Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د ترکیې سفیر د ناټو ملکي استازی وټاکل شو

تاند- ناټو نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه تړون سرمنشي ینس ستولتنبرګ یو ترک دیپلومات په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وټاکه.

اسماعیل اراماز(İsmail Aramaz)، چې په افغانستان کې د ناټو نوی ملکي استازی ګومارل شوی، حاضردمه په افغانستان کې د ترکیې سفیر دی.

نوموړی به د ناټو د اوسني ملکي استازي موریتس یوخیم ځای ونیسي. دغه هالنډی دیپلومات د ۲۰۱۲ کال له اګست څخه په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه کار کړی دی.

اراماز له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ پوري د ناټو د دایمي استازي د مرستیال په توګه کار کړی او له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۳ پوري یې د ایساف یا د نړیوال امنیت ساتونکي مرستندوی ځواک د قومندان د سیاسي سلاکار په حیث کار کړی دی.

ده د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې هم د ناټو په ارتباط په مهمو چوکیو کار کړی دی.

د ناټو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«په داسي حال کې چې ایساف د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې پای ته رسېږي او ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره د روزنې او مشورې حمایوي ماموریت پیلوي، ناټو تړون او زموږ شریکان به د افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې شي او زموږ اوږدمهالې اړیکې به نورې هم پیاوړې کړي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هیواد د اراماز د ټاکنې وړاندیز وکړ.«د اراماز ټاکنه د ناټو له لوري په کېدونکو لویو فعالیتونو کې زموږ د مخکښ رول ښکارندوی دی.»

اراماز دوهم ترک چارواکی دی چې دا چوکۍ ورسپارل کېږي.

په ۲۰۰۳ میلادي کال حکمت چتین دا دنده په غاړه لرله. چتین تر ۲۰۰۶ پوري په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی و.

16 total views, 2 views today

1 comment

  1. DR.h.z. .SAPHI .T. Reply

    Salam
    Zama pa nazar, da dder sha intikhaab dey che NATTO yaw Turk wror diplomaat d`Afghanistan lapara khpal mulkie astazey ttaki. D`duy da t`alim aw terbiyi landy bayed milli urdw(aw ttol emniyety quvetoonah) reshtya hem milli si.Y`ani d yawe siemi ya yaw tash panama tanzim ya lagaki la inhesar na waaestil shi. Da so kala aw pakhwa ham, turkiey wronno pa hetz kom afghan ddaz na dey karry, os ba hagha nor ddangayaan ham lag lary ta rawaliy InshaALLAH.Selamler . el-fatiha.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *