Categories

اعلان

Loading…

د ښځو حقوق یوې پالیسۍ ته اړتیا لري نه وزارت ته/ عارفه عمرلور

افغانستان ښايي یو له هغو هیوادونو نه وي چې په سیمه کې د ښځو د حقونو ترلاسه کولو اوپه دولتي اوټولنیزو چارو  کې د  ښځو د ونډې  لپاره د مبارزې اوږده مخینه ولري، د لمړي ځل لپاره روښاني غورځنګ افغاني او بیا پښتني ټولنه کې دغه غږ اوچت کړ او د یوه منظم ټولنیز خوځښت له لوري  د دغه غږ ملاتړ وشو، د غازي امان الله خان  روښانه پېر د هیواد په تاریخ کې  هغه دور دی  چې د لمړي ځل لپاره دهېواد واکمن د افغانو ښځمنو د ژوند د ښه کولولپاره مټې رانغاړي او په دې لاره کې عملي ګامونه پورته کوي،  له هغه وروسته  د اعلیحضرت ظاهر شاه ارامه او بې خوځښته  دوره کې د واکمنو له لوري د ښځو د حقونو او د ښځو د ژوند د ښه کېدو چیغې  نه وهل کېدې خو کرار کرار   په دې برخه  کې د  پام وړ کارونه وشول، او ورسره  په همدې دوره کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې د اناهیتا راتب زاد او داسې نورو مېرمنو په مټ د  افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان بنسټ کېښول شو، سره له دې دغه یو کیڼ پلوي سازمان وچې د افغانستان د  خلق د  دیموکراتیک ګوند په ملاتړ تاسیس او په کار یې پیل وکړ، خو بیاهم  په افغانستان کې داسې یوسازمان منځ ته راغی چې  یواځې  د ښځمنو لپاره یې مبارزه کوله، وروسته له ۱۳۵۷ لمریز کال نه د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند د واک په ټوله دوره کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه د وخت د واکمنو په لمړنیو مسولیتونو کې راتله، له څوکلنې چوپتیا نه وروسته د بن د پریکړو پر بنسټ په  ۱۳۸۰ لمریزکال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت بنسټ کېښول شو، او  د نړیوالو په ستر مالي او معنوي ملاتړ  یې په کار پیل وکړ.چې دادی د کار مخینه یې نږدې یوې نیمې لسیزې ته ور اوړي.

خو لا د هېواد په کلو او بانډو  او د ډیرو ولایتونو په مرکزونوکې د ښځو په ټولیز حالت کې  یو غوره  مثبت  بدلون  چې  د پام وړ ښه پاېله ولري نه لیدل  کیږي او هغه  بدلون چې موږ نن ورځ د کابل  ښآر یا د افغانستان  په نورو د ګوتو په شمیر سترو ښارونو کې محسوسو دا به د ښځو د وزارت  په هڅو منځ ته راغلی نه وي بلکي دا هغه طبعي بهیر دی چې  د کلونو په تېرېدو او په هیواد کې د وروستۍ نیمه سلیزې د پېښو په تجربې سره افغانانو  په تېره لوستو افغانانو هڅه کړې چې په خپل ژوند اود خپلو بچیو او خپلو خپلوانو په ژوند کې  د لوست په مټ بدولون راوړي، نن افغاني ټولنه دامان الله خان دوخت ټولنه نه ده، نن نړۍ هم د هغه وخت نړۍ نه ده، نن نړۍ په یوه داسې کلي بدله شوې ده چې افغانان په اسانۍ له باندنۍ  نړۍ سره  اړیکې ساتی شي، د تخنیکي پرمختیاو په مټ  د اړیکو ساتل د دې سبب ګرځي چې د ټولو افغانانو  د ژوند په بیلابیلو برخوکې ځینې بدلونونه په غوښتې او ناغوښتې ډول راشي ، همداشان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته زموږ د هېوادوالو کډوالي هم د دې سبب شوې چې زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې او د ښځو په ژوند کې  تر یوې کچې مثبت بدلونونه راشي.

ورسره وروسته له ۱۳۸۰لمریز کال نه چې دښځو لپاره دولتي او نا دولتي چارو کې  پرته له دې چې وړ  وړتیاوې  په پام کې ونیول شي چې ښځو ته کومه د پام وړ ونډه  ورکړشوه ، هم  کېدای شي تر یوې کچې خپل اغیز پریباسلی وي، خو د ډيراغیز دعوه به یې ډېره غلطه وي.

دا مهال دښځو د چارو وزارت هم  په ځانګړۍ ډول د ښځو لپاره کار کوي خو د کارونو  په  شپول کې  هغه هڅې ځای لري چې لګښت یې ډېر او اغیز یې په نشت دی، په ښارونو په تیره په کابل کې د ښځو دپوهاوي  په موخه د سمینارونو  جوړول، ، د حج او اوقاف له وزارت سره په ګډه  د ځینو دیني علماو هڅونه چې په خپلو خبرو کې د ښځو له شرعي حقونو نه هم یادونه وکړي ، همدا شان د امن کورونو څارنه  او له زنداني ښځو نه خبر اخېستنه د ښځو چارو وزارت له مهمو کارونو نه ګڼل کیږي ، اغلې حسن بانو د ښځو چارو سرپرستې وزیرې په خپلې یو مرکې کې وايي چې د  ورځې پنځوس مېرمنې  د ښځوچارو وزارت ته راځي او خپلې ستونزې وړاندې کي چې د دوی پنځوس سلنه ستونزې د ښځو چاروپه وزارت کې هواریږي اونورې پاتې ستونزې نورو ادارو ته راجع کیږي همداشان ښځې کولی شي چې دوی ته د تلیفون په لیکه هم خپلې ستونزې ووايي ، د دې تر څنګ دوی یو د  شکایتونو صندوق ایښی چې وروسته له هرو پنځلسو ورځو دا صندوق خالي کیږي او شکایتونه څیړل کیږي.

که څه هم د ښځو چارو وزرت دا وړ فعالیتونه او  د دغوکارونو نه اغیزمنتیا د دې وزارت شتون تر پوښتنې لاندې راولي، خو بیا هم د دې وزارت شتون کولای شي   نړیوالو ته  د افغان حکومت د دې خبرې ښه زبات وي چې  افغان حکومت د بن د موافقو د پلي کولو او د ښځو په وړاندې د زور زیاتي کمولو او دهغوی انساني حقونو ورکولو لپاره  ژمن دی او کار کوي که څه هم چې د ښځو چارو وزارت کارونه تر دې دمه هومره چې تمه ترې کېده اوکیږي او هومره چې د  دې وزارت مسولیت دی او د کومې موخې لپاره چې دغه وزارت جوړ شوی دی، تر اوسه اغیزمن ثابت شوي  نه دي.

موږ د ښځو انساني حقونو د ورکړې او د ښځو په وړاندې دزورزیاتي د کچې د  راټیټولو د  مبارزې  دلاسته راوړنو  په برخه کې د سیمې له ټولو هغو هېوادونو نه تر شا پاتې یو چې له موږ نه وروسته د ښځو  دا نساني حقونو ترلاسه کولو لپاره یې  په مبارزې پیل کړی دی، ان هغه هیوادونه چې لا یې د وجود مخینه هم زموږ په هېواد کې د ښځو د ژوند د  بسیاینې  لپاره د سازمانونو د کار له مخینې نه ډېره لنډه ده هم په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري آو په دغو هېوادونو کې  د ښځو د حقونو لپاره مبارزه  له هغه ډول ستونزو سره مخ شوې نه ده، لکه زموږ په هېواد کې چې موږ ورسره مخ و او یو، په دغو هېوادونو کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نړۍ دومره ستره مرسته نه کوي، څومره  چې نړیوال دلته پام کوي، سره له دې چې زموږ په شان دودیزې او مذهبي ټولنې لري ، خو د هغوی ستونزې له غبرګونه او جنجالونو پرته هواریږي.

ولې زموږ مبارزه او زموږ هڅې او کوښښونه سمه پایله نلري؟

په ۱۳۸۸ لمریز کال کې مې  په یو پوهنیز ورکشاپ کې له یوې مېرمنې سره خبرې کولې چې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي  د منع قانون  د منځ ته راوړلو په برخه کې یې کار کړی و، او دغه ورکشاپ  هم همدې موضوع ته ځانګړی شوی و،  دې اغلې چې  په کلي کې یې ان یوه شپه هم تېره کړې نه وه، او نه یې هم  د ټولنپوهنې په برخه کې زده کړې  درلودې، دغه قانون ډیر اغیز من باله او ویل  یې چې دغه قانون به وکړای شي چې  د ښځو په وړاندې زور زیاتي کچه راټیټه کړي.  ما ورته ووېل ( څومره  چې زه خپله ټولنه پيژنم نو تاسو د دغه قانون په مټ هيڅکله  نشئ کولای چې خپلې موخې ته  ورسیږئ ، که چیرې ستاسو موخه په افغانستان کې په ریښتیا د ښځو په وړاندې دزور زیاتي له منځه وړل وي . او که افغانې ښځې ستاسو له دغه قانونه نه د ګټې اخېستو په فکر کې شي او ستاسو د دغه قانون  په ډآډ د میړه یا ورور د کنځا او یوې څپیړې په وړاندې محکمې ته عارضه  شي، داسې وګنه چې یا به ژوند له لاسه ورکوي یا به له اولادونو بې برخې کیږي او له کوره شړل کیږي او یابه دعمر ترپایه  د میړه ، یا ورور په کور کې له ستونزو ډک ژوند تیروي.

نو تاسو په دې ډول  ستونزې لږې نه ډیرې کړې او په غوښتې ډول مو د ښځو په وړاندې د زور زیاتي کچه لوړه کړه، که چیرې غواړئ دا زور زیاتی له منځه یوسئ نو لمړی عوامل پېدا او د لمنځه تګ لارې یې ورته ولټوئ ،  بیا د خپلې  ټولنې د فکري کچې ، دودونو ،  حساسیتونو او عدتونو په ارزولو سره قوانین او کړنلارې  مطرح او عملي کړئ، تاسو څه رنګه کولای شئ چې دغه قوانین په نالوستو اودود پالو افغانانو ومنئ ، حال دا چې ستاسو هغه میرمنې چې  د ښځو د چارو  وزارت  فعالې کارکونکې دي او ټوله ورځ د ښځو د حقونو نارې سورې وهي هغوی په خپلو کورونو کې له دا  وړ ستونزو سره مخ دي، پاتې شوې هغه میرمنې چې له لوست او خپلوانساني حقونو نه ناخبره دي او له ښځو سره زور زیاتی یو حق کار بولي).

هغې په دې خبرو بحث لنډ کړ او راته یې وويل (که ژوند و یو ځل بیا به سره وګورو او هغه مهال به تاته په زبات رسېد لې وي  چې دغه قانون څومره اغیزمن دی ). له هغه مهاله نږدې پنځه کاله اوړي ، وروسته له پنځو کلونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي کچه دهغه وخت په پرتله  نه یواځې د شمیر له پلوه څوبرابره شوې ده ، بلکه د څرنګوالي  له پلوه هم د  قهر کچه  په کې څو برابره شوې ده.

ډیری په دې ګرهه دی چې زموږ کلتوري ګروهې اوارونه او جګړه د دې سبب شوې چې  د ښځو په وړاندې د زورزیاتي کچه لوړه شي، او کله کله هم ځينې زموږ  دیني ګروهې هم  په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو د حقونو ترلاسه کولو په وړاندې  خنډ بولي، خو زه فکر کوم چې زموږ په هېواد  کې جګړه او دودونه  د ښځو د ژوند د بسیاینې او خپلو انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره هومره خنډونه  منځ ته نه راوړي لکه هغه اصول او هغه کړنلارې د دغې ستونزې د هوارۍ په وړاندې خنډ ونه  پېدا کوي، کوم چې زموږ په هېواد کې  د ښځو د انساني حقونود ترلاسه کولو او د ښځو په وړاندې د  زور زیاتي د کچې د ټیټولو لپاره منځ ته راځي  او پلې کیږي،  ښايي د دې لپاره زموږ په هېواد کې داسې کړنلارې او  قوانین چې د پهې پر ځای زخم ستروي منځ ته راځي چې زموږ هغه ډول متخصص کاري ټولګي په  دې برخې کې کار نه کوي چې د خپلې ټولنې ټول حساسیتونه پيژني او د دغو حساسیتونو په  وړاندې د اغیزمنو اصولو اوتګلارو د منځته راوړلو وړتیا ولري ، زموږ په ټولنه کې ښايي داسې متخصص وګړي ډیر وي خو له بده مرغه هغه چا ته د دغو کړنلارو د منځته  راوړلومسولیت ور په غاړه کیږي چې چرګ یې په تلویزیون کې لیدلی وي او کلی یې په فلمونو کې.

زما په اند د دغې  ټولیزې ستونزې د حل لپاره څو ټکي ډېر اړین دی. تر هر څه لمړی باېد اداره  او واکمن د دې  ستونزې په بنسټیز ډول  د حل  هوډ ولري او په دې لاره کې ژمن وي، نه دا چې د تش نوم لپاره ځینې د کار کولو نندارې وړاندې کړي او ارې ستونزې په خپل پخواني ځواک کې پاتې شي.

په هېواد کې باېد ددې ستونزې دحل لپاره یوه کارنده مشخصه پالیسي منځ ته راشي، که چیرې دولت په دې اړه مشخصه او کوټلې پالیسي ونه لري، نو که د ښځو چارو د وزارت پشان د  وزارتونو کتار جوړ کړي او د اوس څو برابره پانګونه پرې وکړي بیا به  هم ارې ستونزې پر خپل ځای ناحله پاتې وي .

بل دا چې د ستونزو د حل دلارو چارو موندلو لپاره داسې وړ او متخصص خلک کار وکړي چې هغوی زموږ د ټولنې د ټولو وګړو له عدتونو غوښتنو، دودونو، حساسیتونو، نیمګړتیاو،ښېګڼو، اقتصادي اوپوهنیزې کچې نه په علمي  ډول  خبر وي، اود ټولنپوهنې په برخه کې تخصصي زده کړې ولري. اړونده اداره یا وزارت باېد د ښځمنو د ستونزو د حل لپاره یواځې په ښځینه متخصیصینو او  کارکونکو بسنه ونه کړي، که چیرې نارینه په دې برخه کې په کار پیل وکړي ښايي اغیز یې څوبرابره وي ، زموږ ټولنه کې دښځو د چیغو نارو په پرتله د نارینو بحثونه ډیر اغیزمن ثابت شوي دي،  دا ځکه چې زموږ خلک د ښځو خبرو ته ارزښت نه ورکوي ، غوږ ورته نه نیسي ،او باور پرې  نه لري،  نو د ښځو په وړاندې د زور زیاتي دکمولو لپاره اړینه ده چې نارینه کار وکړي.

د ښځمنو د حقونو د ترلاسه کولو او د هغوی د ژوند د  بسیاینې په لاره کې د شته ستونزو او خنډونو د  بنسټیزو لاملونو پلټنه باېد وشي، اساسي عوامل باید څرګند او بیا د دغو اساسي عواملو لپاره  زموږ د اسلامي شرعیت په رڼا کې بنسټیزې د حل لارې ولټول شي، چې ظاهرآ زموږ له دودونو سره په ټکر کې نه وي.

زموږ په ټولنه کې نارینه واکي په ستر ځواک واکمنه ده، چې ښځمنې نږدې  د نارینو د مال او شتمني حیثیت لري، تجربو ښوولې  ده چې په داسې ټولنو کې یواځې د محکوم قشر د پوهاوی د کچې لوړتیا او بغاوت له محکومیت نه دمحکوم قشر د خلاصون سبب  نه ګرځي ، بلکه په داسې وخت کې اړینه ده چې حاکم قشر سره د محکوم قشر په پرتله ډېر زیار وګالل شي او له هغو  لارو  نه  کار واخېستلای شي چې حاکمینوته دمنلو وړ وي ، دهغوی دپوهې کچه لوړه او په خپله خوښه محکوم سر مرستې ته حاضر شي، زموږ په هیواد کې د نارینو دپوهولو لپاره تر ټولو غوره لار په کورنۍ  کې دښځمنو شرعي حقونه دی، او تر دې اغیزمنه لار بله نشته،  تر هغوچې په دې برخه کې له نارینو سره د دیني علماو په مرسته کار ونشي، او نارینه قانع نشي تر هغو به زموږ په ټولنه کې ښځې له دا مهالو ستونزو سره مخ وي نو اړینه ده چې د ښځمنو د حقونو په اړه لمړی له نارینو سره بنسټیز کار وشي، او هغوی ته د ښځو د شرعي حقونو په اړه پوهاوی ورکړ شي، که یوه میرمن په خپلو حقونو څومره خبره وي خو  چې دکور نارینه میرمن ته دکور دیوه څاروي په سترګه ګوري نو د ښځو پوهول به  زموږ په شان یوه ټولنه  دودپالې ټولنې کې هسې د سړې اوسپنې ټکول وي.

اړونده ادارې او وزارت باېد هڅه وکړي چې په لرې پرتو ولایتونو او کلیو بانډو کې  افغانو میرمنو ته  دکور دننه او بهر د کاراسانتیاوې برابرې کړي، چې میرمنې د خپلو  مهارتونو په مټ د یوه مشخص عاید څښتنې شي، هرکله چې میرمنې د کور داقتصادي کچې په لوړتیا کې په خپل مټ څه ناڅه ونډه ولري، په کور کې یې دشخصیت په درناوي کې د پام وړ بدلون راځي، چې دا خپله د دې سبب ګرځي چې کورنۍ دخپلو لوڼو له زده کړو سره لیوالتیا وښيي، او دښځو انساني کرامت ته په کور کې څه ناڅه  درنښت منځ ته راشي .

د کلیو د دیني علماو  په دیني علومو کې  دعلمي کچې د لوړتیا لپاره باېد پانګونه وشي چې زموږ دیني  علما د ټولنې د هر وګړي  له شرعي حقونو نه په لوړه علمي کچه وپوهیږي او په پوره ډاډ سره په دې برخه کې د بحث جوګه شي، اوس موږ د کلیو ډیری ملا امامان یواځې له ډېرو لمړنیو دیني معلوماتو نه  هم ناخبره دي ځکه خو دوی نشي کولای هغه اصول په صحیح ډول تر خلکو ورسوي  چې په هغو کې دهر مسلمان هغه که نر دی که ښځه حقوق خوندي دي.په کورنۍ او ټولنه کې د ښځمنو شرعي حقونو تطبیق یواځينۍ  اسانه لنډه او خلکو ته د منلو لار ده چې زموږ میرمنې له دا مهالو ستونزو نه ژغورلی شي.

که چیرې زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې دزورزیاتي اساسي لاملونه پیدا او ورته دحل اساسي لارې ونه موندل شي،  دامریکې او دنورې نړۍ سترې مرستې نشي کولی دښځو چارو وزارت داوسنیو هلو ځلو په مټ څه ځانګړې لاسته راوړنه ولري.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *