Categories

اعلان

Loading…

په ویاړلي نوم نوماند بابا/ استاد رحمت الله حکیمي

           د رحمانه رب پېروزینه ده ،چې پښتنواوپښتوادب ته ورپه برخه شوه ،هغه د وتلي او نوموتي شاعر عبدالرحمن بابا زوکړه او پښتني ټولنه کې دده پالنه ده.

              دغه ځلانده ستوری د عبدالستارمومند زوی په (۱۰۴۲ه) کال د پېښور د بهادر په کلي کې یې دې فانی نړۍ ته سترګې وغړولې ((راورټي لیکي چې رحمان بابا په هزارخانې کې اوسېده ))

د بهادر نه هزارخانې ته د رحمان بابا دلېږد په اړه دروند استاد پوهاند حبیبي لیکي ، چې خپلې فقیر مزاجۍ اوپه خپل عشق کې فنا شوی حالت دې ته مجبور کړ ، چې د بهادر نه هزار خانې ته لاړ شي.

             د ده د ځینو بیتونو نه معلومیږي ،کله کله د کوره وتلی او د عشق نه ډک زړه یې غره ته وړی او د لایزال عظیمو قدرتو ته په کتو سره یې د عشق پاشلی تخم په ثمر رسېدلی او داسې وایي :

عاشقي سړی مجنون کاندي رحمانه

 ګنه څوک په هوښیاری وزي له کوره

د پټې خزانې په استناد سره ده خپلې زده کړې په څلورلس کلنی کې د محمد صدیق پېښوري نه پیل کړې ،ورسته یې  د شعر په ویلو یې شروع کړې وه  دا وخت په هند او افغانستان کې د شاجهان ګورګاني د واکمنۍ دوره وه او شاعرۍ یې د (۱۱۰۰ه) پوري شهرت موندلی دی.

اشرف خان هجري د پیاوړي شاعر خوشحال خټک زوی د خپل وخت د شاعرانو په ډله کې رحمان بابا ته په لوړ مقام قایل دی او وایي:

خوږ زبان یې په زمان شکرې لوني   هغه واف چې مستقر یې پېښور دی د رحمان په ویل ځای د ګوتې نشته   چې یې ما شعر منظور کړ معتبردی

همدارنګه عبدالله پوپلزی د رحمان بابا شعر معجزه ګڼي او وایي

د رحمان له شعره بوی د معجزې ځي   مرید ژر کاندي له پېره برابر

لوی استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د رحمان بابا د ادبي سبک ځانګړنې داسې په ګوته کوي :

1: په دې سبک کې شاعر د روح الهام مني او د مادې سره ډېر سروکار نه لري د هغې دنیا څخه خبرې کوي چې دمعنوی فیوضاتو منبع ده.

۲: په دې سبک کې شاعر له مادي کثافاتو څخه لرې کیږي هغه ځای ته ځي ،چې ددې خاورینې نړی غوغا او شورماشور په کې نه وي.

۳: په ادا او داحساساتو په تصویر او نورو ښېګڼو کې دا سبک خورا سپېڅلی او سلیس دی ، ابهام ښه نه ګڼي د شعر الفاظ او عبارت ساده دی.

۴: دغه سبک ډیر له مینې ا اخلاقو نه غږیږي .

۵: د عشق او مېنې په دنیا کې د واقیعت خواته ځي او د خیال لږ تابع کیږي .

۶: ددې سبک شاعر عشق او الهام د ژوند مدار ګڼي یقین او ایمان په عقلیت باندې خوښوي.

بلې ! زیاتو شاعرانو د صوفي مشربه او فقیر مزاجه شاعر لاره خپله کړله او له رحماني غږ څخه یې الهام واخیست .

ګرانو ملګرولکه څنګه، چې داسې سترشاعر په خیال او فکر غږیدل زیاته پوهه غواړي ما هم د خپلې پوهې مطابق  رحماني   سبک ته په کتوسره دده په ځينو بیتونو کې د خپل فکر نیلی ځغلولی او په یوه لنډه لیکنه کې مې ځای ورکړی دی.

             دروند او عالم انسان په معنویاتو پسې لالهانده وي مادیاتو ته ترجیح نه ورکوي د دنیا سره مینه نه ساتي ددې فرصت نه په ګټه اخېستو سره په هغه ځای کې د یوې دنګې ماڼی د اوسېدو امکانات برابروي ، نوموتی شاعر یو خوا د دینا سره کار نه لري او بل خوا وایی چې توښه د عقبا ده

دا خبره په قرآني تول تلي اووایي ،چې انسان باید ددې دنیا په مادي څېزونو ،عیش عشرت پسې ونه ګرځي بلکې په دې فرصت کې هغه څه تیار کړي،چې د هغې دنیا خوښي په کې نغښتې وي .

مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

بل ځای وایي :

ښه ښه دا دنیا        چې توښه ده دعقبا

کبر او غرورانسان د طغیان تر پولو رسوي دې فقیر مزاجه شاعر داسې اشاره ورته کوی

سر د ننه په ګریوان کړه سترګې روڼې

  ډیر په پورته پورته مه ځه سر هوا

سر هوا سرهوا مه ځه واسمان ته     ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا

ځان د خپل یار په عشق ستي او دسر او مال نه تیر ګڼي

په توده ځمکه استوګنه ده مشکله    څه به زیست شي له رحمان سره د چا بل ځای وایي

بې دماغه به تر سر اوماله تیر شي   چې یي تیر شي تر دماغه بوی د ستا

څرنګه چې ښکلا هغه څه ده ،چې لومړی په زړه اثر کوي او منګلوې پرې خښوي لکه کوم مار چې په ګنج کلک نګهبان موظف وي څوک په خزانه غرض نشي کولای رحمان بابا د ډېرې درنې تشبه په کارولو سره څه ښه وایي :

خیال د زلفویې زما تر زړه چاپیر شو

 یا تر ګنجه چاپیر شوی مار دی دا

په دنیا پورې زړه تړل هغه څه دي چې انسان د هغې دنیا د نعمتونو نه بې برخې کوي خوږ ژبی شاعر نوموړی کس ،چې په دنیا پورې زړه تړي د کاغذپه کشتی سپور ګڼي او وایي :

چې امید په عمارت ددې دنیا کا        د کاغذ په کشتی سیر د دریا کا

عشق اواور ته داسې تړاو ورکوي ،چې د سوزېدلو خاصیت په معنوي اړخ کې لري په دې لاره کې د راحت احساس نه کوي او سر ګردانه ښکاري او وایي

عاشقي ده خدای له اوره پیدا کړې

 که په اور کې یې وطن وي څه به خوب کاه

کله کله داسې ویل کیږي ، چې که د هما مرغه سیوری په چا وشي هغه به نیک بخته کس وي دروند شاعر د هغه مرغه د سیوري نه د خپل محبوب د زلفو سیوری ښه ګڼي وایي:

چې د تورو زلفو سیوری په چا وشي

هغه کله له همایه محبت کا

رحمان بابا هغه شاعر دی چې له هر اړخه یې شاعري په تول تللې ښکاري او د ادبي صنایعو ستر فن کار دی د نمونې په ډول  دعکس صنعت یي په لاندې بیت کې څرکونه وهي :

ګل زما ریحان زما ستا رخسار وزلفې دي

ستا رخسار وزلفي دي ګل زما ریحان زما

زړه زما چشمان زما بې تا هېڅ حال نه لري

بې تا هېڅ حال نه لري زړه زما چشمان زما

د څښتن تعالی نظام یوازینی نظام دی ،چې د عدل په مټ روان دی د ظالم لا س د ظلم څخه ژغوري او مظلوم د ظلم نه خلاصوي یعنې د مظلوم بدله د ظالم نه اخېستل کیږي دې موضوع ته داسې اشاره کوي:

پس له مرګه به همه واړه مظلوم وي

ظالمان او ستمګار ددې دنیا

رحمان بابا ته د عشق په سر دار ته ختل لوړ سفر بولي او وایي :

که یې سر لکه منصور غوندې په دار شي

دغـــــه دار دی ورحــــمــانه ته مــــعراج

او دعشق په لاره کې ځان رسېدلی او پوه ګڼي او وایي :

چې وماته نصیحت کا څوک په عشق کې

ګویا پلار ته نصیحت کاندې فرزند

کله کله یې په شعرونو کې د ولسي اصطلاحات څرکونه ښکاري د نمونې په ډول :

چې دې زړه پورې تړلی استوار

دا جهان دی د نیکه دی که د پلار

هسې هسې ژر ژر مرګ په مونږه شتابي کا

لکه لو د پاخه کښت کا دهقان ژرژر

په ولس کې دې  پرتې اصطلاح (چاړه چې د سرو شي په خېټه یې څوک نه ننباسي داسې پوښ ورکوي :

چې په ګېډه یې څوخیږي مخ یې ورک شه

که د سرو زرو چاړه وي یا خنجر

            خپلې لارې او صوفي توب ته په داسې کچه قایل دی ، چې دبدبه لرونکي پاچاهان صرف د یوه صوفي نه  صدقه بولي وایي :

اورنګ زیب او شاجهان غوندې اشراف

صدقه شه تر منصور غوندې نداف

دروند شاعر په (۱۱۱۸ه ) سنه کې ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړې او پښتو ادب ته یې هغه څه په مېراث پرېښودل ،چې نن ددې ادب سترګې په رڼې ښکاري نور موحوصله نه تنږوم د رحمان بابا په دې بیت درنه مخه ښه کوم:

پس له مرګه به یې بیا تر تا قربان کړم         که صورت مې خدای پیدا کړ په محشر  بیا

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *