Categories

اعلان

Loading…

يوه نااشنا تجربه، راشئ دا خپل غږ وتراشو/ سيدشاه سقيم

سيدشاه سقيم

کله به مو دا تجربه نه وي کړې چې چاته خبرې کوئ، نو په عين حال کې خپل غږ ته هم غوږ ونيسئ.

که دغه تجربه وکړئ، تاسې به په لومړي ځل وپوهېږئ چې ستاسې غږ څومره تراشلو ته اړتيا لري، تاسې ته به درمالومه شي چې تر دې وروسته بايد په څومره لوړ يا څومره ټيټ غږ خبرې وکړئ.

په مجلسونو کې به مو ډېر ليدلي وي چې د ځينو کسانو غږ هسې په چا غمېږي، هغوی ښکنځل نه کوي، د چا غيبت ته يې ملا نه وي تړلې، نصحيت هم نه کوي چې په سړي يې خبرې وغمېږي، کومه په زړه پورې کيسه کوي، خو د اورېدونکي پام کيسې ته نه شي را اړولای، د اورېدونکي پام په بله ځي او په پايله کې د کيسه کوونکي خبرې ورباندي غمېږي.

کله کله به له ځينو داسې پېښو سره هم مخ شوي ياست چې کوم ملګری درته په ډېر ټيټ غږ خبرې کوي، تاسې يې خبرې نه اورئ، ورڅخه يو يا دوه ځله د تکرار غوښتنه کوئ، خو هغه بيا هم په هماغومره ټيټ اواز خبرې کوي، بالاخره يې خبرې درباندې غمېږي او پام مو په بله اوړي.

دلته ستونزه دا ده چې يوازې په سړي د دغسې انسانانو خبرې نه غمېږي، بلکې په يوه نه، يوه توګه يې له همداسې خبرې کوونکي څخه زړه سړېږي او بيا يې ښه خبره هم خوند نه ورکوي، ځکه هم يې د اورېدونکي وخت ور ضايع کړی وي، هم يې هغه بې ځايه متوجه کړی وي او هم يې کيسه ورته حلاله مرداره کړې وي.

په ښار کې به مو کله سترګې نه وي پټې کړې او يوازې د ښار غږونو ته به مو غوږ نه وي نيولی؟

که داسې وکړئ، بيا به درته ښار د چټلو، بې‌خونده او ستغو غږونو يوه بې سره او بې تاله موسيقي ښکاره شي.

د موټر هر بې ځايه هارن به مو په غوږنو بد لګېږي، د رکشو بې‌خونده اواز ته به مو زړه تنګېږي، د حلبي‌ساز د څټک ټکا به مو بېل زړه خوري.

اوس که چېرې دغه غږونه سره کښته او پورته شي، د ځينو اواز ټيټ او د ځينو لوړ شي او په دې سربېره، ځينې غږونه وروسته او ځينې رامخکې شي، بيا به د ښار په غږ د يوې خوندورې موسيقي هومره خوند اخلئ.

غږ يوه مېخانيکي څپه ده چې د فشار په اهتزاز سره، په يوه جامد، اوبلن يا گازي محيط کې په بېلابېلو فريکوېنسيانو کې را پيدا کېږي او بيا د اورېدو وړ ګرځي.

دلته ستونزه د غږ په پرېکوېنسي کې ده چې بايد معتدله وساتله شي.

پښتانه وايي، د ډول غږ له لېرې خوند کوي، علت يې همدا دی چې د ډول د غږ پرېکوېنسي بېخي لوړه ده او له نږدې په انسان بده لګېږي، ځکه خو چې هر څومره ورڅخه په لېرې واټن کې يې، هومره د غږ پرېکوېنسي راکښته کېږي او بالاخره په يوه نقطه کې په غوږنو ښه لګېږي.

که چېرې همدغه ډول، همدلته په ټيټه پرېکوېنسي وغږول شي، بيا يې غږ له نږدې هم خوند کوي.

په سترو غونډو کې به مو ليدلي وي چې له يوه سټېج څخه څو تنه په يوه واليوم د يوې موضوع په اړه وينا کوي، خو د ځينو وينا ته خلک غوږ غوږ ناست وي او له ځينو نورو يې پام په بله اوړي او يا په خپل منځ کې خبرې پيلوي.

دلته بيا موضوع يوه ده، پرېکوېنسي هم يوه ده او واټن هم مساوي دی، خو دا چې د ځينو کسانو خبرې خوند کوي او د ځينو نورو غمېږي، لامل يې دا ده چې د بې‌خونده خبرو ويناوال ټول الفاظ په يوه واليوم ادا کوي، يا په بله مانا خپل غږ يې نه دی تراشلی چې چېرته يې لوړ کړي او چېرته يې ټيټ کړي.

د کلي د دوبي شپې به مو يادې وي چې له کوټو د باندې به مو تر شنه اسمان لاندې رڼو ستورو او روښانې سپوږمۍ ته تېرولې.

د همداسې يو شپې په اړه مې موده وړاندې څه ليکلي وو، دلته يې کټ مټ را اخلم.

“های د کلي د دوبي ماخوستنه!

ماښامنی باران به نه و، سم عطر به و چې پر ځمکه به وپاشل شول. تر ماخوستنه به له ځمکې څخه د خاورې خوږه خوشبويي پورته کېده. يخې هوا به د سړي پښې ورتخنولې، نرم څادر به دې تر ستوني پورې پر ځان راکش کړ. روښانې بشپړې شوې سپوږمۍ به ورڅېرمه ټول ستوري پسې اخيستي وو. له پورې ډنډ څخه به د چونګښو غږ راته. نري باد به له ډېره لېرې، يو يو وار د دريا او سندرو غږ راووړ بېرته به ورک شو. د پورې کلي د سپي غپا او انګولا به هم ښه لګېده. چې ليږ به ناوخته شو، د بغل په کور کې به پېغله په لټ واوښته، د بنګړو شرپ به يې د سړي سترګې ورپولې.”

ګورئ، د سپي غږ دغسې بد خوند کوي، خو د کلي په شپه کې به يې غږ خوند کاوه، لامل يې هم همدا و چې يو خو سپي په پورې کلي کې غپل، دلته يې غږ په ضعيفه پرېکوېنسي رارسېده او بل دا چې داسې وخت به يې غپل چې د بل ښکلي غږ مخه به يې نه نيوه، يا که داسې ووايو چې په خپل وار يې غپل ځکه يې خوند کاوه.

د کلي په شپه کې به له پورې کلي د نجونو د سندرو باد راوړی غږ ملهم غوندې لګېده، سمدستي به د چا پام وراوښت او بيا به يې دې ته انتظار پسې ايست چې صبر ګوندې څه وخت وروسته يې د باد څپه يو ځل بيا غږ پر اوږو راوړي.

د دې لامل هم د غږ د پرېکوېنسي اعتدال، د غږ پوستوالی، نرموالی او خوږولای دی.

تر دېوال پورې غاړه، د پېغلې د بنګړيو شرپ بيا ځکه خوند کاوه چې رانږدې و، په لوړه پرېکوېنسي رارسېده او ځای يې هم وو چې همداسې شرپ مو اورېدلی وای.

د کلي د شپې په دغه موسيقي کې بېلابېل غږنه دي، د سپي غپا، د نجلۍ په لوړ غږ چيغې (سندرې)، د چونګښو غږ او د بنګړيو شرپ.

که چېرته دا ټول غږونه په يوه ځای په يوه خونه کې سرا راټول کړل شي، سړی لېونی کوي، خو دا چې واټنونه یې سره بېل شول، د سپې د غپا واټن زيات شو، د نجلۍ د سندرې واټن لږ راکم شو، د چونګښو د غږ واټن نور هم پسې راکم شو او د پېغلې د بنګړيو د شرپ واټن بېخي پسې راکم شو، نو د غږونو پرېکوينسي سره برابره شوه او د يوې شهکارې موسيقي غوندې خوند يې پيدا کړ.

د موزون، ارام او پاسته غږ کمال دا دی چې پر غوږنو بد نه لګېږي، د غوږ پر پردو نه غمېږي او مخامخ د خلکو زړه ته کښته کېږي.

انسان چې نرم، خوږ او موزن غږ اوري، د سکون احساس کوي، ځان خوندي بولي، ډاډ تر لاسه کوي او که و نه غواړي هم، د غږ خوا ته متوجه کېږي.

نو د راز خبره يې همدا ده، کله چې خبرې کوئ، خپل غږ ته غوږ ونيسئ، د ځينو لفظونو غږ لوړ کړئ او د ځينو ټيټ کړئ، بيا به مو خبرې د خلکو زړونو ته مخامخ کښته کېږي او خلک به مو خبرې د روح غذا بولي.

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *