Categories

اعلان

Loading…

مشرف په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې د پیلېدو په وړاندې خبرداری ورکړ

تاند- د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېزمشرف وايي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي پاکستان او هند په افغانستان کې نیابتي جګړې ته زور ورکړي.

مشرف، چې د واکمنۍ په موده کې یې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پیل شوې وه، له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني وستایه چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره یې روانه اوونۍ پاکستان ته رسمي سفر وکړ.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا لپاره د پاکستان ملاتړ او موافقه خورا مهمه ښکاري خو د دغه هیواد پخواني ولسمشر ۷۱ کلن مشرف وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېج کمېدا د افغانستان د سولې لپاره کلیدي اهمیت لري.

د هند او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې اړیکې تر پخوا ترینګلې شوي دي.

مشرف په کراچۍ کې په خپل کور کې فرانس پریس اژانس ته وویل:«په افغانستان کې د هند نفوذ د پاکستان لپاره خطرناک دی.»

ده زیاته کړه:«دا د پاکستان او ټولې سیمې لپاره خطرناک دی ځکه چې په افغانستان کې د هند تحرکات پاکستاني ضد هدف لري. دوی غواړي چې پاکستاني ضد افغانستان رامنځته کړي.»

متقاعد جنرال مشرف وویل، که هند د پاکستان پر ضد د افغانستان د اقلیتونو ملاتړ وکړي، پاکستان به د اکثریت پښتنو ننګه وکړي او په نتیجه کې به یې په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل شي. نو پکار ده چې داوړه له نیابتي جګړې تېر شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستیو ورځو کې ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د پاکستان یوه اساسي غوښتنه دا ده چې افغانستان له هند سره اړیکې ونه لري او د متحدو ایالتونو حکومت هم ورته ویلي و چې له هند سره دومره نژدې نه شي چې د پاکستان حساسیت وپارېږي.

د افغانستان د نوي حکومت یوه تر ټولو مهمه دنده ښايي دا وي چې د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې انډول رامنځته کړي. په داسي حال کې چې له افغانستان سره د هند مرستې دوام وکړي د پاکستان د حساسیت مخه هم ونیول شي.

81 total views, 3 views today

3 comments

  1. عبدالرشید Reply

    نوموړی جنرال په ډیره بی شرمی داخبرداری ورکوی ځکه افغانان پوهیږي چه دافغانستان پرضد دنیابتي جنګ عملي قومندان اومؤسس همدی پخپله دی .

  2. hassan Reply

    دا هسی د اذهانو مغشوشول دی. پاکستان به په هیڅ صورت کی زمونږ دوست نه شی. که دوی د دوستی نیت لرلی نو د ښاغلی اشرف غنی له سفر سره سم باید د دوی تبلیغات دریدلی وای. له یوی خوا سرتاج عزیز اوتی بوتی وایی ، ترڅنګ یی ملا فضلو بیا لکه زوړغوایی کنجاړی په خوب وینی . جنرال بیشرف بیا د نیابتی جګړی چی د عبدالرشید ورور په خبره په خپلی دغه مکار ګیدړ شروع کړی وه. او په افغانستان کی د پاکستان پخوانی سفیر خو په هیڅ صورت سره حاضر نه دی چی زمونږ په هیواد کی سوله راشی.
    مونږ ته په کار ده چی ټول افغانان که هغه په هر سیاسی ګوند او یا تحریک پوری اړه ولری سره یو موټی شو او خپل پښتانه او بلوڅ ورونه چی د پنجاب تر استعمار لاندی دی آزاد کړو او د هند په ملاتړ دغه دسیمی د سرطان دانه یا ژاندارم د جراحی عملیاتو په نتیجه کی خنثی او دواړه هیوادونه بیرته د سولی او ښه ګاونډیتوب په اصولو کی آرامه ژوند وکړی او راتلونکی نسلونه د انګریزله حرامی اولاد نه خلاص کړو.

  3. Noor Reply

    دا بی شرمه په دې نه پوهیږي چې پښتانه دومره ساده هم نه دي چې د چټلستان د تور څټو په خوله په خپل هیواد کې جنګ پيل کړي د افغانستان هر وګړي ته د هند سپی د پاکستاني ټور څټي څخه غوره وو، غوره دی او غوره به وي د خرتاج عزیز او فضل شیطان څخه د هر هندي وګړي شرف زیات دی او وي به که مونږ افغانان له دې هم په اور کې و سوځیږو خو بیا به هم خپل دوست او دشمن پيژنو چې زمونږ دوست هند او دشمن مو چټلستان دی.

    په درناوي

    نور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *