Categories

اعلان

Loading…

د لاجوردو لارې اقتصادي ارزښت/ نظیم سمون

په وروستیو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د لارجوردو تاریخي لارې د بیا فعالېدو په اړه خبرې روانې دي. د لاجوردو تاریخي لار د ورېښمو لرغونې لارې هغه پخوانی مسیر و، چې افغانستان یې د منځنۍ اسیا له لارې له اروپا سره نښلولی و.

دغه لار له افغانستان څخه د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي او له کسپین څخه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو څخه تورې بحیرې او له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي چې افغانستان کولای شي په اسانۍ اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.

له افغانستان څخه د ترکمنستان تر ترکمن باشي بندره پورې سړک او د اوسپنې پټلۍ جوړه ده، د اذربایجان له باکو څخه هم د جورجیا تر تفلیس بندري سیمې او بیا له تفلیس څخه د ترکیې تر قارس پورې سړک او د اوسپنې پټلۍ جوړې شوې دي.

که څه هم د دې پروژې مهم شریکان افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا یا ګرجستان دي، خو ترکیه هم لېوالتیا لري چې په دې پروژه کې ور ګډه شي.

ترکیه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا برعکس؛ چې غواړي ځان د تورې بحیرې له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسوي، د لاجوردو له لارې ځان له منځنۍ اسیا او افغانستان سره ونښلوي.

دغه لار به د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان لپاره نه یوازې ټرانزیتي لاره وي چې سوداګریزه راکړه ورکړه په کې ترسره کېږي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې د دې لارې په اوږدو کې پر نورو لویو زېربنايي پروژو پانګونه وکړي.

د ترکمنستان په ګډون د پروژې نور شریک هېوادونه غواړي چې په دې مسیر کې د انرژۍ د نللیکو او د اوسپنې پټلۍ پر غځولو پانګونه وکړي، ځکه چې د کسپین حوزې د انرژۍ بډایه هېوادونه غواړي له دې لارې خپل محصولات اروپايي او اسیايي مارکېټونو ته ولېږدوي. د دې پروژې پر سیمه ییز منفعت او ګټو ډېرې خبرې کېدای شي، خو موږ به په دې لنډه لیکنه کې یوازې د لارجوردو لارې اقتصادي ارزښت د افغانستان لپاره وڅېړو.

افغانستان په مطلق ډول په وچه کې ګیر دی، چې ازادو اوبو ته مستقیم لاسرسی نه لري، خو له بحرونو سره وصلېدل د افغانستان لپاره ستونزمن کار نه دی. افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو له لارې کولای شي چې د بحري ټرانسپورټ له نړۍ سره ونښلي. له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان ډېره تکیه د هند پر سمندر ده، دغه بحري لاره،  که څه هم افغانستان د ایران او پاکستان له لارې له یو شمېر اسیايي او اروپايي هېوادونو سره نښلوي، خو په وروستیو کې امنیتي او سیاسي ننګونو د دې ټرانزیتي دهلېزونو پر وړاندې نوې ستونزې زېږولي دي.

پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونه او د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرۍ محدودیتونه د دې لارې عمده ستونزې ګڼل کېږي. افغانستان له اروپايي او اسیايي هېوادونو سره د راکړې ورکړې لپاره د ایران بندر عباس لاره کاروي، خو اروپايي او امریکايي هېوادونه پر افغانستان فشار راوړي چې له دغه بندر څخه استفاده ونه کړي.

همدارنګه پاکستان له افغانستان او هند سره سیاسي اختلافات له اقتصادي مسایلو سره غوټه کوي. پاکستان سره له دې چې د اپټا ټرانزیتي تړون غړی دی، خو وخت نا وخت په کراچۍ بندر کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي. پاکستان همدا راز هند ته اجازه نه ورکوي چې د واګې بندر له لارې افغانستان سره سوداګریز معاملات ترسره کړي.

اوس افغانستان فرصت لري چې شمالي بندرونه د بندر عباس او کراچۍ د بدیل په توګه وکاروي. د افغانستان شمالي بندرونه حیرتان، شېرخان، اقینه او تور غونډۍ چې له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله پراته دي، د ختیځو او سویلي بندرونو ښه بدیل کېدای شي.

له بلې خوا امریکا او ناټو هم لېوالتیا لري چې د افغانستان شمالي بندرونه فعال شي، ځکه چې دغه لارې د پاکستان په پرتله د ناټو او امریکا لپاره د انتقال خوندي او ارزانه لار ګڼل کېږي.

د لاجوردو مسیر چې افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له اروپا سره نښلوي د افغانستان لپاره فوق العاده اقتصادي او تاریخي ارزښت لري.

دغه لاره به له یوې خوا د ورېښمو د لرغوني لارې پخوانی ټرانزیټي مسیر یو ځل بیا راژوندی کړي او له بل پلوه به افغانستان د اروپا، منځني ختیځ او سویلي اسیا ترمنځ د ارتباط یوې مهمې کړۍ حیثیت پیدا کړي، چې د ټرانزیټ له درکه به هر کال په میلیونونو ډالر عواید د افغانستان په برخه شي.

د لاجوردو لاره به د پاکستان د کراچۍ او د ایران د عباس بندرونو د یوه بدیل په توګه مرسته وکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې پر ځانګړو هېوادونو د افغانستان اتکا کمه شي، څومره چې افغانستان له ټرانزیټي دهلېزونو سره نښلي، هغومره د ټرانزیټ پر وړانډې احتمالي خنډونه او ګواښونه کمېږي.

د لارجوردو لاره به همدارنګه په سیمه کې د اقتصادي ودې او فعالیتونو لپاره د یوې ګډې زېربنا (common infrastructure) په جوړېدو کې مرسته وکړي. د سویلي اسیا د انرژۍ تږي هېوادونه لکه پاکستان او هندوستان کولای شي چې د افغانستان له لارې د کسپین حوزې هېوادونو څخه انرژي وپېري.

د ورېښمو د لرغوني لار د بیا رغونې لپاره د چین د نوي ماسټرپلان له مخې په پام کې ده چې پر دغې لارې نږدې ۱۷ میلیارده ډالره پانګونه وشي. د دغه پلان پر اساس چین به د ورېښمو لارې د ټولو شریانونو د بیا رغونې لپاره شریکو هېوادونو ته پور ورکړي، څو د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره لازمه زېربنا جوړه شي. په همدې اساس افغانستان او د لاجوردو په پروژه کې نور شریک هېوادونه کولای شي چې پر دغې لارې د پانګونې لپاره له چین څخه مرسته وغواړي.

افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې اروپا سره د نښلول کېدو لپاره په شمال او لویدیځ کې پنځو لویو بندرونو ته اړتیا لري، چې نږدې دوه سوه میلیون ډالره لګښت پرې راځي. د پنځو بندرونو له جملې دوه یې نسبتا فعال دي چې یو اقینه او بل تورغونډۍ ده. افغانستان همدارنګه په خپله خاوره کې باید د اوسپنې پټلۍ او ځمکنۍ لارې په نړیوالو معیارونو جوړې کړي. د افغانستان حلقوي سړکونه که څه هم اتیا سلنه جوړ شوي دي، خو د خراب کیفیت له امله ډېره برخه یې د ویجاړېدو په حال کې ده. ټاکل شوې چې نوی حکومت په نږدې څو میاشتو کې د ملي زېربنا ماسټر پلان اعلان کړي.

په دغه ماسټر پلان کې پر نورو بنسټیزو پروژو سربېره، د اوسپنې پټلۍ او پخو سړکونو جوړول هم په پا کې نیول شوي دي، که دغه پلان عملي شي، نو د سړکونو او اوسپنو پټلۍ ستونزه به په کې حل شي.

سرچینه: همیانۍ ورځپاڼه

81 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *