Categories

اعلان

Loading…

پر اغلې شکريه بارکزۍ تروريستي بريد د افغان ولس د وحشي دښمنانو کار دى

افغانستان-خوست

ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر

نېټه :٢٥-٨-١٣٩٣

نن سهار په کابل ښار کې د دارالامان سرک په مسير کې د ولسي جرګې د مخکښې او فعالې غړې اغلې شکريه بارکزۍ پر موټر تروريستي انتحاري بريد وشو ، چې ددغه وحشي او ناځوانمردانه بريد په پايله کې اغلې شکريه بارکزۍ سطحي زخمي او ګڼ شمير هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته ، خوست ولايت مقام دغه بريد دافغان ولس د وحشي دښمنانو کار ګڼي او په سختو ټکو سره يې غندي.

اغلې شکريه بارکزۍ د هېواد يوه تکړه ،مخکښه ، مبارزه او خدمتګاره ميرمن ده ، چې تل يې په هېواد کې د ميرمنو دحقوقو د دفاع او د ولس دستونزو دهواري په لاره کې خپل غږ اوچت ساتلى ، دافغانستان داساسي قانون په جوړيدو ،د ديموکراتيکو بنسټونو دپياوړتيا په ډګر کې يې هم اساسي رول لوبولى دى ، همداشان نوموړې د ولسي جرګې يوه مخکښه او فعاله غړې ده دوه دوره يې کيږي چې په واقعي توګه دخلکو استازيتوب کوي ، د ولسي جرګې د دفاعي کميسيون مشرې يې هم کړې او اوس ددغه کميسيون د يوې فعالې غړې په توګه خلکو او هېواد ته خدمت کوي.

د دې هېواد او ولس دښمن ددې زغم نه لري چې دافغانستان ميرمنې دې خپلې خاورې او ولس ته دخدمت په ډګر کې فعالې او مخکښې وې ، بلکې دغه وحشي دښمن غواړي چې په تروريستي بريدونو سره د هېواد خدمتګاران ترور او بې ګناه ولس د غم په ټغر کينوي.

زه دخوست ولايتي ادارې او ولسونو په استازيتوب   پر اغلې شکريه بارکزۍ شوى بريد په سختو ټکو سره غندم ، دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه د پېښې ټولو شهيدانو ته دفردوس جنت ،کورنيو ته يې دجميل صبر اغلې شکريه بارکزۍ او دپېښې نورو زخميانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه کوم ، د هېواد له ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو غوښتنه کوم چې د هيواد د ټولو سياسي ،ملي او مبارزو شخصيتونو د امنيت د ساتنې لپاره ځانګړې تدابير اتخاذ کړي او پر ولس غږ کوم چې د تروريستي پېښو د مخنيوي په خاطر له خپلو ميړنيو امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

عبدالجبارنعيمي

د خوست ولايت سرپرست والي

124 total views, 1 views today

3 comments

  1. سید الر حمن زیار مل Reply

    افسوس کوم دهغه څوان مامور په بی رحمانه وژنه چه دانتهاری په نام دخوست ولایت دفترکی په شهادت ورسید دهغه په مورد نه اواز پورته شو اونه ددهدکورنی سره غم شریکی وشوه نن دشکریه بارکزی په مورد دفاع څکه بارکزی لوړ موقف لری هیله او امید ده ورته چه اینده کی بیا ………………………………………………………………………………………………..

    متل ده ! هرسړی تر خپل مطلب پوری یار ده——-ما دخدای لپاره یار لیدلی نده
    عجیب غوندی انسان دټول افغانستان په قیصه کی نده که ور باندی قیامت وی یا محشر خوچه دهته پکی خیر وی دخدایه غواړم دمیدان وردګو غوندی په ډیر بی شرم او بد حالت کی دخوسته ووزی (امین)

  2. سید الر حمن زیار مل Reply

    دفواید عامه محترم وزیر صیب خوست ته دمیدان هوای دبررسی په مورد لاړ شوی وو خدای دوکړی چه ټول مشکلات او موانع چه دوالی لخوا په کار اچول شوی وی څان سره یادداشت او اصلی او کاری شخصیاتونوسره ور باندی خبری وکړی دری کاله نه زیات وخت پری تیر شو قرارداد یی داوصولواومقراراتو په چوکات کی نده شوی دوالی فر مایشی شرکت چه خوستږال ټول ور
    باندی خبر دی چه څومره ډالر خورد او بورد پکی شوی دکار بینا په درغلیو نو نتیچه به یی هم درغلیوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *