Categories

اعلان

Loading…

زه ملاله یم/ ګل آغا احمدي وردګ

دا د هغه کتاب نوم دی چې د سوات د ملالې یوسفزۍ خاطرات بیانوي او د انګلستان د یوې ژورنالېستې آغلې (کریسټینا لمب) په همکارۍ په انګریزي ژبه لیکل شوی، په ټوله نړۍ کې مشهور، توزیع او پلورل شوی دی. دا کتاب تر دې مهاله لږ تر لږ تر لږه ۱۵ ژبو ته ژباړل شوی چې وروستۍ ژباړه یې له فارسي څخه پښتو ژبې ته د پياوړي لیکوال ښاغلي حبیب وقار په قلم شوې او په کابل کې اکسوس کتاب پلورنځي په ۳۲۷ مخونو کې خپور کړی دی.

دا کتاب د اسد دانش په مطبعه کې په ۱۳۹۳ کال چاپ شوی، ډیزاین یې سپین سهار کړی او د ژباړن له خوا ټولو هغو افغانانو ته ډالۍ شوی دی چې د څو ظالمو جګړه مارو او مافیايي کړیو له خوا یې ژوند تر ګواښ لاندې دی او ماشومان یې له زده کړو څخه بې برخې دي.

د همدې کتاب د پوښتۍ بګورنډ ته خام شین رنګ غوره شوی او د پوښتۍ په مخپاڼه یې د ملالې یوسفزۍ یو داسې فوتو ښکاري چې سر او ځان یې په الواني رنګ پوړني کې پوښلی او تر هغه د لاندې د کتاب نوم، د مولف نوم، د ژباړن نوم له ځینو نورو مشخصاتو سره یو ځای لیکل شوی دی. د کتاب د پښتۍ په وروستي برخه د ملالې یوسفزۍ د کورنۍ یو یادګاري تصویر چاپ شوی چې په هغه کې ملاله، د هغې مور، د هغې پلار ضیاءالدین او وروڼه هر یو خوشحال او اتل ښکاري. تر عکس د لاندې د کتاب نوم له ځینو نورو مشخصاتو سره یو ځای په انګرېزي ژبه لیکل شوی دی.

ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ زېږدیز کال د جولای په ۱۷ مه نېټه په سوات کې زېږېدلې او هغه نجلۍ ده چې په سوات باندې د پاکستاني طالبانو د یرغل او په سیمه کې د ځینو ښوونځیو تر ړنګولو وروسته د نجونو د زده کړې د حق د لاسته کولو لپاره را پاڅېده، ۶۰ میلیون ماشومانو ته یې د سولې او تعلیم د اعادې لپاره پټه او ښکاره مبارزه کوله، په رسنیو کې یې شهرت و موند او په یوه پياوړې مبارزه بدله شوه. ملاله بالآخره د ۲۰۱۲ زېږدیز کال د اکتوبر په ۹ مه نېټه له ښوونځي څخه کورته په لاره د طالبانو له خوا په تندي وویشتل شوه چې پراخ سیمه ایز او نړیوال غبرګونونه یې درلودل خو بخت یاري ورسره وکړه او له ټپونو څخه د انګلستان د برمینګم ښار د ملکه الیزابت په روغتون کې بېرته روغه شوه. ملالې یوسفزۍ تر روغېدو وروسته نړیوال شهرت خپل کړ، تر ۴۰ د زیاتو نړیوالو جایزو پر ګټلو بریالۍ شوه، د ۲۰۱۳ زېږدیزکال د جولای په ۱۲ مه نېټه یې د ملګرو ملتونو په مقر کې وینا وکړه او همدغه ورځ په ملګرو ملتونو کې د ملالې د نړیوالې ورځې په نوم ثبت شوه. همدارنګه نوموړې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه.

د همدې نجلۍ کتاب (زه ملاله یم) د نوموړې د ژوند انځور د لوستونکو مخې ته ږدي او ګام پر ګام یې د هغو پېښو ژورو ته ورسره بیايي چې د سوات جنتي سیمه او د ډېورنډ کرښې اخوا پښتانه له یوې لسیزې راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي. له بده مرغه چې د پښتنو ټوله سیمه د ترهګرو له لاسه په یو لوی ناورین بدله شوې، مشران یې ترور شوي، ځوانان، ښځې او بوډاګان یې وژل کېږي، ښوونځي یې په بمونو الوزول کېږي او ماشومان یې په لوی لاس د تعلیم له حق څخه محروم کېږي. د ملالې کتاب دا حقیقت په ګوته کوي چې ولې د دې سیمې سوله ایز وګړي د داسې یوې بې رحمانه ترهګریزې جګړې په اور کې سوزي چې هېڅکله دوی نه ده غوښتې او ګټه یې د پاکستاني پنجاب بې رحمه حاکمانو، د آی اېس آی شبکې او د پاکستان پوځ ته رسېږي.

طبیعي ده چې د لوستونکو او د پېښو د څېړونکو تر منځ به د ملالې یوسفزۍ د ژوند د کیسې په اړه غبرګونونه یو ډول نه وي او هر څوک به یې له خپلې زاویې، خپل اند او د خپلو معلوماتو په هېنداره کې ارزوي خو د ښاغلي حبیب وقار ژباړل شوی کتاب به له لوستونکو سره مرسته وکړي چې د ډېرو نا لوستل شوو مسایلو پاڼې ورته را وسپړي او د حقیقت په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. له همدې کبله پښتو ژبې ته د دې کتاب ژباړه او چاپ یوه لویه لاسته راوړنه ده چې موږ یې ژباړن ته مبارکي وایو او د چارو مینه والو ته یې له هر ډول قضاوت څخه د مخه لږ تر لږه د یو ځل لوستلو سپارښتنه کوو.

لازمه ګڼم چې تر ټولو دمخه د ملالې یوسفزۍ اصلیت د هغو معلوماتو په اساس ګرانو لوستونکو ته ور و پېژندل شي چې نوموړې په خپل کتاب کې لیکلي دي او داسې وايي: (زموږ نیکونه له کابل څخه سوات ته په ۱۶ مه مېلادي پېړۍ کې کډوال شوي دي، هغوی په کابل کې د تیموریانو له یو داسې پاچا سره مرسته وکړه چې خپل ټبر یې له تخته لرې کړ وو او غوښتل بېرته د پاچاهۍ تخت و نیسي. کله چې واک ته و رسېد خپلوانو او نږدې کسانو یې پوه کړ چې د یوسفزیو ځواک ورځ په ورځ ډېرېږي داسې نه شي چې بله ورځ ستاسو پاچاهي له ستونزو سره مخ کړي. له همدې امله یوه شپه د دوی ټول مشران د یوې مېلمستیا لپاره را غواړي او تر ډوډۍ خوړلو وروسته یې په بېرحمانه توګه وژني. د دوی له منځ څخه یوازې دوه کسان په تېښته بریالي کېږي او د خپلو کورنیو د غړو سره یو ځای تښتي، په سوات کې ځای پر ځای کېږي، د سوات په ښکلا مین کېږي او بېرته کابل ته نه ځي)

نو له دې څخه ښکاري چې ملاله یوسفزۍ اصلا د افغانستان ده او له ډېر پخوا څخه یې نیکونه د سوات په دره کې هستوګنه غوره کړې او دا چې وروسته د سوات په سیمه کې څه ډول بدلونونه رامنځته کېږي او په کوم هېواد پورې تړل کېږي ځانګړې څېړنې ته اړتیا لري. خو افغانستان د ډېورنډ کرښه هېڅکله په رسمیت نه ده پېژندلې، دا ناولې کرښه مردوده ګڼي او تر اټک پورې خاوره د افغانستان نه بېلېدونکې برخه ده.

مخکې له دې چې د ملالې په هکله د یوې اندېښنې په باب خپل معلومات له درنو لوستونکو سره شریک کړم، باید ووایم چې په دې کتاب کې د افغانستان نوم په درناوي سره شوی او زموږ د هېواد په هکله ځینې داسې ضمني معلومات لري چې ولې د پردیو له خوا په لوی لاس سیاسي لوبه ورسره کېږي.

د ملالې یوسفزۍ شهرت له ځینو کسانو سره شاید اندېښنه پیدا کړې وي چې ګواکي د دې نجلۍ مشهورتیا به د میوند د ملالې مشهورتیا ته زیان و رسوي. خو حقیقت دا دی چې هر انسان په یوه ځانګړې زمانه پورې اړه لري او هېڅوک نه شي کولای د بل چا د نامه، مقام او مشهورتیا ځای و نیسي.

د میوند ملالۍ د افغانستان د کندهار اوسېدونکې وه، هغې په ۱۸۸۰ زېږدیز کال د هغو افغان غازیانو په صفوفو کې ځانګړی مقام درلود چې انګریزي ښکیلاک په مقابل کې یې سرښندنه کوله، د میوند په ډګر کې یې د افغانستان بیرغ پورته کړ، مشهوره لنډۍ یې وویله، د غازیانو وینې په جوش را وستې او د شهادت مقام یې خپل کړ. د میوندي ملالې مېړانه، زړه ورتوب او د غیرت ناره د دې سبب شوه چې افغان غازیان انګریزانو ته سخته ماته ورکړي او د هغوی ۱۲۰۰۰ کسیز مجهز لښکر د جګړې په ډګر کې تباه کړي.

خو د ملالې یوسفزۍ کیسه ورڅخه کاملا توپیر لري، تر یوې اندازې لوستونکو ته معلومه ده او د مبارزې مرکزي ټکی یې په سیمه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او له تعلیم څخه محرومو ماشومانو ته د تعلیمي حق د حاصلولو لپاره مبارزه ده. چې د ترهګرو په وسیله د هغې ویشتل کېدل او بېرته رغېدل پراخ سیمه ایز او نړیوال غبرګونونه تر شاه درلودل او د دې نجلۍ د مشهورتیا سبب شول.

هغه مشترک ټکی چې دواړې ملالې پرې تړلې هغه پښتونولي او افغانیت دی ځکه چې دا دواړې پښتنې دي او دواړې اصلا د افغانستان اوسېدونکې دي چې نړیوال شهرت ته رسېدلې او د نورو انسانانو لپاره د مېړانې او شهامت سمبول ګڼل کېږي.

دا یوه پوښتنه شاید لوستونکو ته مخې ته راشي چې ما ته خپله تر یوه حده معما ښکاري چې د ملالې یوسفزۍ شهرت د هغې د ویشتل کېدو څخه د مخه پيل شوی او دغه نجلۍ څرنګه په دې و توانېده چې له ځینو لوړپوړو پاکستاني چارواکو او نړیوالو مقاماتو سره اړیکې پیدا او ملاقاتونه ورسره وکړي؟

د ملالې کتاب (زه ملاله یم) لوستل به له لوستونکو سره مرسته وکړي چې د یو شمېر حقیقتونو سره یې مخ کړي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

لومړی: ملاله یوسفزۍ د سوات په سیمه پورې اړه لري او د سوات سیمه د ډېورنډ کرښې اخوا پرته ده چې اداره یې د پاکستان په لاس کې ده نو دغې نجلۍ په خپلو یادښتونو کې پاکستان د خپل هېواد په توګه یاد کړی، هلته یې زده کړې کړې او له هغه ځایه څخه متاثره شوې ده.

دویم: ملالې په خپلو یادښتونو کې د ځینو دلایلو پر بنسټ دا حقیقت په ګوته کړی دی چې طالبان اصلا د پاکستان د حکومت، پوځ او جاسوسي شبکې (آی اېس آی) زېږنده دي او هغوی یې په سیمه کې د خپلو ستراتیجیکو او پراختیايي موخو لپاره د یوې پروژې په ډول استعمالوي او افغانستان ته یې لېږي. همدارنګه ملالې په خپل کتاب کې ویلي دي چې په زیاتو مواردو کې لیدل شوي چې پوځ او طالبان له یو بل سره نږدې همکاري لري او په یو بل باندې ډزې نه کوي. د همدې حقیقت پر بنسټ په پاکستان کې د ملالې یوسفزۍ د کتاب خپرېدل تر دې عنوان لاندې بند شوی چې ګواکي په دې کتاب کې د اسلام سپېڅلي دین ته سپکاوی شوی دی.

دریم: په دې کتاب کې د اسلام نوم په ډېر درناوي اخیستل شوی او ملالې یوسفزۍ په خپلو کیسو کې څرګنده کړې ده چې د دوی کورنۍ څومره مذهبي کورنۍ ده او ویلي یې چې همېشه لمونځ کوي، آیت کرسي وايي او په اسلام د زړه له تله باور لري.

څلورم: د ملالې د کتاب لوستل له لوستونکي سره مرسته کوي او هڅوي یې چې د خپل ژوند خواږه او ترخه خاطرات را ټول او هغه ته کتابي بڼه ورکړي. باید وویل شي چې همدغه انساني خاطرات او په سمه توګه د هغه تدوین د زمانې تاریخ ګرځي او کېدای شي انسان د اتلولۍ تر سرحده پورې و رسوي.

پنځم: د ملالې په کتاب کې د نوموړې د خاطراتو سربېره د سیمې او نړۍ په هکله یو لړ مهم تاریخي او مستند معلومات هم شتون لري چې لوستل یې د لوستونکي د معلوماتو له زیاتوالي سره مرسته کوي او په دې کې شک نشته چې دا معلومات به د ملالې د همکارې آغلې (کریستینا لمب) په مرسته راټول شوي او په دې کتاب کې به ځای پر ځای شوي وي.

شپږم: د ملالې کتاب له لوستونکو سره مرسته کوي چې په څه ډول د خپلو مثبتو او سوله ایزو موخو په طرف بریالی ګام کښېږدي او د خپل ځان لپاره داسې مزل خپل کړي چې ستونزې شاته پرېږدي او په هر ګام کې له نوي بري سره مخ شي.

اووم: د همدې کتاب مطالعه لوستونکي ته دا حقیقت په ګوته کوي چې عزت او ذلت د خدای (ج) په لاس کې دی او انسانان هېڅکله نه شي کولای د یو چا د پرمختګ، عزت او سرلوړۍ مخه و نیسي. همدارنګه چې خدای (ج) و نه غواړي انسان د دې توانايي نه لري چې یو شخص ته عزت او سرلوړي په برخه کړي. له بلې خوا مرګ په اځل پورې اړه لري، کېدای شي انسان له ډېرو سختیو څخه بیا هم ژوندي، روغ او بریالی را ووځي چې د ملالې یوسفزۍ ویشتل او بېرته رغېدل یې یوه نمونه ده.

51 total views, 2 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *