Categories

اعلان

Loading…

آراکوزیا خصوصي پوهنتون د محصلینو نړیواله ورځ ولمانځل

هلمند-

شریف الله دوست

هلمند ولایت کې آراکوزیا خصوصي پوهنتون چي په کال (۱۳۹۰ لمریز) کي يې په فعالیت پیل کړی او تر شاوخوا زرو تنو پوري ښځینه او نارینه محصلین په څلورو پوهنځیو (حقوق ، طب ، انجینري اوښوونې او روزنې پوهنځۍ) کي په زده کړو بوخت دي، او تر دې دمه يې نورې نړیوالې ورځي ، لکه د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ ، دپښتو ژبي ورځ او همدا دمحصلینو نړیواله ورځ او وخت پر وخت   دې ته ورته ملي اونړیوالي ورځو لمانځل دخپل اجنډا په سر کي لري دا ځل يې هم روان (۱۳۹۳/لړم/۲۶) چي د نومبر له (۱۷) سره برابره ده دمحصلینو نړیواله ورځ ولمانځل.

دغونډي دکوربتوب چارې د ښوونې او روزنې د پوهنځۍ د دوو تنو محصلینو هر یو (جمال عبدالناصر سلطاني) او ( حمیدالله ویاړ) په غاړه لرلې غونډه په رسمي ډول ماپښین درې نیمې بجې پیل سوه او تر پنځه نیمو بجو وغځېدل.

غونډه دقران عظیم الشان په مبارکو آیتونو ، د حافظ عبدالولي رازقي لخوا پرانیستل سوه، په سر کې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي قدرت الله یعقوبي ټولو محصلینو ته د دې ارښتناکې ورځي مبارکي وویل او پر محصلینو يې ټینګار وکړ چي دمحصلۍ د دورې څخه پوره ګټه واخلي ، وروسته د دې پوهنتون تکړه محصل فضل باري فیاض د علم د زده کړي په هلکه وینا وکړه، په تعقیب يې دمحصلانو په استازیتوب دښوونې او روزنې دپوهنځۍ د وروستي کال محصل (عبدالرحمن طارق) وینا وکړه ، ورسته ما (دوست) د محصلینو دنړیوالي ورځي دنوموني لنډه تاریخچه ولوستل همداسي دښوونې اوروزنې دپوهنځۍ بل تن تکړه محصل ( فرید احمد فرهنګ) دپوهي دارزښت او محصلینو دستونزو په اړه لنډه وینا وکړه،له دې وروسته د مازدیګر دلمانځه لپاره ترلنډي وقفې وروسته ، د غیري مسلکي ډاکترانو په اړه يوه په زړه پوري تمثلي پارچه نندارې ته وړاندي سوه.

په تعقیب يې د پوهنتون په کچه د علمي ، اخلاقي او حاظرۍ دمعیار له مخي تر شاوخوا لسو تنو ښځینه او نارینه محصلینو پوري ستاینلیکونه ووېشل سوه ، دوی کي ځینو ښځینه محصلینو ته هغه چي د ډېر لوړ عمر په لرلو سره بیا هم خپلو لوړو زده کړو ته په یاد پوهنتون کي دوام ورکوي او د پوهنتون په اداري چارو کي تکړه مدیر (لطف الله حقمل) او د رښتینو خدمتونو په ترسره کولو سره دوو تنو کارمندانو ته هم ډالۍ ورکړل سوې.

دغونډي په پای کي څو جایزې د پچي اچونې له لارې ګټونکو ته ورکړل سوې ، پاته دې نه وي چي آراکوزیا خصوصي پوهنتون دلومړي ځل لپاره هلمند کې د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ او د (محصلینو نړیواله ورځ) په ډیرو ښکلو مراسمو ولمانځل اوراتلونکي کي به نور هم دا ډول ملي اونړیوالې ورځي لمانځي.

441 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2