حب قلم د تاند اوسه مضا مین د علمي دي لوستل یې ما ته خوند را کوي عمر د ډیر شه.

  2. عبدالحلیم Reply

    غضنفر صیب ډیر وخت نه کیږی چی لیکنی دی په تاند کی کی لولم او د خوند اخیستلو تر څنگ ذده کړه هم تری کوم او ماته نوی موضوعات په کی زیات تر سترګو کیږی..رب دی به علم برکت کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *