Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، افغانستان موافقه کړې چې د پاکستاني طالبانو ځالې به ورانې کړي

تاند- پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني د دوه ورځني سفر په پای کې هماغسي چې په افغانستان کې هیلې غوړېدلي چې پاکستان به د افغانستان د جګړې له تمویل او ملاتړه ګوندي لاس واخلي، پاکستاني رسنۍ هم خوشبیني دي چې د افغانستان حکومت د هغو طالبانو پر ضد اقدام کوي چې پر پاکستان بریدونه کوي او په افغانستان کې ځالې لري.

اکانومیک ټایمز ورځپاڼې له اسلام اباد څخه په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان موافقه کړې چې هغه سخت دریځي به وځپي چې په افغانستان کې پناهځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

پاکستان تر دې مخکې څو ځلي د رسمي او غیر رسمي چاینلونو له لارې له افغانستانه غوښتي و چې د ملا فضل الله په مشرۍ ډله، چې په کونړ او نورستان کې مرکزونه لري، وځپي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په اړه پاکستان ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړ.

ورځباڼه وايي، باوري سرچینو ورته ویلي چې ښاغلي غني د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف او صدراعظم نوازشریف ته ډاډ ورکړ چې افغانستان به په خپله خاوره کې د پاکستان پرضد فعالیتونو ته اجازه ور نه کړي.

دې ورځپاڼې د پاکستان د یوه امنیتي چارواکي په قول ویلي چې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د پاکستان په وړاندې د افغانستان په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون لیدل کېږي.

دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل:«موږ د افغانستان له ولسمشر سره خورا صمیمانه او زغردې خبرې وکړې او ده موافقه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې به د ترهګرو پناهځایونه وځپل شي.»

پاکستاني رسنیو د دې په مقابل کې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د ځپلو په اړه افغان ولسمشر ته د پاکستاني چارواکو د ډاډ ورکولو په باب څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې ولسمشر غني دا موافقه وروسته له دې وکړه چې پاکستاني لوري په شمالي وزیرستان کې د حقاني د شبکې په شمول د ټولو تروریستانو پر ضد د پاکستان د پوځ د اقدماتاتو ثبوتونه وروښودل.

پاکستاني سرچینې وايي چې د ترهګرو په وړاندې د راحیل شریف دریځ د پاکستان له تېرو لوی درستیزانو سره توبیر لري.

13 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *