Categories

اعلان

Loading…

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له بریده روغ ووت

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله د دوشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له حملې روغ ووت.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د قبایلي سیمو یوه جګپوړي چارواکي تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې د برید په مهال ملا فضل الله د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د حملې په ځای کې و.

پاکستان تل هڅه کړې چې داسي وښيي چې ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې دی.

پاکستاني ورځپاڼه د قبایلي سیمې د د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد کړی، په قول وايي چې ملا فضل الله له بریده روغ ووت خو پنځه تنه نور د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صفر په نقطه کې ووژل شول.

د دغه چارواکي له خولې همداراز ویل شوي چې دوی د حملې په اړه نور معلومات راټولوي او د افغان امنیتي چارواکو لپاره یو راپور برابروي.

ده په دې باب چې فضل الله له حملې وروسته چیري لاړ، معلومات نه لرل.

د پاکستاني طالبانو مخکینی مشر حکیم الله مسود هم د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و خو په تېرو دیارلس کلونو کې د افغان طالبانو هیڅ مهم مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې نه دی وژل شوی.

345 total views, 1 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    ملا جانه ؟
    جستي،جستي اخر به دستي
    دستاسوشخصي كناه كارانو زوند دميزي زوند دي.
    الله ته توبي وباسي دالله خخه دعفوي طلب وكري
    دا دنيا خو مو بر باد شوه جه أخرت مو شه شي.
    كه نه وي أخرت مو هم كو در كو دي.

  2. hassan Reply

    دا هسی بهانی دی له ای اس ای نه زمونږ د کورنیو چارو وزارت هم نه دی خلاص او هلته هم خپل ځان مرګی او خرمرګی په ډاډه زړه ځای پرځای کوی نو ملا فضل الله څنګه له پنجابیانو په خلاص زړه په افغانستان کی ګرځی. اسامه بن لادن هم امریکاییانو په افغانستان کی لټاووه او آخر په راولپنډی کی ووژل شو . ستاسو داسمبولیک ملا به د ملا عمر په کور کی یوځای په کوټه یا کراچی کی ناست وی او دهغه په نوم به زمونږ هردم شهید خلک هره ورځ وژل کیږی. د دراوغجنو د مخ تور او مړی به یی په تخته وشرمول شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2