Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل

د ارګ اعلامیه –

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث وشو.

غونډه په دې پای ته ورسېده چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د وروستيو انتخاباتو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت د همدغه رپوټ په رڼا کې خپل هر اړخیز تحلیل ترسره کړي.

76 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *