Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: په ترینکوټ کې له یوه روغتون څخه د غلا داستان

د ارزګان ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ بستريز روغتون د پروژې قراردادي دوه نیم میلیون ډالرو سره تښتېدلی، خو اته کاله کېږي، د ترینکوټ اوسېدونکي ورځې شماري، چې د پروژې مسولین به راوګرځي او نن سبا کې به د یو وچ او بې اسرې ولایت وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د ترینکوټ خلکو د محور خبریال ته ويلي، له الوزيري شرکت سره د ځايي دولتي چارواکو لاس و، یوه اندازه پیسې د شرکت مالک په چارواکو تقسیم کړې او د چارواکو د سترګو په ورپټولو یې پاتې پیسې وتښتولې.

اته کاله وړاندې د ولایت په کچه دغه ستره حیاتي پروژه ارزګان ته منظور شوه، هغه خلک چې د دې پروژې په پیشنهادولو او امر اخستلو کې وځغستل وايي، د عامې روغتیا وزارت هم له قراردادي شرکت سره لاس درلود او هم یې په داوطلبۍ کې په نا قانونه ډول یاد شرکت بریالی کړی و.

د ارزګان خلک وايي، دولت د اتو کلو په تېرېدو سره نه دی توانېدلی، چې دغه پروژه بشپړه کړي او هغه کسان چې د پیسو په تښتولو تورن دي، ارزګان ته یا محکمې ته راوګرځوي.

د ارزګان د ولايتي شورا پخواني مشر امان الله هوتکي وويل، دغه پروژه له دې امله نيمګړې پاتې ده، چې د شرکت په ګډون يوشمېر کړيو خپلې ونډې پکې اخيستې او په خپله مخه تللي دي.

دی زياتوي، ډېرې داسې پروژې دي، چې پيسې یې په کابل کې منظور شوې، خو تر ارزګانه او تر کارځایه رسېدو مخکې ورکې شوې دي:

(( د دې ترڅنګ د ترينکوټ- دراوت ۴۶ کيلومتره سړک او سټېډيوم هغه لويې پروژې دي، چې له دريو کلونو راهيسې يې کارونه پيل شوي، لا نیمه کاره پراته دي او هغه شرکتونه په خپله مخه تللي، چې د دې پروژو قراردادونه یې ګټلي وو.))

د ارزګان ولايت يوه دولتي سرچينه وايي، کله به چې له عامې روغتيا وزارت د ۲۰۰ بستريز روغتون د ليدو لپاره پلاوی راغی، نو د شرکت له مسوولينو سره به يې د پيسو پر سر معامله وکړه او وزارت ته به يې د کار د ښه پرمختګ راپور دروغ ورکړ، مګر خلکو لیدل، چې د پروژې کار په ټپه ولاړ دی:

(( په اصل کې دا پروژه په درېيم لاس پلورل شوې وه، ټولې اړوندې ادارې خبرې وې.))

له وړاندې د زورن په کچه د دې روغتون د لویوالي او مجهزوالي راپورونه ورکول کېدل. دا روغتون په کابو۵۰ جرېبه ځمکه کې په ۱۰ بلاکونو کې پلان شوی دی.

ځايي خلک وايي، دامهال په ارزګان کې خلک له ډېرو روغتيايي ستونزو سره لاس و ګریوان دي، د ټول ارزګان په کچه يو جراح ډاکتر دی او په ولسواليو کې حتی ډاکتران او عادي وسايل هم نشته.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي وايي، په ټولو ساختماني او نورو پروژو کې ځايي چارواکي په ځانګړې توګه واليان خپلې ونډې لري او چې چارواکي شوکه ونکړي، پروژه یوه لویشت هم د تطبیق وړ نده.

د ولسي جرګې غړی عبيدالله بارکزی وايي، د ۲۰۰ بستريز روغتون په پروژه کې د وزارت د چارواکو په ګډون هر پخواني والي خپله ونډه اخستې او همدا لامل دی، چې شرکت په ډاډه زړه تښتېدلی او پيسې يې وړې دي.

په ارزګان کې د عامې روغتيا رييس خان اغا ميا خېل وايي، هغه شرکت چې د دغې پروژې قرارداد ورسره شوی وو، تښتېدلی او اوس هڅې روانې دي، چې دا قرارداد بل شرکت ته ورکړل شي. دی وايي، اوس د دې پروژې لپاره نورې پيسې منظورې شوې، خو معلومې نه دي، چې څومره به وي.

306 total views, 1 views today

3 comments

  1. وکیل احمد Reply

    وروره په مننه سره چی تا دا لوی مشکل خپور کړ او هیله ده چی چارواکی هم ورته پاملرنه وکړی که داسی شی لکه زمونژ د کلی کلینک چی د وردګو ولایت چک ولسوالی شیخ یاسین د کلی کلینک کلینک خو شته ډاکتر یی هم ښه ډبل معاش اخلی مګر ډاکتر یی د هفتی دوی ورځی هم نه وی ټول وخت په خپل کور کی تیروی یا به میلی کوی که داسی تاسو سره وشی نو بیا به څه کوی او چارواکی هم دی موضوع ته پاملرنه نه کوی

  2. وکیل احمد Reply

    دا خو لا پریژده چی ډاکتر صاحب کلینک کی نه وی کله چی ځی خپله دنده یوه نرس ته سپاری چی ناروغان معاینه کوه

  3. محمد قیوم وردګ Reply

    هی وروه شکر کوه چی کله ځی خپله دنده نرس ته سپاری که د پخوانی زمانی غوندی کوم ډم ته یی دنده سپارلی چی مریضان معاینه کوه بیا به مو څه کول

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2