Categories

اعلان

Loading…

لویه څارنوالي وايي د محمود کرزي او حسین فهیم شتمني کنګل شوه

تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ د کابل د بانک د پور د نه ورکولو په خاطر د محمود کرزي او حسین فهیم شتمنۍ کنګل اعلان کړې.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي د سې شنبې په ورځ وویل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د فقید مرستیال مارشال قسیم فهیم د وروڼو تر څنګ د عبدالغفار داوي شتمني د استیناف محکمې له پرېکړې وروسته کنګل شوه.

محمود کرزي وویل چې محکمې له دې سره سره د ده د شتمنۍ د کنګل کولو پرېکړه کړې چې ده پور ورکړی دی.

د لویې څارنوالۍ په وینا حسین فهیم او عبدالغفار داوي تیار شوي چې پور پرې کړي.

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویندوی وویل، که د افغانستان بانک پخوانی ريیس او د نوي کابل بانک مشر محکمې ته حاضر نه شول، ممکن د مالیې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال محکمې ته احضار کړي.

عزیزي وویل چې د دواړو بانکونو ريیسان حاضردمه له افغانستانه دباندې دي. او هغوی د حضرت عمر زاخېلوال په ضمانت خوشي شوي دي.

د کابل بانک په قضیه کې ۸۵۰ ملیون ډالره د بانک د چلوونکو او یو شمېر چارواکو او د هغوی د خپلوانو له لوري وهل شوي دي.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *