Categories

اعلان

Loading…

دا تېروتني باید سهي سي/ علامه رشاد اکاډیمي

د ژوند په هره برخه په تېره بیا د علمي څېړنو په ډګر کي موږ تل د داسې مسایلو سره مخامخ کېږو، چي پخوا مو بل ډول لیدلي، اورېدلي یا لوستلي وي. دا کومه نوې خبره نه ده. د انساني پوهي کچه د هري ورځي په تېرېدو لا هم مخته ځي او د تکمیل او لا تکمیل پر لوري په حرکت کي ده. د انساني ټولني دغه پرمختګ د څو میاشتو، څو کلنو او حتی د څو پېړیو نتیجه نه ده بلکي دا د بشر د تکامل، په کندهارۍ اصطلاح ” د آدمه تر دې دمه” راروان بهیر دئ او په هره ساحه کي د پوهي د ودي سلسله په همدې ډول جاري ده او پر مخ ځي.

هره پوهه د هغه معین وخت د لاسته راوړونو استازیتوب کوي او په هغه خاص ځای کي د لاس ته راغلو معلوماتو واقعاً د قدر وړ ذخیره وي، چي په راتلونکي کي د نورو څېړنو او تحقیقاتو په ذریعه هغه لا بشپړېږي او دغه بشپړه سوې برخه بیا په آینده کي د نورو څېړنو د پاره اساس کېږي او هغه خاصه موضوع د لا تکمیل پر لور مخته ځي.

د انساني پرمختګونو په لړۍ کي ادبیات هم د تکامل د اوږدو پړاوونو څخه تېر سوي، تر موږه رارسېدلي او همداسي به پر مخ ځي او لا به وده کوي.

د ادبیاتو په برخه کي ارواښاد علامه اکاډیمیسن پوهاند رشاد بابا یو د هغو منل سویو څېړونکو څخه دئ، چي خپل ژوند یې تتبع او تحقیق ته وقف کړی وو او د ادبياتو او تاریخ په مختلفو ساحو کي د علامه بابا لیکني او کتابونه زموږ د تېر نسل یوه بې سارې ذخیره ده، چي نسلونه نور به هم له هغه څخه استفاده کوي او د قدر او منلو وړ به وي. علامه بابا د څېړني په نتیجه کي د لا کره معلوماتو پیدا کېدو ته په خورا درنه سترګه کتل او د څېړنو او دقیقو معلوماتو د لاسته راوړني په صورت کي یې د پخوانیو لیکنو په تصحیح کي تر خپله وسه کوښښ کاوه او په ډېریو مواردو کي یې د هغو د نه تکرار په اړه لیکني کولې او لوستونکي به یې متوجه کول.

په دغه لړ کي ( دا تېروتني باید سهي سي) تر عنوان لاندي يې یوه لنډه لیکنه د پېښور د وفا جریدې ددریم کال دڅلوېښتمي گڼې ( ۱۳ میزان ۱۳۷۳ل.) په څلرم مخ کي چاپ سوې ده، چې د خیرالبیان د(۱۳۵۳ل.) کال په چاپ کي، د علامه بابا د مضمون (د خیرالبیان لیک دود) په یوه برخه کي د یوې نوي لاسته راوړني او په هغه اساس د پخوانیو معلوماتو د اصلاح په اړه لیکل سوې وه.

علامه رشاد اکاډیمې د (خیرالبيان د لیک دود) تر سر لیک لاندي، یاده لیکنه د (د پښتو پخوانۍ الفبې) په نامه د یوې کوچنۍ رسالې په شکل په(۱۳۸۷ل.)کال خپره کړه، خو موږ(علامه رشاد اکاډیمي) ته متأسفانه د علامه بابا پورتنۍ لیکنه نه وه رامعلومه نو په دې رساله کي مو د خیرالبیان الفبې په هغه پخواني ډول چاپ کړې ده. اوس چي موږ دغه یادونه ولیدل او خپلي اشتباه ته متوجه سولو، د اشتباه د مخنیوي په خاطر د علامه بابا هغه لنډه لیکنه کټ مټ بیا خپر وو. نو له هغو دوستانو څخه چي د (۱۳۵۳ل.)کال چاپ (خیرالبیان) او یا (د پښتو پخوانۍ الفبې) رسالې څخه استفاده کوي هیله کوو، چي د الفبې په ۳۱ او ۳۳ مخو کي یې دغه اشتباه اصلاح کړي.

دا تېروتني باید سهي سي(د علامه بابا لیکلی متن )

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ۱۳۵۳ ش. کال په پای (۱۹۷۵ ع) کي د پیر روښان(رح) مشهور کتاب خیرالبیان په عکسي توګه چاپ کړ[1].

د دغي چاپي نسخي په سر کي زما(رشاد) یو مضمون چاپ سوی دئ، چي عنوان یې دئ:«د خیرالبیان لیک دود». په دغه مضمون کي ما یو ځای کښلي دي:

« د (ځ) اوسنی مروج شکل، چي د (ح) پر سر همزه(ء) کښل کېږي د وزیر محمد ګل خان مومند ایجاد دئ.»

ما د دغه مطلب د لیکني تر وخته پوري د رتن چند[2] کندهاري « رهنمای پښتو» نومې رساله نه وه لیدلې. دا رساله د (۱۸۹۲ع) کال په اکتوبر(۱۳۱۰هـ.ق.) د هغي کوټي نومي ښار په البرټ پریس کي چاپ سوې ده، چي اووه کاله دمخه هلته عباس کاسي پټه خزانه استنساخ کړې ده. په رهنماي پښتو کي زموږ تر څېړني لاندي توری(Grapheme) د (ځ) په بڼه کښلی دئ، یعني د (ح) توري پر سر همزه لري. په کلمو کي یې مثالونه دا دي:

په درېیم مخ کي: اوس ځه.=اب جا.

په شپږم مخ کي: تا له خوب درځي.=تجهـ کو نیند آتې هین.

په اووم مخ کي: هڼه له دې ځایه څو میله ده=هڼه یهان سې کتني میل هې[3].

او داسي نور….

د ۱۹۹۳ کال د نوامبر پر دوولسمه(۲۲ عقرب ۱۳۷۲ ش.) د پېښور قدر من لیکوال ښاغلي همېش خلیل خپل یو انتقادي کتاب، چي د «تول پارسنګ» په نامه د ۱۳۷۰ ش. کال په دلوه(۱۹۹۲ع) کي چاپ سوی دئ، راولېږه. د دغه کتاب په ۱۵۴ مخ کي زما (رشاد) د هغه مضمون په باب یوه ګټوره څېړنه سته، چي د خیرالبیان لیک دود ئې عنوان دئ او د دې لیکني په پیل کي ئې یادونه سوې ده. ښاغلي همېش خلیل په دغه څېړنه کي د «ځ » توري د اوسني مروج لیک دود د استعمال تاریخ(په قمري حساب) دوه سوه اته دېرش[4] کاله پخوا ثابت کړی دئ. ده کښلي دي:

د سکندر خان خټک (غالباً دېوان) یوه داسي خطي نسخه د پېښور د پښتو اکاډیمۍ په کتابتون کي خوندي ده، چي په ۱۱۷۶ هـ. ق.کال د پېښور نامتو خطاط زین الدین کښلې او په هغه کي ئې(ځ) توری په اوسني مروج لیکدود لیکلی دئ، یعني د عربي الفبې «ح» توري پر سر همزه لري.

ښاغلی د خپلي ادعا د ټينګار له پاره د اخون قاسم د «فوائد الشریعت» او صدر خان خټک د «سیف الملوک او بدرۍ» د ځینو نیمګړیو، بې تاریخو او زړو خطي نسخو څخه هم څو مثاله د نمونې په توګه راوړي دي.

زه د زړه له کومي ښاغلي همېش خلیل ته کور ودانی وایم، چي دغي تېروتني ته ئې زما پام را واړاوه او له دې امله ئې هم مننه کوم، چي زما د نوموړي مضمون لوستونکي ئې په املایي څېړونو کي له یوې بې لارۍ وژغورل. زه د دې منني په ترڅ کي د يوې بلي چاپي تېروتني سمون هم لازم ګڼم او هغه دا دئ:

د نوموړي مضمون په یوه ځای (د کابل چاپ د خیرالبیان ۷۲ مخ) کي یوه جمله داسي کښلې ده:

« د پښتو هغه یو ږغ چي په عربي، پاړسي، هندي او روسي [] ژبو کي مشترک دئ. »

(په پورته جمله کي د عبارت یوه برخه نه ده ټیپ سوې، د [] په شکل سره مو هغه ځای په نخښه کړی دئ[5]) د دې جملې سهي بڼه داسي ده:

« د پښتو هغه یو ږغ چي په عربي، پاړسي، هندي او روسي کي نسته او په ځینو قفقازي او د قفقاز د شاو خوا په ځینو ژبو کي مشترک دئ.»

————————————————————————————–

[1] – یو بل خیرالبیان هم سته، چي په ۱۰۱۹ هـ.ق. تألیف سوی دئ.

[1] – رتن چند قندهاری د کوټې په مالیاتي دفتر کي مامور وو. دغه کتاب ئې د دغه دفتر مشر(H.S.Burnes) ته اهدا کړی دئ.

[1]- د هڼې دره د کوټي ختیځ لور ته له کوټي څخه پنځه نیم میله لیري ده.

[1] – دغه د نېټې تغیر د مضمون د لیکلو پر وخت وو.(علامه رشاد اکاډیمي)

[1] (د علامه رشاد اکاډېمۍ یادونه)

89 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *