Categories

اعلان

Loading…

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت/ امین الله عادل

تخنیکي او مسلکي زده کړې (TVET) هغو زده کړو ته ویل کېږي، چې د کار له نړۍ سره تړاو لري او په رسمي، نیمه رسمي او غیر رسمي ډول ترلاسه کېدلی شي. د تخنيکي او مسلکي زده کړې اساسي هدف دا دی چې خلک په هغو مهارتونو او وړتیاوو سمبال کړي، چې په ژوند کې ورته اړتيا لري او د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې ورسره مرسته کوي. تخنيکي او مسلکي زده کړې د کاري فرصتونو لپاره د ځوان نسل په روزلو او برابرولو کې خورا مهم رول لوبوي او هغوی ته دا مهارت ورکوي، چې په خپله د ځان لپاره کار ایجاد کړي او یا هم له بل چا سره کار وکړي.

په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هر هېواد د ستراتيژیکو پلانونو او پالیسيو اساسي اجنډا جوړوي او په نړیواله کچه د بحث مهمه موضوع ګرځېدلې ده. د نړۍ ټول حکومتونه او وګړي په دې باوري دي، چې د بېوزلۍ پر وړاندې مبارزه، د هېواد پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی او ټولنیز عدالت د تامین لپاره اړتیا ده، چې ځوان قشر ته باکیفته زده کړې ورکړل شي او په ښه ډول و روزل شي. مګر که کاري ځواک ۱) کمزوري زده کړې ولري، ۲) له زده کړو او مهارتونو د کارولو او ګټې اخیستو فرصت ونه لري، په دې سره اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرېږي، سیاسي ثبات ټکنی کېږي او هم د بېکارۍ کچه لوړېږي. غوره مثال یې افغانستان دی، چې زموږ ځوانان د بېکارۍ چیغې وهي او د کار مارکېټ مو بهرنیو کارګرو نیولی دی. ډېر خلک د بې روزګارۍ له کبله په مخالفتونو او یا جرایمو لاس پورې کوي.

ځکه خو لازمه ده، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې له اقتصادي او ټولنیز خوځښت سره غاړه او غړۍ وي او د هغو له اړتیاوو سره سمې پلان او تطبیق شي، او د باکیفیته زده کړو د وړاندې کولو لپاره لازمه ده، چې د زده کړو د مدېریت او رهبرۍ ظرفیت او وړتیاوې لوړې شي. ترڅو تخنیکي او مسلکي زده کړې په داسې ډول پلان او تطبیق کړي، چې د مارکیټ له اړتیاوو سره برابرې او باکیفیته وي ترڅو د بېوزلۍ په له منځه وړلو او د هېواد په اقتصادي او ټولنیزې پراختیا کې رول ولوبولی شي.

مګر متاسفانه څومره چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي هغومره عام وګړي تخنیکي او مسلکي زده کړو ته ارزښت نه ورکوي او څومره چې لازمه ده هغومره حکومت پاملرنه ورته نه کوي. په افغانستان کې د څېړنو له مخې ۶۳ سلنه وګړي ځوانان دي او په ځوانانو کې یوازې ۳۱ سلنه خلک لیک او لوست کولی شي او پاتې نور نالوستي دي. دغه لوی شمېر ځوانان که بې کاره پاتې وي نو هم د ټولنې لپاره د اوږو بار دی او هم د هېواد د نا امنۍ او بېوزلۍ د ډېروالي عامل ګرځي. مګر که دغه خلک د بازار له اړتیا سره سم په کسبي مهارتونو سمبال شي نه یوازې د کورنیو او ټولنو اقتصادي وضیعت به ښه شي بلکې د هېواد د پرمختګ سرعت به هم چټک شي.

اوس مهال د ځوان قشر د روزلو لپاره د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یو ځانګړی معینیت کار کوي، چې دې معینیت په دې وروستیو کلونو کې د کمیت او کیفیت له پلوه د پام وړ کارونه ترسره کړي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنود لیسو او انستیتیوتونو شمېر یې له ۴۲ لیسو او انستیتیوتونو څخه ۲۵۰ بابه لیسو او انستیتیوتونو ته لوړ کړی او د زده کوونکو شمېر یې له۱۵۰۰۰ تنو څخه ۸۴۴۱۵ تنو ته رسولی. همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم د لویانو د زده کړو لپاره د پام وړ کارونه ترسره کړي مګر د کار بازار او د هېواد اړتیا ته په کتو سره لازمه ده، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د تخنیکي او مسلکي زده کړو سکتور ته جدي توګه وکتل شي او په دې برخه کې امکانات او ظرفیتونه ډېر کړل شي. ترڅو د تخنیکي او حرفوي زده کړو په برخه کې پرتې ستونزې له منځه یوسي او په سلګونه زرو افغان ځوانانو ته باکیفیته روزنې د ورکولو زمینه برابره کړي.

څرنګه چې نوی حکومت د وزارتونو په اړه له سره غور او فکر کوي او هم د هېواد اقتصادي او ټولنیزې پراختیا ته د ډېرې پاملرنې تکل لري نو دا باید هېره نه کړي، چې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره ماهر او مسلکي بشري ځواک ته اړتیا ده او دا اړتیا به هغه وخت پوره کېږي، چې د ځوانانو او لویانو لپاره د باکیفیته تخنیکي او مسلکي زده کړو فرصت برابر کړي.

هندوستان په دې برخه کې د بشري ځواک د پراختیا په نامه وزارت لري، چې ټول تعلیمي او تحصيلي پروګرامونه د همدې وزارت لخوا رهبري کوي. سریلانکا د ځوانانو او مسلکي زده کړو په نامه وزارت جوړ کړی او یو شمېر نورو هېوادونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره ځانګړی حکومتي وزارتونه جوړ کړي، چې د خپل بشري ځواک د روزنې چارې پر مخ وړي.

په افغانستان کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یو ځانګړی معینیت د سواد زده کړې او بل معینیت د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره جوړ شوی. مګر تېرو تجربو ته په کتو سره د سواد زده کړه هغه وخت د ځوانانو او لویانو لپاره په زړه پورې ده، چې له حرفې او کسبي مهارتونو سره مدغمه شي. د پخواني ولسمشر په وروستۍ کابینه کې خو د سوادآموزۍ لپاره ځانګړی وزارت په پام کې نیول شوی ؤ، خو بیا د ځینو ملاحظاتو له کبله جوړ نه شو.

نو غوره به دا وي، چې د لیک لوست زده کړې ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معینیت امکانات او ظرفیتونه ډېر شي ترڅو د هېواد ځوان قشر په داسې باکیفته مهارتونو سمبال کړي، چې د هېواد دننه او بهر د مسلکي کارګرو په توګه کار وکړي د خپلو کورنیو او ټولنو په سوکالۍ او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

43 total views, 2 views today

1 comment

  1. داکتر حبیب الله وجدی Reply

    عادل صیب، ډیر ښه مطلب مو لیکلی، په رښتیا هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو سکتور د افغانستان د ښه راتلونکی لپاره ډیر اړین دی هیله ده چې چارواکی د کمیت تر څنګ په کیفیت هم خاصه پاملرنه وکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *