Categories

اعلان

Loading…

په فراه کې یوې ښځې د خپل زوی بدل له ۲۵ طالبانو اخیستی

تاند- یوې افغان مېرمنې، چې طالبانو یې زوی د دې په مخکې وژلی و، د خپل زوی په بدل کې تراوسه پوري ۲۵ طالبان وژلی دي.

دا فراه واله مېرمن وايي چې زوی یې په دغه ولایت کې د پولیسو د یوه کوچني ټولي مشر و.

له دې سره خپله لور او نږور په جګړه کې ملګروتوب کوي.

د دې په وینا په وروستۍ جګړه کې یې، چې ۷ ساعته یې دوام وکړ، ۲۵ طالبان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې د ښځو وسله واله مبارزه د طالبانو پر ضد د ستر ولسي پاڅون یو سمبول دی.

طالبان تر پولیسو هم له ولسي پاڅون کوونکو سره سخت چلن کوي. دې ډلې تل پر ولسي پاڅون کوونکو، چې اربکیان یې بولي او اکثره په سیمه ییزو پولیسو کې منسجم شوي، تر ټولو بې رحمه بریدونه کړي دي.

ویل کېږي چې د پکتیکا د یحیاخېلو د یکشنبې د مازدیګر د برید اصلي هدف هم سیمه ییزو پولیس ول.

طالبان د دې لپاره سیمه ییز پولیس یا اربکیان ځان ته زیات خطرناک ګڼي چې هغوی په کلیو کې د طالبانو مخه نیسي او طالب او غیرطالب په اسانه پېژني.

46 total views, 1 views today

enclosure:
http://www.taand.com/wp-content/uploads/2014/11/16.mp4 5040279 video/mp4

6 comments

  1. Mangal Reply

    Wahwah Mashallah, de the Waye Ghairat, Kash ke har Afghan khaza ke dumra jurat paida shy chy de khapal hewad defa wakry

  2. khurasanai Reply

    هههههههههههههههههههههههههههههه
    عجیبه ډرامه غربي میډیا جوړه کړېده، طالبان یې ووژل، په دې پروپاګند باندي شوخند وهئ،نور مو له هر څه له لاسه ورکړي دي، ورکه ډنګ غرب پلوه میډیا

  3. Ahsan Reply

    Deer sha, Allah de Spian, BeGhairata Taliban che aos la Shazo sara jung kawee, Worak kre. Aw la Farah Muhtaram Amnia Qomandan sakha ghwaram che Da Gharaitee koranei da Talibano la Beghairata hamlo sakha wasatee.

  4. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    (SISTER);khury zhwand aw kamyabee dee lah khudaya ghwarem.

    long life and victory for this clever womens,we want long life for her and her family,
    government must support this family,thank you

  5. د Reply

    دغه ملی قهرمانه کورنۍ ټول ملت ته ډیر لوی دعبرت نه ډک درس دی او ټول بدی پوه شو چه به سوال زوند نه شوکولای همدغه د خلاصون لیارد ده

  6. hassan Reply

    وایم الله د داسو ښځو ته نور غیرت هم ورکړی چی ټول پردی پاله ، وطن خرڅوونکی، د پنجاب تور مخی مزدوران ، بیغرته کسان د دوزخ توری کندی ته ورولیږی. لعنت د وی په هغوی چی خپل بیګناه انسانان، مسلمانان او د هیواد مدافعین شهیدانوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *